د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

د امريکا د سولې انسټېټوټ: د طالبانو پر وړاندې د فشار راوړلو حربې محدودې دي


د طالبانو بیرغ
د طالبانو بیرغ

افغانستان کې د بشري بحران په اړه د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې

د امريکا د سولې انسټېټوټ:

د امریکا د سولې انسټېټوټ په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو له لوري جوړ شوي غونډې ته په اشارې لیکلي چې دا کنفرانس سره له دې چې د طالبانو پر وړاندې د یووالي ښودنه کوي، خو داسې ښکاري چې د طالبانو پر وړاندې د فشار راوړلو حربې محدودې دي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د سولې انسټېټوټ لیکلي، په افغانستان کې وضعیت دومره خراب دی چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په دوحه کې د طالبانو د استازي له ګډونه پرته ځانګړی کنفرانس جوړ کړ، څو د افغانستان پر نړیوالې انزوا په‌کې خبرې وکړي.

سره له دې چې دغه کنفرانس ملموسه پایله نه لرله او ورڅخه څرګنده شوه چې نړیواله ټولنه پر طالبانو د فشار راوړلو په برخه کې له محدودیتونو سره مخامخ ده، خو دا یې وښوده چې نړیوال په دې همنظره دي چې باید له افغانانو سره مرسته وشي.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربه‌توب د دوحې غونډه د دوشنبې او سې شنبې په ورځو کې د طالبانو له ګډون پرته ترسره شوه.

دا غونډه د بندو دروازو تر شا د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په کوربه‌توب په قطر کې د ۲۳ هېوادونو او د نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون جوړه شوې وه.

طالبانو د دې غونډې پر مهال وویل، دوی ته د ګډون بلنه نه ورکول، د افغانستان مسئله نوره هم پېچلې کوي.

تروټ اوټ:

تروټ اوټ خپرونې بیا د دوحې په غونډه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي هغې خبرې ته پام اړولی چې د افغانستان بشري وضعیت یې په نړۍ کې تر ټولو ستر بشري بحران بللی دی.

د خپرونې له لیکنې سره سم، انټونیو ګوټېرېش په دوحه کې وویل، افغانستان له ستر بشري بحران سره مخامخ دی او له نړیوالو غواړي چې دا هېواد هېر نه‌کړي.

ديموکراسي ناو:

د دیموکراسي ناو په نوم خپرونې تر دې سرلیک لاندې لیکنه خپره کړې: "په داسې حال کې چې په افغانستان کې طالبان د ښځو د حقونو ځپلو ته دوام ورکوي، ملګري ملتونه په افغانستان کې د بشري بجران په وړاندې خبرداری ورکوي."

له دې لیکنې سره یو ځای د افغان ښځو، چې په چادریو کې د مرستو د ترلاسه کولو لپاره په کتار ولاړې دي، تصویر خپور شوی او د یو شمېر ښځو د ژوند ترخې او سختې شېبې یې بیان کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG