د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

د بشري مرستو رسولو کې طالب چارواکي په لاسوهنه تورن شوي


ارشیف: په ارزګان کې د ملګرو ملتونو له لوري د مرستې رسونې له بهیره یو انځور
ارشیف: په ارزګان کې د ملګرو ملتونو له لوري د مرستې رسونې له بهیره یو انځور

په جینوا کې د افغانستان د دایمي استازولۍ یوه چارواکي طالبان تورن کړل چې د بشري مرستو په رسولو کې لاسوهنه کوي.

فیض خدا د کابل ښار اوسېدونکی دی چې هره ورځ له کراچۍ سره په شهرنو کې کار کوي.

نوموړی وايي، ډېری ورځې نه شي کولای چې خپلو ماشومانو د ډوډۍ پيسې پيدا کړي او د ورځې په پای کې دې ته اړ کېږي چې تش لاس کور ته ستون شي.

هغه ازادي را‌ډيو ته وويل: "ځینې وختونه دلته راځو، خو کار هېڅ نه پیدا کوو، له کراچۍ سره دې خوا ها خوا ځو. باور وکړئ، د دې لپاره چې ماشومان مې رانه څه ونه غواړي د شپې نهه بجې، لس بجې له مات زړه سره کور ته ځم، ځکه زه عاید نه لرم چې د هغوی غوښتنې پوره کړم، کتابچې او قلم ته اړتیا لري، خوړو ته اړتیا لري، کار ته راځم، خو د پنځو ډوډۍ پیسو هیله هم نه لرم، مور یې یو څه غواړي، ماشومان بل څه. هر وخت دا دعا کوم چې څوک ناروغ نه شي، ځکه د یوې نسخې درملو پیسې هم نه لرم."

فیض خدا وايي، تر اوسه يې هېڅ مرسته نه ده تر لاسه کړې او هيله لري چې د هغه وضعيت ته پاملرنه وشي.

په همدې حال کې يوې مېرمنې چې د نادولتي ادارې کارکوونکې وه او اوس يې خپله دنده له لاسه ورکړې، ازادي راډيو ته وويل چې د کورنۍ د نفقې پوره کولو توان نه لري.

نوموړې زياته کړه: "د طالبانو وروستي امر، زما په ژوند کې ډېرې ستونزې راولاړې کړې. اوس زما د ژوند تر ټولو لویه ستونزه، اقتصادي ستونزه ده او له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان يم."

د بې وزلۍ زیاتوالي او د مرستو کمښت په اړه اندېښنې په داسې حال کې دي چې په جینوا کې د افغانستان د دایمي استازولۍ یوه چارواکي، طالبان د بشري مرستو په رسولو کې په لاسوهنې تورنوي.

اقتصادي ستونزو او بې کارۍ په افغانستان کې بې وزلي ډېره کړې ده.
اقتصادي ستونزو او بې کارۍ په افغانستان کې بې وزلي ډېره کړې ده.

په جینوا کې د افغانستان د دایمي استازولۍ د بشري حقونو د څانګې سلاکار محب الله طیب په سویس کې د بشري حقونو د شورا په ۵۲مه غونډه کې ادعا وکړه چې طالبان د بشري مرستو په رسولو کې لاسوهنه کوي.

نوموړي چې د ملګرو ملتونو د پنجشنبې ورځې په ناسته کې خبرې کولې، ويې ويل: "طالبانو له نادولتي موسسې دې ته اړې کړي چې له هغوی سره ځان راجستر کړي او خپلو فعاليتونو په اړه هغوی ته معلومات ورکړي چې دا کار طالبانو ته دا زمينه برابروي چې د مرستو رسولو په بهیر کې مداخله وکړي."

خو طالبان د دې موضوع په ردولو وايي چې د مرستې رسولو بهير به په شفافه توګه ادامه ولري.

د طالبانو د حکومت وياند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت وياند ذبیح الله مجاهد

د طالبانو د حکومت وياند ذبیح الله مجاهد په دې اړه، ازادي راډيو ته وويل: "موږ دا ادعا ردوو، دا پخپله یو شخص دی، دویم دا چې موږ په افغانستان کې د مرستو لپاره زمینه برابره کړې ده. پخوا شفافیت نه و، خو اوس د اقتصاد وزارت جوړ شوی پلان او میکانیزم باید شفاف وي او موږ يې په چارو کې لاسوهنه نه کوو."

په داسې حال کې چې طالبان وايي، د نادولتي ادارو لخوا اړمنو ته د مرستو وېش په بهیر کې لاسوهنه نه کوي، خو د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې یې په دغو ادارو کې د ښځو پر کاربندیز ولګاوه.

د طالبانو له دې پرېکړې وروسته ډېرو نادولتي موسسو په افغانستان کې خپل فعاليتونه په نسبي او يا بشپړ ډول ودرول.

په نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار د بنديز لګولو وروسته، داسې شکایتونه کېږي چې پر اړمنو کسانو د مرستو بهير له ستونزو سره مخ شوی او اړمنو کسانو ته په ځانګړې توګه ښځو او نجونو ته لاسرسی کم شوی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG