د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۲

د طالبانو د سخت دریځو فرمانونو دوام ته اندېښنه وښودل شوه


ارشیف: د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې په ټول افغانستان کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروزاې وتړلې.
ارشیف: د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې په ټول افغانستان کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروزاې وتړلې.

د امریکا متحده‌ایالاتو د استازو جرګې د بهرنيو اړیکو کمېټې د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي ته یوه لیک کې په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د افغان نجونو او ښځو په اړه د سخت دریځو فرمانونو دوام ته سخته اندېښنه ښودلې.

په داسې حال کې چې ملګرو ملتونو ویلي، له ستونزو سره سره په افغانستان کې خپل فعالیت ته دوام ورکوي، د متحده ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې په یو لیک کې د ملګرو ملتونو د سازمان له سرمنشي غوښتي چې له افغان مېرمنو پرته؛ دا سازمان باید یوازې له نارینه‌و سره د بشري مرستو د دوام په اړه کلک مخالفت وکړي.

دغه لیک کې چې تېره ورځ د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش ته استول شوی او د ډیموکرات ګوند د استازو ملاتړ هم لري په‌کې راغلي چې تر دې مخکې هېڅ رژیم د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو د کار کولو مخه نه‌‌ده نیولې.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش

په لیک کې راغلي چې ښځې د هر بشردوستانه ځواب لپاره بنسټیزې دي او په افغانستان کې د باور وړ بشري مرستو په رسولو کې باید د ښځو او نارینه‌وو بشپړ او خوندي ګډون شامل وي.

د امریکا متحده‌ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې په لیک کې زیاته شوې، دا بندیز د افغان مېرمنو بنسټیز بشري حقونه تر پښو لاندې کوي او په ټول افغانستان کې ډېرې اړینې بشري هڅې له خطر سره مخامخ کوي.

دغه شان په دې لیک کې یادونه شوې چې پر ښځو د طالبانو د بندیزونو پرېکړو ته د ملګرو ملتونو د منشور خلاف د دغه سازمان ځواب به پر افغانستان او د ملګرو ملتونو پر باور تل پاتې اغېز ولري.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما په یوه اعلامیه کې د طالبانو له‌خوا پر مېرمنو د کار کولو بندیز وغانده، خو ويې ویل چې په افغانستان کې د پاتې کېدو ژمنه کوي.

د یوناما په اعلامیه کې راغلي، د طالبانو دغه پرېکړې د دوی کار په جدي ډول کمزوری کوي.

د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ ویلي، په افغانستان کې یې د خپلو فعالیتونو په اړه د بېلابېلو لوریو او شریکانو سره تر سلا مشورو وروسته پرېکړه وکړه چې له ستونزو سره سره په افغانستان کې خپل فعالیتونه نه‌شي بندولی.

خو د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې نړیواله ټولنه د طالبانو په وړاندې په نه قاطعیت تورنوي.

د ښځو د حقونو یوې افغانې فعالې زرغونه ولي ازادي راډيو ته وویل: "نړیواله ټولنه باید ګډه هڅه وکړي تر څو افغان ښځې بېرته کار ته راوګرځي، په دې سره به افغان مېرمنې هم کار وکړي هم خدمت."

ثریا چې په نیمروز ولایت کې یې په یوه نادولتي بنسټ کې دنده درلوده، خو د طالبانو وروستۍ پرېکړې اغېزمنه کړې او اوس پر کور ناسته ده وايي، ملګري ملتونه یوازې اعلامیې ورکوي، خو عملي اقدام نه‌کوي.

نوموړې وايي: "ملګري ملتونه یوازې اعلامیې ورکوي او هېڅ عملي اقدام نه‌کوي له افغان مېرمنو د دوی ملاتړ یوازې تر خبرو محدود دی."

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سازمان د روانې مې میاشتې په لومړۍ او دویمه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د وضعیت په اړه د نړۍ د استازو غونډه راغوښتې وه او مخکې تر دې د دغه سازمان دوو لوړ پوړو پلاو کابل ته سفرونه هم وکړل، خو طالب چارواکو سره تر لیدنو کتنو وروسته هم د طالبانو حکومت پر افغان ښځو د محدودیتونو په تړاو خپلې پرېکړې بدلې نه‌کړې.

د دوحې یوه څنډه. ملګرو ملتونو د روانې مې میاشتې په لومړۍ نېټه په دې ځای کې د افغانستان په اړه یوه غونډه رابللې وه.
د دوحې یوه څنډه. ملګرو ملتونو د روانې مې میاشتې په لومړۍ نېټه په دې ځای کې د افغانستان په اړه یوه غونډه رابللې وه.

د نړۍ هېوادونو هم په وار وار د افغان ښځو په ملاتړ او پر دوی د لګېدلو محدودیتونو په ځانګړي ډول د زده‌کړو او کار حق ورکولو په تړاو خپل غږ پورته کړی دی.

طالبانو د ۲۰۲۱ میلادي کال په اګسټ میاشت کې پر افغانستان تر واکمنېدو ورسته سمدستي پر افغان نجونو او ښځو د محدودیتونو لګولو ته مخه کړه.

نجونې یې له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونه له زده‌کړو او ښځې یې د ملګرو ملتونو په ګډون په ټولو نا دولتي مؤسسو کې له کار کولو منع کړې.

د طالبانو دغو پرېکړو پر کور دننه او بهر پراخه غبرګونه درلودل او لا هم د دغه غبرګونونو لړۍ روانه ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG