د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۴

د بامیانو په سمڅو کې د میشتو خلکو برخلیک


ټیلګراف:

د ټیلګراف ورځپاڼې بیا د بامیانو په سمڅو کې د میشتو خلکو په اړه لیکنه کړې ده.

د دې لیکنې په یوه برخه کې راغلي د بامیانو په سمڅو کې د مېشتو تقریباً لس زره خلکو څخه اوس ډېر کم په دې سمڅو کې پاتې دي او ښايي دوی هم ډېر ژر مجبور شي چې له دې لرغونو سمڅو کډه شي، ځکه د ورځپاڼې په وینا چارواکي غواړي په دې لرغونې سیمه کې داسې ځایونه جوړ کړي چې د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو لپاره یې وکاروي.

ورځپاڼه په دې سمڅو کې د میشتې یوې کورنۍ کیسه کوي چې وايي، له بل ولایته د جګړې له کبله د بامیانو سمڅو ته راغلي، ځکه دا سمڅې په ژمې کې تودې او اوړي کې سړې وي.

پر دې سربېره د بامیانو یو شمېر اوسیدونکو د هغو لپاره چې په دې سمڅو کې اوسي یو ښوونځی جوړ کړی او کار هم ورته پیدا شوی دی.

ورځپاڼه وايي، بامیان چې د افغانستان یو نسبتاً ارام ولایت دی اوس یې چارواکي د دې سمڅو د خالي کولو هڅه کوي.

په سمڅو کې میشتو خلکو ته ژمنه ورکړل شوی چې دوی ته به بل ځای د کورونو لپاره مځکې ورکړل شي. خو هغه کورنۍ چې لاهم په دې سمڅو کې اوسېږي وايي، د حکومتي چارواکو دا ژمنه هم ورته د دوی د هغو نورو ژمنو په څېر ښکاري چې هېڅکله پوره شوې نه‎دي.

باسټن ګلوب ورځپاڼې په خپلې وروستۍ ګڼې کې د افغانستان ملي اردو د هغو ښځینه سرتېرو څو تصویرونه خپاره کړي چې د کابل پوځي اکاډمۍ کې روزنه ورکول کېږي.

ورځپاڼې له دې تصویرونو سره لیکلي:

د کابل په پوځي اکاډمۍ کې په دې عکسونو کې د پوځي روزنې سره د افغان ښځو لېوالتیا څرګندېږي، خو د افغانستان په دودیزه او محافظه کاره ټولنه کې شته واقعیتونو او تاوتریخوالي زیاتېدو د دې ځوانو نجونو راتلونکې بې باوره کړې ده.

د باسټن ګلوب ورځپاڼه وايي، د پوځي اکاډمۍ په یو ټولګي کې چې ۱۵۰ نجونې په کې په پوځي زده‎کړو بوختې دي، ټولې ویاړي چې د خپل هېواد د دفاع لپاره چمتو کېږي او په دې دفاع کې برخه اخلي.

په ورځپاڼه کې د دې پوځي اکاډمۍ د بېلابېلو برخو تصویرونه خپاره شوي چې په کې افغان نجونې په پوځي یونیفورم کې د نظامي زده‎کړو پر مهال لیدل کېږي.

په یو عکس کې هغه جومات ښودل شوی چې د نظامي اکاډمۍ محصلانې لمونځ ادا کوي.

په ځینو عکسونو کې دا نظامي محصلانې د نورو ورزشونو په حال کې لیدل کېږي.

XS
SM
MD
LG