د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۲

يو افغان ځوان له زده‌کړو محرومو ماشومانو لپاره ګرځنده ښوونځی جوړ کړی


د کابل ختیځ کې د وزیر خان له لوري جوړ شوی ګرځنده ښوونځي
د کابل ختیځ کې د وزیر خان له لوري جوړ شوی ګرځنده ښوونځي

د کابل په ختیځ کې د وزیر خان په نوم یو ځوان د خپلې سیمې هغو لسګونو ماشومانو ته چې له زده‌کړو محروم وو، ګرځنده ښوونځی جوړ کړی دی.

د دې ښوونځي زده کوونکي تر شنه اسمان او زېړي لمر لاندې ناست دي او درس وايي.

دغه ټولګی ودانۍ نه‌لري او زده کوونکي یې کله یو او کله بل ځای راټولېږي چې درس ووايي.

د 'نن ماشوم' ښوونځی چې اوسمهال درې ټولګي لري او پنځه مضمونه سیرت النبي، پښتو، دري، انګلیسي او د وینا فن په‌کې تدریسېږي، د تېر ۲۰۲۲ میلادي کال په سپټمبر کې د وزیر خان په نوم د یوه ځوان له‌خوا جوړ شوی.

وزیر خان وايي، د سیمې ماشومان یې لیدل چې له زده‌کړو پرته رالوېږي، ځکه په خپله سیمه کې د ښوونځي د جوړولو انګېزه ورته پیدا شوه.

نوموړی وايي: "ما په خپل کلي کې کتل چې ډېر ماشومان زده‌کړو ته نه تلل، په لارو او کوڅو کې ګرځېدل او خپل وخت یې هسې ضایع کاوه، په دوی مې زړه وسوځېد او فکر مې وکړ چې راځه د دوی لپاره د زده کړو فرصت برابر کړه چې یو څه زده کړي."

وزیر خان وايي، تر ښوونځي پیلولو مخکې په ټول کلي کې وګرځېد او د کورنیو له مشرانو سره یې خبرې وکړې څو هغوی خپل ماشومان د ده پیلېدونکي ښوونځي ته ور ولېږي او له هغه وروسته یې تدریسي بهیر پیل کړ.

د دې ښوونځي زده کوونکي تر شنه اسمان او زېړي لمر لاندې ناست دي او درس وايي.
د دې ښوونځي زده کوونکي تر شنه اسمان او زېړي لمر لاندې ناست دي او درس وايي.

د 'نن ماشوم' ښوونځي دوه زده کوونکي وايي، خوشاله دي چې درس وايي، خو دوی دا غوښتنه هم کوي چې د حکومت له‌خوا دې رسمي ښوونځی ورته جوړ شي.

يوه زده‌کوونکي ازادي راډيو ته وويل: "زما نوم سارا ده، دلته درس وایم. اوس خو هوا ښه شوې ده، په ژمي کې هم دلته راتللو او درس مو وایه، له حکومت څخه مو غوښتنه ده چې دلته ښوونځی جوړ کړي."

دغه راز يو بل زده‌کوونکی وايي: "زما نوم وکیل خان دی، دوه میاشتې کېږي چې دلته درس وایم، زه ډېر خوشاله یم چې ۵ مضمونه درس راکوي."

د 'نن ماشوم' ښوونځي بنسټګر وزیر خان وايي، د چا له‌خوا مرسته نه‌ده ورسره شوې او په خپلو شخصي امکاناتو او هڅو یې درسي بهیر روان ساتلی.

نوموړی زیاتوي، کتابونه، کتابچې او قلمونه زده‌کوونکو اخیستي او د وړیا تدریس فرصت ده او څو نورو ځوانانو چې له ده سره په رضاکاره توګه کار کوي، برابر کړی.

وزیر خان وايي، نور لوستي ځوانان هم کولای شي، په خپلو سیمو کې هغو ماشومانو ته د زده‌کړو وړیا فرصت برابر کړي چې له زده‌کړو محروم دي.

هغه وايي: "هر ځوان باید په یوه برخه کې د هېواد لپاره کار وکړي او دا یې مسووليت هم دی چې ټولنې ته کار او خدمت وکړي. موږ هم ځوانانو ته پیغام ورکوو چې تاسې هم کولای شئ، په خپلو سیمو کې د خپل وس مطابق فعاليت وکړي."

د کابل په ختیځ کې داسې مهال د یوه ځوان له‌خوا ګرځنده ښوونځی جوړېږي چې د زده‌کړو د برخې یو بل فعال مطیع‌الله ویسا لا هم د طالبانو په زندان کې دی او د نجونو پر مخ تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي او پوهنتونونه تړلي دي.

که څه هم په ځلونو په هېواد کې دننه زده کوونکو او کورنیو یې او په بهر کې ګڼو حکومتونو او بنسټونو د طالبانو له‌خوا د نجونو پر زده‌کړو د بندیز د پای ته رسېدو غوښتنه کړې، خو د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست څو اوونۍ وړاندې په پنجشېر کې رسنیو ته وویل چې لا هم په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو لپاره شرایط مناسب نه‌دي، خو د زده‌کړو د برخې فعالان دا ادعا د طالبانو له هغې ادعا سره په ټکر کې بولي چې وايي، په ټول افغانستان کې امنیت دی او هېچا ته هم ګواښ نه‌شته.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG