د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۷

اقتصادي ستونزې؛ ځینې کارګر ماشومان: د زده کړو پر ځای مو کار انتخاب کړی


ارشیف: د کابل ښار یوه څنډه کې کاګر ماشومان پلاستیکي کڅوړې پلوري
ارشیف: د کابل ښار یوه څنډه کې کاګر ماشومان پلاستیکي کڅوړې پلوري

یو شمېر کارګر ماشومان وایي، بې‌وزلۍ اړ کړي چې د کار او ښوونځي تر منځ یو انتخاب کړي.

۱۴ کلن کارګر ماشوم غلام علي وايي: "اوس اقتصادي وضعیت خراب دی او زه اړ یم کار وکړم."

د ده په خبره اړ شوی چې د کار او ښوونځي تر منځ یو انتخاب کړي.

غلام علي وایي، تېر کال یې اتم ټولګی پای ته ورساوه او اوس ښوونځي کې د نهم ټولګی د لوستلو پر ځای، ترکاري پلوري.

دا کار ګر ماشوم وایي، د کورنۍ یوازېنی ډوډی ګتونکی دی.

د غلام علي پلار ناروغه او مور یې هم پر کور ده او کومه دنده نه لري.

ده ازادي راډیو ته وویل: "تېر کلونه ښه و، هم به ښوونځي ته تللو او هم به مو کار کولو، خو سږ کال نه شم کولای درس ووایم، یوازې کار کوم، ځکه اقتصادي وضعیت ډېر خراب دی او بیې ډېرې لوړې شوي، د ورځې ۱۰۰/۱۵۰ یا ۲۰۰ کار کوم."

ارشیف: د کابل یوه څنډه کې یو ماشوم په کار بوخت دی
ارشیف: د کابل یوه څنډه کې یو ماشوم په کار بوخت دی

دولس کلن عمر بیا هره ورځ غرمه مهال په کابل کې د یوې وچې ډودۍ مرستې په تمه د نانوایي مخې ته ناست وي.

عمر پلاستیکي کڅوړې پلوري، خو په خبر یې دومره پیسې نه ګتي.

د عمر ګټه د ورځې ۳۰ یا۴۰ افغانۍ ده.

عمر وایي پلار یې په لاسي کراچۍ کې د خلکو سوداوې وړي، خو دا چې ناروغه دی، هره ورځ کار نه شي کولی.

عمر هم ادعا کوي چې د اقتصادي ستونزو له امله سږ کال ښووونځی ترې پاتې دی.

دی وايي: "سهار خلتې پلورم او ماسپیښین دلته راځم له دې ځایه ډوډی وړم. زما غوښتنه دا ده، چې باید کار وي، زموږ کارونه جوړ شي چې خپل درس ووایو او نور کار ونه وکړو."

ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظ وزله رې بېمېرمنې او ماشومان
ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظ وزله رې بېمېرمنې او ماشومان

په افغانستان کې د طالبانو له بیا راتګ وروسته د بې‌وزلۍ، بې‌کارۍ، د ښځو پر کار بندیز، مالي بحران او د عوایدو د کموالي له امله ګڼې کورنۍ خپل ماشومان کار ته استوي، چې د ژوند لګښتونه پرې پوره کړي.

د نړیوالو سازمانونو د راپورونو له مخې، ماشومان په افغانستان کې خورا زیانګالې ډله ده.

د ماشومانو د ملاتړ د ادارې سیف د چلډرن د ۲۰۲۲ کال احصایې ښيي چې اوسمهال په افغانستان کې یو میلیون ماشومان پر کار بوخت دي.

په جینوا کې د ملګرو ملتونو دفتر مخکې ویلي وو چې په ماشومتوب کې په ماشومانو باندې کار کول د هغوی وړتیا ورڅخه اخلي او فزیکي ځواک او ذهني وده یې زیانمنوي.

د ماشومانو د حقونو یو شمېر ملاتړي هم په دې نظر دي، د ماشومانو په زده کړو کې ځنډ د دوی راتلونکی تیاره کوي.

د ماشومانو د حقونو یو ملاتړي نثار احمد ازادي راډیو ته وویل: "زه ډېر اندېښمن یم، تاسو د هر هېواد د راتلونکي وړاندوینه د هغه هېواد د ماشومانو د ښوونې او روزنې له بهیر څخه کولای شئ، د ماشومانو وضیعت ته نه پاملرنه، هېواد ته له تیارې پرته بل څه نه ورکوي."

دا مهال په افغانستان کې یوازې هلکان کولای شي، له شپږم ټولګي پورته زده کړې وکړي خو دوی هم وايي چې یو شمېر هغو نه یې د اقتصادي ستوزو له امله پاتې دي.

طالبان په افغانستان کې واک ته تر بیا ځلي رسېدو وروسته د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په۱۵ نجونې له منځنیو ښوونځیو راوګرځولې او د تېر کال په ډسمبر میاشت کې یې پوهنتونونو ته له تګ هم منع کړې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG