د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۵

ملګري ملتونه: د افغانستان اوسنی نسل د نړۍ په کچه تر ټولو تیارې شېبې تجربه کوي


ارشيف
ارشيف

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمشنرې میشل باچلې د بشري حقونو شورا په پنځوسمه غونډه کې وويل، افغانستان اوس له ژور اقتصادي او بشري بحران سره مخ دی.

دې وویل چې په افغانستان کې حالات حساس دي او د طالبانو له لوري له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د بندېدو له کبله یو میلیون او یو لک نجونې له زده کړو بې برخې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنرې میشل باچلې پرون چهارشنبه د دغه سازمان د بشري حقونو شورا په غونډه کې چې په جینوا کې جوړه شوې وه، د طالبانو وروستي اقدامات د ښځو " سیستماتیک او بنسټیز " ځپل یاد کړل.

نوموړې وويل: "اجازه راکړی واضح ووایم، هغه څه چې نن افغانستان کې وینو، د ښځو سیستماتیک او بنسټیز ځپل دي، د ښځو پر فعالیتونو بندیزونه د هغوی د ژونو پر ټولو اړخونو اغېز کوي، له هغې ډلې روغتیایي خدمتونو ته د ښځو او ماشومانو لاسرسی محدودي او دوی له نفقې ګټلو او بشري مرستو بې برخې کوي."

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمشنره میشل باچلې
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمشنره میشل باچلې

نوموړې چې تېره مارچ میاشت کې یې افغانستان ته سفر کړی دی وایي، د تېر کال له اګست میاشتې راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي، افغانان په سخت اقتصادي، ټولنیز او بشري بحران کې ښکېل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازي نصیراحمد اندیشه هم د جینوا په غونډه کې پر طالبانو کلکې نیوکې وکړې.

نوموړي وويل: "یوې سخت دریځې او تاوتریخجنې ډلې د پرله پسې فرمانونو له لارې د افغانستان د خلکو حقونه او ازادۍ سلب کړي دي، ښځې سیاسي فعالیت نه‌شي کولای او حکومت کې ونډه نه‌لري. په حقیقت کې ښځې په ورځني ژوند کې له پامه غورځول شوي دي."

نصیر احمد اندیشه د جمهوري نظام له خوا د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا ته معرفي شوی و او لا هم خپلې دندې ته دوام ورکوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازی نصیراحمد اندیشه
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازی نصیراحمد اندیشه

طالبانو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا پر تازه اندیښنو تبصره نه‌ده کړې، خو له دې وړاندې یې دا ډول نیوکې رد کړي او ویلي یې دي، ښځو ته د اسلامي شریعت په رڼا کې حقونه ورکوي.

د طالبانو سرپرست حکومت د ښځو اړوند حقوقي تګلاره د دیني ارزښتونو یوه برخه او افغاني دودونه ګڼي او له نړیوالو یې هم غوښتي چې دې چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده تېره میاشت د ښځو په اړه خپل تازه فرمان کې وویل، که اړتیا نه وي ښځې دې له کوره نه راووځي.

د طالبانو د بیا واکمنېدو دادی ۱۰ میاشتې ووتې، خو تر اوسه په اکثرو ولایتونو کې نجونو له شپږم ټولګي پورته زده کړو څخه بې برخې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنرې د ښونځیو د بندېدو پر دوام هم اندېښنه وښوده او وې ویل، دې کار یو اعشاریه یو میلیون نجونې له تعلیمه بې برخې کړي دي.

XS
SM
MD
LG