د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۲

اینډیپینډینټ: طالبانو په بغلان او تخار کې ښځې له ډله ییزو ګرځېدو منع کړي


ارشیف: په تخار کې یو شمېر ښځې
ارشیف: په تخار کې یو شمېر ښځې

اینډیپینډینټ:

په داسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې مسلمانان کوچنۍ اختر نمانځي، د اینډیپینډینټ ورځپاڼې لیکلي، په افغانستان کې لږ تر لږه په دوو ولایتونو کې طالبانو ښځو ته امر کړی چې د اختر په ورځو کې دې له راټولېدو او ډله ییزه توګه له ګرځېدو ځان وساتي.

د ورځپاڼې په وینا که څه هم د طالبانو دا امر په ټول هېواد کې نه دی او یوازې په بغلان او تخار ولایتونو کې ښځو ته شوی، خو دا پر افغان ښځو د محدودیتونو د لګولو لپاره د طالبانو لومړنۍ اقدام نه دی.

تر دې څه موده مخکې په هرات کې ښځو ته امر شوی و چې باغچه لرونکو رسټورانټونو ته دې نه ورځي.

د اینډیپینډینټ په لیکنه، د ښځو د کار، زده کړو او ژوند د محدودولو لپاره دا ډول فرمانونه ټول د طالبانو د لوی مشر ملاهبت الله اخوند له دفتره صادرېږي.

ورځپاڼې همدارنګه واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته بېلابېل هغه بندیزونه یاد کړي چې طالب مشرانو د زده کړو، کار او له کوره بهر د ټولنیزو فعالیتونو په برخو کې پر افغان ښځو لګولي دي.

ارټ نیوزپیپر:

د ارټ نیوزپیپر په نوم کلتوري خپرونې په خپلې وروستۍ ګڼې کې لیکلي، یونسکو د افغانستان د فرهنګي میراثونو د خوندیتوب لپاره د څو میلیونو ډالرو په ارزښت پر پروژو کار کوي.

د ورځپاڼې په وینا له له دې څخه یوه د بامیانو د لرغونو اثارو د ساتنې پروژه ده چې کار یې واک ته د طالبانو له بیا ځلي ستنېدو سره درېدلی وه، خو اوس د ایټالیا په مالي لګښت بیا پیل شوې ده.

په لیکنه کې وړاندې ویل شوي چې د تېر کال په نومبر میاشت کې د نړۍ له بېلابېلو برخو لرغونپوهان د ایټالیا په فلورنس ښار کې په یو کنفرانس کې راټول شول او د افغانستان د فرهنګي میراثونو او لرغونو اثارو د زیانمننې په اړه یې خبرې وکړې.

د خپرونې په باور ددې هڅو په مرکز کې د بامیانو د لرغونو اثارو د خوندیتوب مسئله ده.

ارټ نیوزپیپر وايي، د ۲۰۲۲ م کال په پای کې د ایټالیا حکومت د دې پروژې بودیجه تصویب کړه او د فبروري په میاشت کې یې په بامیانو کې عملي کېدل پیل شوي دي.

یونسکو په افغانستان کې د جام منار د خوندیتوب لپاره د هڅو سربېره په کندهار او غزني کې هم د لرغونو اثارو د ساتنې ځینې پروژې تمویلوي.

یونسکو همدا اوس په جام کې ۸۰ په سمنګان کې ۶۰ او په زابل کې هم ۶۰ سیمه ییز کارکوونکي لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG