د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۵

زده‌کړو ته د نجونو هيلې؛ يونېسف: د افغان نجونو ښوونځي دې پرانيستل شي


د افغان نجونو يو ښوونځی - ارشيف
د افغان نجونو يو ښوونځی - ارشيف

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی صندوق یا یونېسف د بهرنیو ارتباطاتو مشره، ډامنیک ایزابیل هاید (Dominique Isabelle Hyde) چې تېره یکشنبه افغانستان ته تللې وايي، له ګڼو داسې نجونو سره یې کتلي چې تعلیم ته خورا زیاتې لېواله دي.

هغې پرون ناوخته له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې هم نجونو د خپلو هیلو خبرې ورته کړي.

"د جلال اباد په یوه ښوونځي کې مې فوق العاده افغان نجونې ولیدې. یوه هم نه شرمېده بلکې خبرې یې وکړې"

نوموړې وويل: "د جلال اباد په یوه ښوونځي کې مې فوق العاده افغان نجونې ولیدې. یوه هم نه شرمېده بلکې خبرې یې وکړې او د خپل راتلونکي په باب یې د خپلو هیلو کیسې راته وکړې. تر هر څه مخکې تعلیم د دوی په ذهن کې دی. ۱۲ کلنې نجیبې راڅخه غوښتنه وکړه چې اوسنیو بالفعل چارواکو ته ووایم ټولې نجونې د دې مستحقې دي څو خپل تعلیم ترلاسه کړي."

بل‌خوا په افغانستان کې د یونېسف د ارتباطاتو مشره، سم مورټ (Sam Mort) وايي، د ټولو نجونو خپلوان او د کورنۍ غړي همدا هیله لري، چې نجونې یې له تعلیم برخمنې وي.

نوموړې وايي: "په ټول افغانستان کې تعلیم ته د نجونو، د هغوی د وروڼو، مېندو، پلرونو او محلي مخورو غوښتنه خورا ډېره زیاته ده. ځکه خلک په دې پوهېږي چې دا له بې‌وزلۍ د وتلو یوازنۍ لار او د سوکالۍ پاسپورټ دی. تعلیم د هر ماشوم لپاره."

تر ۴۰۰ ډېرې ورځې وشوې چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي دي.
تر ۴۰۰ ډېرې ورځې وشوې چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي دي.

هغه نجونې چې تر شپږم ټولګي پورته نور تعلیم نه‌شي کولی، له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وايي، چې لوی ارمان یې د خپل پاتې تعلیم بشپړول او د افغانستان په ابادۍ کې ونډه اخیستل دي.

"موږ هم د هلکانو غوندې حق لرو، تعلیم وکړو."

د یوولسم ټولګي زده‌کوونکې، مدینې ازادي راډیو ته ویلي: "له طالبانو غواړو چې زموږ ښوونځی پرانیزي، موږ هم د هلکانو غوندې حق لرو، تعلیم وکړو. زموږ کالي او حجاب اسلامي دی، دوی باید زموږ راتلونکی خراب نه‌کړي."

نن چهارشنبه ۴۰۹مه ورځ ده چې طالبانو په افغانستان کې نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه‌ده ورکړې.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، په دې اړه کار روان دی او ژر به له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو په وړاندې د ښوونځيو دروازې پرانیستل شي.

XS
SM
MD
LG