د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۸

په کابل کې یوه بنسټ ۱۵۰ یتیمو ماشومانو ته د وړیا زده کړو زمینه برابره کړې


د کابل په احمدشاه بابا مېنه کې د یار هنري بنسټ له لوري بې سرپرسته ماشومانو ته د جوړ شوي ټولګي انځور
د کابل په احمدشاه بابا مېنه کې د یار هنري بنسټ له لوري بې سرپرسته ماشومانو ته د جوړ شوي ټولګي انځور

په کابل کې یو هنري بنسټ ۱۵۰ یتیمو ماشومانو ته د وړیا زده کړو زمینه برابره کړې ده.

د دغه مرکز مسوولان وايي، هڅه یې دا ده چې په خپل دې مرکز کې هغه بې سرپرسته نجونو او هلکانو ته زده کړې ورکړي چې بې وزله وي.

دې بنسټ د کابل په ۱۲مه ناحیه یا احمدشاه بابا مېنه کې بې سرپرسته نجونو د یتیمو او بې سرپرسته نجونو لپاره په وړیا توګه د زده کړو یو ټولګی جوړ کړی.

د ياد مرکز مسوول بختيار يار ازادي راډيو ته وويل، په دې هنري مرکز کې نجونو او هلکانو ته د هنري زده‌کړې ترڅنګ عصري مضامین هم تدرسېږي.

هغه وايي، په دې په دې مرکز کې ۱۵۰ هغه بې وزله او یتیمو نجونو او هلکانو ته یې د وړیا زده کړو زمینه برابره کړې ده چې په ښار کې يې د نفقې د پيدا کېدو لپاره مختلف کارونه کول او له زده‌کړو بې‌برخې وو.

هغه ازادي راډيو ته وویل: "زه خپله هم نهه کلن ومه، چې پلار مې وفات شو، يتيم پاتې شومه، د اقتصادي مشکلاتو او کور د مشکلاتو له امله ما ونه‌شوای کولی چې نورې زده‌کړې وکړمه. زده‌کړې مې په نيمايي کې پاتې شوې، خو د هنر په برخه کې مې کار وکړ، هنر کې ورسېدمه، اوس الحمدلله د هنر په برخه کې شاګردان لرمه."

نوموړی وايي، ډېری نجونې يې هم د هنري فعاليتونو په برخه کې روزلي چې اوس يې له لارې خپلو کورنيو ته نفقه پيدا کوي.

د دغه مرکز مسوولان وايي، هڅه یې دا ده چې په خپل دې مرکز کې هغه بې سرپرسته نجونو او هلکانو ته زده کړې ورکړي چې بې وزله وي.
د دغه مرکز مسوولان وايي، هڅه یې دا ده چې په خپل دې مرکز کې هغه بې سرپرسته نجونو او هلکانو ته زده کړې ورکړي چې بې وزله وي.

هغه زده‌کوونکې چې د يار په نوم هنري مرکز ته د زده‌کړو لپاره ورځي، وايي، دلته ورته د ښوونځي اړوند بېلابېل مضامين هم تدريسېږي.

بهشته چې په ياد مرکز کې زده‌کړې کوي او له شپږم ټولګي پورته ښوونځی يې پر وړاندې تړل شوی وايي، اوسمهال ورته د اووم ټولګي بېلابېل مضامين په وړيا ډول تدريسېږي.

نوموړې وايي: "زه په اووم ټولګي کې زده‌کوونکې وم، اوس مکتبونه هم زموږ بند شوي دي، يار هنري مرکز کې زه زده‌کړه کوم، انګليسي، پښتو، رياضي، رسامي او قران‌کريم په وړيا ډول دلته زده‌کوم."

یوه بله زده‌کوونکې رحيمه چې يتيمه هم ده، وايي، د طالبانو حکومت دې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانېزي.

نوموړې ازادي راډيو ته وويل: "زه په شپږم ټولګي کې زده‌کړه کوم، زه په وړيا ډول دلته زده‌کړه کوم، موږ دلته قران‌کريم، رياضي، پښتو او رسامي وايو. له دولت څخه مو دا غوښتنه ده چې د نجونو مکتبونه خلاص کړي."

وروسته له هغه چې طالبانو د نجونو پر وړاندې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي وتړل، ځينو ښوونيزو بنسټونو او فرهنګي مرکزونو په وړيا ډول نجونو ته د ښوونځيو اړوند مضامينو تدريس راپيل کړ.

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت مسوولانو څوڅو ځل ويلي چې د نجونو د ښوونځيو تړل کېدل لنډمهالي دي، خو نجونې زده‌کوونکې د طالبانو له حکومت غواړي چې ښوونځي دې ورته پرانيستل شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG