د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۱

يونېسف د افغان ماشومانو لپاره د محلي ټولګيو شمېر ۲۱ زرو ته رسوي


ارشیف: په هلمند کې د یونېسف په مالي ملاتړ د جوړ شوي یوه ټولګي انځور
ارشیف: په هلمند کې د یونېسف په مالي ملاتړ د جوړ شوي یوه ټولګي انځور

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یونېسف وايي، د افغان ماشومانو د روزنې لپاره به د روان کال تر پایه د محلي ټولګیو شمېر ۲۱ زرو ته ورسوي.

یونېسف په بامیانو کې د یوه محلي ټولګي د عکس په خپرولو سره ویلي، د محلي ټولګیو متعلمین نجونې او هلکان د دوو کلونو درس په یوه کال کې بشپړوي.

د یونېسف په خبره دا زده کوونکي په خورا لېوالتیا خپلو ټولګیو ته ورځي.

دا د یونېسف د چټکو زده کړو د پروګرام یوه برخه ده چې په افغانستان په تېره بیا هغو سیمو کې تطبیقېږي چې دولتي ښوونځي ترې لرې دي یا یې نجونې او هلکان په پراخه کچه له تعلیم محروم دي.

د یونېسف دا پروګرام د اسیا بانک، نړیوال بانک جنوبي اسیا او د اروپايي ټولنې د بشري مرستو د پروګرام له‌خوا تمویلېږي.

دمګړی په بامیانو کې ۴۶۶ محلي ټولګي پرانیستي چې په‌کې د راپورونو له مخې ۹۴۰۰ نجونې او هلکان زده کړې کوي.

له شپږو سوو ډېرې ورځې وشوې چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.
له شپږو سوو ډېرې ورځې وشوې چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

یونېسف په خپل بیان کې ژمنه کړې چې د روان ۲۰۲۳ کال تر پایه په ټول افغانستان کې د داسې محلي ټولګیو شمېر ۲۱ زرو ته رسوي.

ملګرو ملتونو داسې وخت د محلي ټولګیو د شمېر د زیاتولو خبره کړې چې پر افغانستان واکمنو طالبانو په ټول هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي او د لوړو زده کړو موسسې او پوهنتونونه د نجونو پر مخ تړلي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال له اګسته د نجونو د تعلیم په وړاندې محدودیت وضع کړی او د نجونو د لوړو زده‌کړو مخه یې هم د ۲۰۲۲ کال په اخرو کې ونیوله.

د طالبانو د دغو پرېکړو په اړه د نړیوالو تر سختو نیوکو او غبرګونو وروسته طالبانو په وار وار خپل دریځ تکرار کړی چې دغه ښوونځي او پوهنتونونه به تر هغو تړلي وي، تر څو چې د دوی په خبره شرعي او اسلامي چاپېریال ورته برابر شوی نه‌وي.

د افغانستان په جنوب کندهار او هلمند کې بیا طالبان یو ګام نور هم مخکې تللي او همدا تېره اپرېل میاشت یې د ټولو مؤسسو له‌خوا تمویلیدونکي محلي ټولګي وتړل.

د راپورونو له مخې یوازې یونېسف په کندهار کې نږدې ۱۶۰۰ محلي ټولګي جوړ کړي وو چې له لارې یې د کندهار په بېلابېلو لرو پرتو سیمو کې لږ تر لږه پنځوس زره وړې نجونې او هلکان په تعلیم بوخت وو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG