د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۳

نړیوالې ورځپانې د افغانستان په اړه څه وايي؟


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

د افغانستان په اړه نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه

انډیپنډنټ:

برتانوۍ انډیپنډنټ ورځپاڼه د افغانستان په اړه تر دې سرلیک لاندې چې په طالبانو کې دننه د دې لپاره چې ښځینه ډاکټرانې ښځې له نورو جلاکړي، فشارونه روان دي، په یوه مطلب کې لیکي، وروسته له هغې چې طالبانو تېر کال په افغانستان کې واک ترلاسه کړ، د کابل د ښځو په روغتون کې د امیده مومند د ټولګي نږدې درېیمه برخه ډاکترانې له هېواده وتښتېدې.

هغه وایي، د دغو ډاکترانو په وتلو سره د روغتون پر پرسونل فشارونه زیات شوي دي.

انډیپنډنټ لیکي، مېرمن مومند پرېکړه وکړه چې پاتې شي او د خپلې زده کړې یولس کلنه دوره بشپړه کړي څو په افغانستان کې د ښځو لپاره روغتیایي خدمتونه ترسره کړي.

د ورځپاڼې په لیکنه، مېرمن مومند په ورځ کې د نسایي او ولادي ناروغانې معاینه کوي او په یوه خونه کې چې ځینې وختونه له ګڼې ګوڼې ډکې او ناروغانې یې پر غولي پرتې وي، پر هغو امېندوارو ښځو څارنه کوي چې له لوړ خطرسره مخامخې وي.

د شپې له خوا هم ډېر وخت په غیرطبعي ډول د ماشومونو د زېږېدو لپاه د سیزیریان عملیات ترسره کوي.

د انډیپنډنټ په لیکنه د مېرمن مومند هوډ چې په خپل هېواد کې پاتې شوې چې خلکو ته روغتیایي خدمتونه ترسره کړي، په حیرانونکي ډول د طالبانو له غوښتنې سره هم اړخ لګوي.

د طالبانو چارواکي چې په افغانستان کې د یوې محافظه کاره اسلامي ټولنې د رامنځته کېدو هیله کوي، وایي، د ښځو روغتیا پالنه باید د نورو ښځو له خوا وشي.

دا په دې معنی چې ډېرې ښځینه ډاکترانې باید وروزل شي.

خو دغه هدف هله ترلاسه کېدای شي چې طالبان له شپږم ټولګي پورته نجونې زده کوونکي پرېږدي چې خپلې منځنۍ او د لېسې زده کړې بشپړې څو لوړه زده کړو ته لاره پیدا او د نورو رشتو ترڅنګ د طب پوهنځی ولولي.

د هیل:

امریکایۍ د هیل ورځپاڼې په خپله ورورستۍ ګڼه کې د نوموتې ښځینه فعالې او د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې د غړې فوزیه کوفي په قلم یوه لیکنه، د افغانستان ثبات: د بشري حقونو او د ښځو حقونو ته لومړیتوب ورکړئ، تر سرلیک لاندې خپره کړې ده.

کوفي د دې لیکنې په یوه برخه کې لیکي، په تېر اګست کې واک ته له رسېدو وروسته طالب مشرانو تر دېرشو زیات فرمانونه صادر کړي چې له مخې یې پر نجونو او ښځو بندیزونه او محدودیتونه لګول شوي چې هغوی ېې له ورځني ژوند، ازادۍ او خپلو هیلو ته له رسېدو څخه محرومې کړي دي.

د مېرمن کوفي په لیکنه که څه هم د طالبانو لخوا ښوونځي ته د تنکيو نجونو پرتګ بندیز په دې ورځو کې کله ناکله نړیوال خبرونه جوړوي، خو د طالبانو په واکمنۍ کې د افغان ښځو د ژوند تریخ او دردونکی حقیقت تر دې هم ډېر وحشتناک دی.

طالبانو د تاوتریخوالی یو منظم سیستم رامنځته کړی چې هدف یې د جنسیتي توپیر پر اساس د دوی د یوه مېکانېزم پیاوړي کول دي.

داسې یو سیستم چې یومخ د عامه ژوند له ټولو برخو څخه د ښځو او نجونو پر لیرې کولو متمرکز دی.

مېرمن کوفي یې د نجونو پر زده کړو بندیز یو جز بولي.

مېرمن کوفي د خپلې دې لیکنې په پای کې لیکي، نړیواله ټولنه نه شي کولای چې افغانستان د سپټمبر د ۱۱مې تروریستي حملو مخته وضعیت ته بېرته وروګرځي.

د هغې په لیکنه موږ اجازه نه شو ورکولای چې د ازادۍ او د ښځو د حقونو هغه تخم چې په تېرو شلو کلونو کې په ډېر احتیاط سره کرل شوی، د طالبانو لخوا له منځه یوړل شي.

XS
SM
MD
LG