د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۷

د امریکا د سولې انسټېټوټ: د افغانستان کړکېچ منظم نړیوال ځواب ته اړتیا لري


د طالبانو یو شمېر مشران
د طالبانو یو شمېر مشران

د امریکا د سولې انسټېټوټ وايي، د افغانستان کړکېچ یوه همغږي او منظم نړیوال ځواب ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته، د هغوی پرېکړو د دغه هېواد د ټولنې په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د ښځو پر ژوند اغېز کړی دی.

له شپږمو ټولګیو پورته د ښوونځیو د پرانستلو انتظار زده کوونکې نجونې ناهیلې کړي دي.

په کابل ښار کې د لسم ټولګي زده کوونکې حسنا ازادي راډيو ته وويل، ډېر ارمانونه يې درلودل، چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، خو اوس دا څو کلونه يې په کور کې بې ځایه تېر شول.

هغې زیاته کړه: "زه په لسم ټولګي کې وم چې طالبان راغلل او د ښوونځیو دروازې یې د نجونو پر مخ وتړلې او ټولې نجونې د زده کړو بې برخې شوې او اوس بې برخلیکه پاتې دي. د طالبانو له راتګ څخه شاوخوا دوه کاله کېږي، خو لا هم زموږ هیلې نیمګړې پاتې دي. خو سربېره پر دې موږ هیله لرو چې ټول شیان د پخوا په شان شي. هر نجلۍ وکولای شي په ډاډه زړه ښوونځي او پوهنتون ته ولاړې شي او خپل هیلو ته ورسېږي."

په همدې حال کې د افغانستان د مدافع وکیلانو د ټولنې غړې سُمیه کریمي، چې نهه کاله یې په دې برخه کې کار کړی، اوس د طالبانو حکومت له خوا د ښځو پر کار د بندیز له امله په کور ناسته ده.

نوموړې وايي چې د خپلې دندې له لارې له ډېرو ښځو سره د مرستې تر څنګ له مالي پلوه هم خپلواکه وه.

په نیمروز کې د نجونو یو ښوونځی چې دا مهال د طالبانو له لوري تړل شوی دی.
په نیمروز کې د نجونو یو ښوونځی چې دا مهال د طالبانو له لوري تړل شوی دی.

هغې وویل: "کله چې زه زده کوونکې وم ما غوښتل د هغو مېرمنو غږ شم چې نه‌ شي کولای د افغانستان سنتي ټولنې څخه د خپلو بنسټيزو حقونو غوښتنه وکړي. خوشبختانه ما وشوای کولای خپل دې هدف ته ورسېږم او د یوې مدافع وکیلې په حیث مې ۹ کاله په دې برخه کې کار وکړ، خو له بده مرغه دوه کاله کېږي چې ما دا احساس له لاسه ورکړی. په کور کې ناستې نه یواځې موږ ته اقتصادي، روحي او رواني ستونزې پیدا کړي، بلکې موږ یې زموږ د مهارت څخه چې زموږ تر ټولو لویه لاسته راړونه وه، لیرې کړي یوو."

په همدې حال کې د امریکا د سولې انسټېټوټ په یوه نوي راپور کې ویلي چې طالبانو په تېر کال کې په تېره بیا په وروستیو میاشتو کې یو شمېر ناسم ګامونه پورته کړي چې په اوږدمهال کې به د دوی د حکومت وړتیا او کورني یووالي ته زیان ورسوي.

دغه راپور زیاتوي چې د طالبانو دغه کړنې به په مستقیمه توګه د افغانستان پر خلکو او په غیرمستقیم ډول له هغوی سره پر بشري مرستو ناوړه اغېز وکړي.

په دغه راپور کې ویل شوي چې تر اوسه یوازې بېلابېلو سازمانونو او بنسټونو پر ښځو د طالبانو د بندیزونو په اړه غبرګون ښودلی او غندلي یې دي، خو دا غبرګونونه ښايي په راتلونکو کلونو کې افغانستان ته د بشري مرستو د کمښت لامل شي.

د امریکا د سولې انسټېټوټ زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو له خوا په ۲۰۲۳ کال کې افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو لپاره غوښتل شوې بودیجه به له ۳۰ تر ۵۰ سلنې پورې کمه شي.

دغه انسټېټوټ په راپور کې زیاته کړې چې طالبان باید په خپلو پالیسیو کې بدلون راولي او د مرستو په وېش کې دې مرستندویه موسسو ته زیاته پاملرنه وکړي، څو ډېری خلک ترې برخمن شي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه زموږ پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی، خو طالب چارواکو تر دې وړاندې د ښځو پر وړاندې محدودیتونه یوه کورنۍ مسئله بللې وه او له نړۍ یې غوښتي وو چې بشري مرستې له سیاسي مسایلو جلا کړي.

د ښځو د حقونو فعالانې وايي، په افغانستان کې پر ښځو لګول شوي بندیزونه په ټولنه کې ناوړه ټولنیزې او اقتصادي پایلې لري.

د ښځو د حقونو یوې فعالې زرغونې ولي ازادي راډيو ته وویل: "په افغانستان کې د اقتصادي مرستو کموالی د دې هېواد خلک له بې‌وزلې، فقر، بې‌کارۍ او کډوالۍ سره مخ کوي او د افغانستان د اقتصادي، سیاسي او ټولنیز وروسته پاتې‌والي لامل ګرځي. د طالبانو حکومت باید خپل په سیاست کې داسې بدلون راولي چې نړیوالې ټولنې ته د منلو وړ وي څو افغانستان له دې سیاسي وروسته پاتې کېدو څخه وژغورل شي."

طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته پر ښځو او نجونو ډېر محدوديتونه ولګول، له شپږم ټولګي پورته په نجونو د ښوونځیو دروازې وتړل شوې، په پوهنتونونو کې له زده کړو منع شوې او په نادولتي نړیوالو او ملي موسسو کې یې پر کار کولو هم بندیز ولګول شو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG