د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۳

امریکا د افغانستان په اړه د قطر له پرله‌پسې مرستو او همکارۍ هرکلی کړی


د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان ال‌ثاني خپل امریکايي سیال انټوني بلېنکن سره د خبري غونډې پر مهال. September 7, 2021
د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان ال‌ثاني خپل امریکايي سیال انټوني بلېنکن سره د خبري غونډې پر مهال. September 7, 2021

د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په اړه د قطر له پرله‌پسې مرستو او همکارۍ هرکلی کړی دی.

کندهار ته د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان ال‌ثاني له سفر او له نړۍ سره د اړیکو د پیاوړتیا په اړه د طالبانو له غوښتنې وروسته، د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر له خپل قطرې سیال سره ټليفوني خبرې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، په دې ټليفوني مکالمه کې انټوني بلېنکن له افغانستان سره د قطر له پرله‌پسې مرستو او همکارۍ هرکلی کړی دی.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت هم تېره شپه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، دواړو لوریو په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې اترې کړي، خو ډېر جزییات یې نه‌دي ورکړي.

قطر د امریکا متحده‌ایالاتو او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو او اړیکو په برخه کې د اسانچاري رول لوبوي.

تر څنګ یې دوحه له ۱۳۹۲ کال راهیسې تر اوسه د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه ده او همدا ډول قطر یو له هغو هېوادونو دی چې له طالبانو سره خورا نږدې اړیکي پالي.

د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن له خپل قطري سیال محمد بن عبدالرحمان ال‌ثاني سره داسې مهال د افغانستان په اړه غږېږي چې د مې په ۱۲مه د قطر د بهرنیو چارو وزیر کندهار ته نا اعلان شوی سفر وکړ.

د قطر صدراعظم محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د طالبانو رییس الوزرا ملامحمد حسن اخند سره د کتنې پرمهال. 12.05.2023
د قطر صدراعظم محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د طالبانو رییس الوزرا ملامحمد حسن اخند سره د کتنې پرمهال. 12.05.2023

له دې سفر وروسته د قطر د بهرنیو چارو وزارت وویل، د دې سفر پر مهال په هغو لارو چارو خبرې وشوې چې څنګه د افغانانو د اقتصادي او بشري ستونزو اغېزې کمېدلی شي.

خو د قطر له صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر سره کتنه کې د طالبانو د رییس الوزرا غوښتنه دا وه چې دا هېواد دې د نړیوالې ټولنې او طالبانو ترمنځ د باور په پیاوړي کولو کې لا ډېر رول ولوبوي.

طالب چارواکي داسې مهال له نړۍ سره د اړیکو د پیاوړتیا او تعامل غوښتونکي دي چې پرې نیوکه کېږي د دې اړیکو د ټینګښت په برخه کې یې هيڅ مثبت ګام‌ نه‌دی پورته کړی او بر عکس یې په افغانانو په ځانګړي ډول نجونو او ښځو لګول شوي بندیزونه او محدودیتونه هم نه‌دي ليرې کړي.

هغه بندیزونه او محدودیتونه چې له امله یې د طالبانو اوسنی حکومت د نړیوالې ټولنې له‌خوا د بشري حقونو په نقض تورن شوی او هر څه ژر یې د لېرې کېدو غوښتنه شوې.

د سیاسي مسایلو کارپوه محمد اسحاق اتمر وايي، کندهار ته د قطر د بهرنیو وزیر په سفر کې د نړیوالو په همدې غوښتنو هم خبرې شوي چې باید طالبان یې عملي کړي.

نوموړی وایي: "د سفر یو هدف دا و چې د نړیوالو غوښتنه هم دوی طالبانو سره مطرح کړې، څو طالبان هم په خپل دریځ کې نرمښت راولي او د نړیوالو غوښتنو ته غاړه کېږدي."

هاخوا د جمهوري نظام پر مهال د عدلیې پخوانی وزیر فضل‌احمد معنوي هم په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د دې سفر پر مهال د قطر لوړ پوړي سیاسي او استخباراتي چارواکي طالبانو ته د نړۍ او امریکا پیغام ورسوي.

د جمهوري نظام پر مهال د عدلیې پخوانی وزیر فضل‌احمد معنوي
د جمهوري نظام پر مهال د عدلیې پخوانی وزیر فضل‌احمد معنوي

نوموړي ادعا کړې چې ورکړی مهلت پای ته رسېدلی او طالبانو له ترهګرو ډلو سره د اړیکو د پرېکون په ګډون په خپلو ژمنو عمل نه‌دی کړی.

د طالبانو د اوسني حکومت او نړۍ ترمنځ د تضاد مهم مسایل بشري حقونه په ځانګړي ډول د افغان نجونو او ښځو حقوق، له ترهګرو سره ډلو سره د اړیکو پرېکون او ترڅنګ یې د یوه ټول ګډونه حکومت جوړول دي، چې طالبان یې کورني مسایل بولي، خو نړۍ یې د پوره کېدو غوښتونکې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG