د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۷

خلک: په کابل ښار کې جنايي جرمونه زيات شوي


کابل کې ښار کې د طالبانو يو انځور
کابل کې ښار کې د طالبانو يو انځور

په کابل ښار کې په دې وروستیو ورځو کې جنایي جرمونو د پیسو، موبایلونو او موټرو غلاوو کابل ښاریان اندېښمن کړي دي.

۲۶کلن ځوان رومل په کابل ښار کې د جنایي جرمونو له قربانیانو دی.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل، چې وسله والو غلو یې څه موده مخکې په رڼا ورځ ورنه موبایل یوړ او ده ته یې هم ګواښ وکړ.

ښاغلی رومل وايي: “په پارک کې ګرځېدم چې دوو کسانو چې په مخ یې دستمالونه یې تړلي وه موږ یې په تفنګچې وګواښلو او موبایل او پیسې رانه یې واخیستې او موږ ته یې وویل که خبرې وکړئ ډزې درباندې کوو.”

د کابل ښار بل اوسېدونکی احمدالله هم چې د غلا له يوې پېښې سره مخ شوی دی وايي، وسله والو غلو د ده له ګاونډي يې موټر سېکل يوړ.

نوموړی وايي: “تېره ورځ یې زموږ د ګاونډیو موټرسایکل د کور له مخې تر یوړ او تر هغه څو ورځې مخکې یو بل کس چې په دوکان کې په سودا پېرلو بوخت و، موټر سایکل یې ترې یوړ.”

پر افغانستان د طالبانو تر اته میاشتنۍ واکمنۍ وروسته اوس په دغه هېواد کې د وسله والو غلاوو او نورو جرمونو د زیاتېدو په اړه بیا اندېښنې زیاتې شوي.

خو د کابل لپاره د طالبانو د حکومت امنیه قوماندانۍ وایي، په کابل ښار کې د غلو د نیولو لپاره په جدي ډول هڅې روانې دي.

خو د دې قوماندانۍ ویاند خالد ځدران د پېښو د راکمولو په برخه کې د خلکو همکاري اړینه بولي.

ښاغلی ځدران وايي: “په کابل ښار کې د غلاوو او جنایي جرمونه کچه تر پخوا راټیټه شوې ده، که څه هم امنیت ټینګ دی خو که د غلا کومه پېښه کېږي په عاجله توګه د امنیتي ځواکونو له لوري ورته رسېدنه کېږي.”

ښاغلی ځدران وایي، دوی د شنبې په مازدیګر ۳ کسه غله چې غوښتل یې د کابل په پنځمه حوزه کې یو موټر وتښتوي له پښو وغورځول.

د دغو جرمونو د لاملونو په اړه ډېر کله بې کارۍ، بې وزلي، د کورنیو بد اقتصادي حالات او په ټولنه کې د بې هویته او بې مسولیته کسانو زیاتېدل ګڼل شوي دي.

په کابل ښار کې د وسله والو غلاوو د کچې لوړېدل نوې خبره نه ده، بلکې د تېر جمهوري نظام پر مهال هم د دغو پېښو او جرمونو کچه لوړه وه ان تر دې چې د کابل ښار اوسېدونکي به په لارو کوڅو کې د غلو له لوري وژل کېدل.

خو د طالبانو د حکومت د پیل په لومړیو ورځو کې دغه شان پېښې او جرمونه راکم او د امنیت د ټینګښت په تړاو یې د ښار اوسېدونکي هیله مند کړي وه.

د کابل ښار ځینې اوسېدونکي وايي که د دغو جرمونو مخه ډب نه شي کابل به د تېر په شان په لوړې کچې جنایي جرمونو لرونکې پلازمینې بدل او هېڅ څوک به د امن احساس نه کوي.

XS
SM
MD
LG