د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

ملګري ملتونه په بامیان کې ۱۴۴ سمڅو مېشتو کورنیو ته ښارګوټی جوړوي


ارشیف: د بامیان یوه څنډه کې د مغاره مېشتو کورنیو ماشومان
ارشیف: د بامیان یوه څنډه کې د مغاره مېشتو کورنیو ماشومان

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنري په بامیان ولایت کې د هغو ۱۴۴ کورنیو لپاره چې په سمڅو یا غارونو کې استوګن دي ښارګوټی جوړوي.

مريم چې څو کاله مخکې يې خاوند مړ شوی وايي، د استوګنځي د نشتون له امله خپلو درېيو ماشومانو سره د باميان ولايت په يوه سمڅه کې ژوند کوي.

نوموړې په سمڅو کې د ژوند له کړاونو ډکه کیسه کوي او وايي چې په ژمي او اوړي کې سمڅه د اوسېدو لپاره مناسب ځای نه‌دی او د لومړنیو اسانتیاو د نشتوالي ترڅنګ ځینې وختونه د اکسيجن له کمښت سره هم مخ کېږي.

مریم ازادي راډيو ته وويل، خوښه ده چې نوي كال لپاره د ملګرو ملتونو د ولايتي ادارې كاركوونكي دوی ته استوګنځای جوړوي.

مريم وايي: "زه ۵۰ کلنه یم او خپل ژوند مې په یوه غار، کرايي کورونو او بې سر پناهۍ کې تېر کړ. د اختر او برات پر مهال زموږ کور ته څوک نه راځي، ځکه چې په غار کې خوسا بوی وي، هېڅ اسانتیاوې نه‌لري. اوس ډېره خوشحاله یم چې موږ ته به سرپناه او ماشومانو ته به مو ښوونځی جوړ شي."

د بامیان ولایت د سمڅو یو بل استوګن محمد حسین چې د پښې معلولیت لري، وايي، د خپلې کورنۍ له پنځو غړو سره په یوه سمڅه کې ژوند کوي.

دا وايي، د استوګنځایونو جوړولو لپاره د دوی نوملړ اخیستل شوی او هیله لري چې په راتلونکي کې د یو کور څښتن شي.

نوموړی وايي: "زموږ څخه یې یو لېست واخیست او ویې ویل چې راته کور راکوي. زموږ تذکرې او نومونه یې واخیستل. پرون هم د موسسې له‌خوا خلک راغلل او څو کسان یې د استازو په توګه وټاکل. که څه هم نه‌پوهېږم چې په غارونو کې استوګنو کسانو ته چا پام وکه، خو که په رښتیا هم موږ ته کورونه راکړي، خوشحاله به شو."

ارشیف: په بامیان کې یوه مغاره مېشتې کورنۍ
ارشیف: په بامیان کې یوه مغاره مېشتې کورنۍ

په بامیانو کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د ولایتي دفتر مسوول محمد اشرف نیازی وايي، یاده اداره په دغه ولایت کې په غارونو کې مېشتو ۱۴۴ کورنیو ته د اوسېدو ځایونه جوړوي.

نيازی وايي: "موږ ۱۴۴ کورنۍ په نښه کړې، ځمکه د دولت له‌خوا ورکول کېږي او د 'بابا' په نوم ښارګوټی چې د دوشنبې په ورځ یې د بنسټ ډبره کېښودل شوه، ټاکل شوې د ۲۰۲۳ کال تر پایه بشپړ شي. د هر کور د جوړولو لګښت ۴۴۰۰ ډالره اټکل شوی دی. موږ پلان لرو چې په غارونو کې استوګن کورنیو ته سرپناه ورکړو."

نوموړی زیاتوي، د دې ښارګوټي بنسټ د دوشنبې په ورځ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د محافظتي خدمتونو څانګې د مرستیالې جیلیان تریګز په حضور کې کېښودل شو چې د ۲۰۲۳ کال تر پایه به بشپړ شي.

په بامیان ولایت کې د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس فضل عمر اخندزاده ازادي راډيو ته وویل، یاد ریاست د دغه ولایت د ښاروالۍ په همکارۍ د دغه ښارګوټي د جوړېدو لپاره ۶۰ جریبه ځمکه په پام کې نیولې ده.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې، محلي رسنیو راپور ورکړی و چې د طالبانو حکومت په سمڅو کې مېشتو کورنیو ته ویلي چې ترې ووځي، خو د طالبانو حکومت دا ادعا رد کړې وه.

د باميان ولايت په مرکز کې غارونه یا سمڅې چې تاريخي ځايونه دي، د کورنيو بې‌ځایه شويو په استوګنځایونو بدل شوي دي.

XS
SM
MD
LG