د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۴

له نړیوالو سازمانونو د ګوټېرېش غوښتنه: د ښځو تر څنګ ودرېږئ


د ملګرو متلونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش
د ملګرو متلونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش وايي، د ښځو او نجونو د حقونو په وړاندې د سیستماتیکو بریدونو پر وړاندې به هیڅکله هم چپ پاتې نه‌شي.

هوسۍ چې د ننګرهار ولایت اوسېدونکې او د بیولوژۍ ځانګې د درېیم کال محصله وه وايي، د طالبانو په راتګ سره له خپلو درسونو محرومه شوې او اوس یې خیاطۍ ته مخه کړې ده.

۲۵ کله هوسۍ وايي، تعلیم یې حق دی او باید دا حق ترې وانه‌خیستل شي.

اغلې هوسۍ له ازادی راډیو سره په خبرو کې وویل، طالبان باید افغان مېرمنو ته خپل شرعي حقونه ورکړي.

نوموړې وايي: "په دغه سیاسي تحولاتو کې زموږ پوهنتونونه بند او موږ له زده کړو محروم شولو، زموږ ټولې هیلې د خاور لاندې شوې. زما هیله دا ده چې زه زده کړې وکړم، ماسټري وکړم، د وظیفې څښتنه شم، د وظیفې له طریقه خپل وطن ته خدمت وکړم او خپلې کورنۍ ته خدمت وکړم. اوس خیاطي کوم او د همدې له لارې خپله کورنۍ چلوم."

اغلې هوسۍ وايي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو ټول بشري حقونو تر پښو لاندې شوي دي.

د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر ډسمبر په وروستیو کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې.
د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر ډسمبر په وروستیو کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې.

هوسۍ داسې مهال د خپلو حقوقو د محرومیت کیسه کوي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش ویلي، ښځې او نجونې په هر ځای کې د عزت او ښه ژوند مستحقې دي.

نوموړي د جمعې ورځې ناوخته په یوه ټویټ کې ویلي، دوی به هیڅکله د ښځو او نجونو پر حقونو باندې د بې سارو سیستماتیکو بریدونو پر وړاندې چوپ پاتې نه‌شي.

هغه د بشري حقونو له ټولو ملاتړو سازمانونو غوښتنه کړې چې د ښځو تر څنګ ودرېږي ځکه په خبره یې، دوی د خپلو اساسي حقونو غوښتنه کوي.

انټونیو ګوټېرېش تېره اوونۍ د شنبې ورځ هم په یو ټویت کې په افغانستان کې د ښځو د کار کولو پر حق د محدودیتونو لرې کولو غوښتنه کړې وه.

دا څرګندونې داسې کېږي چې په افغانستان کې نجونې له شپږم ټولګي پورته له ښوونځیو او پوهنتونونو محرومې شوي.

د ملګرو ملتونو سازمان او نورو بشري حقونو ملاتړو سازمانونو په ځلونو دا ویلي چې طالبان د ښځو پر وړاندې له تاوتریخجن چلند کار اخلي او حقونه یې نه تامینوي، خو طالبانو بیا تل دا تورونه رد کړي دي او ویلي يې دي، د اسلامي شریعت په چوکاټ کې یې ښځو ته د دوی حقونه ورکړي دي.

د کابل ښار کې د زرغونې عالي لېسه چې اوس د طالبانو له لوري له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ بنده ده.
د کابل ښار کې د زرغونې عالي لېسه چې اوس د طالبانو له لوري له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ بنده ده.

طالبانو په افغانستان کې پر نجونو او ښځو له زده کړو او کار پرته په نورو برخو کې هم محدودیتونه لګولي دي.

دوی تفریحي پارکونو، ورزشي کلبونو او ښاري ښځینه حمامونو ته د تګ اجازه نه لري او دغه شان له شرعي محرم پرته له لرې واټن سفر هم منع شوي دي.

د طالبانو دا اقدمات په کور دننه او نړیواله کچه له غبرګونونو سره مل دي، خو دوی تر اوسه خپلې پرېکړې نه دي بدلې کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG