د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۹

اکپس بنسټ: ښايي په افغانستان کې بشري وضعیت نور هم خراب شي


ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان
ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان

د اکپس په نوم یوه خپلواک بنسټ په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې ښايي په راتلونکو شپږو میاشتو کې په افغانستان بشري وضعيت لا خراب شي.

د اکپس په نوم یوه خپلواک بنسټ په خپل راپور کې چې د جولای په ۴مه یې خپور کړی دی، راتلونکو شپږو میاشتو کې د بشري وضعيت د خرابېدو وړاندوینه کړې ده.

اکپس چې یوه څېړنیز بنسټ دی او د بشري مرستو رسوونکو موسسو ته راپورونه او تحلیلونه برابروي، تازه یې په خپل راپور کې څلور هغه عوامل روښانه کړي چې له امله یې په افغانستان کې بشري وضعيت خرابېدلای شي.

دې بنسټ په کلیوالو سیمو کې د وچکالې، تودوخې او په لویه کچه د ملخانو د خپرېدو له امله د حاصلاتو کمښت او د خلکو د عوایدو کموالی، د طالبانو د حکومت له خوا له خلکو د دولتي ځمکو راګرځول چې له امله یې خلک بې ځایه کېږي او بشري اړتیاوې یې ډېرېږي.

همدا ډول د تحریک طالبان پاکستان په وړاندې اقدامات نه کول او د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د ناامنیو د احتمالاتو ډېرېدل او همدا ډول د افغانستان شمال ته د پاکستاني طالبانو د لېږدولو پلان او هلته د داعش خراسان څانګې او د مقاومت جبهې د فعالیتونو ډېرېدل، هغه عوامل یاد کړي چې په افغانستان کې روان وضعيت نور هم ناوړه خواته بیولای شي.

په دې راپور کې ویل شوي چې د طالبانو له واکمنېدو دوه کاله تېرېږي، خو له نړيوالې ټولنې سره یې تعامل کړکېچن شوی او سرپرست حکومت یې بریالی شوی نه دی چې نړۍ یې په رسمیت وپېژني او په مشرانو یې لګېدلي بندیزونه ختم شي.

همدا ډول د افغانستان بانک د کنګل شوې سرمایې د لاسته راوړلو لپاره یې هم هڅو نتیجه نه ده ورکړې.

په راپور کې ویل شوي، طالبانو په تېرو دوو کلونو کې ګڼ فرمانونه صادر کړي چې د افغانانو ورځنی ژوند، بشري حقونه او د بشري مرستو د رسولو بهیر یې اغېزمن کړي دي.

د یوې موسسې مسوول چې د بشري مرستو د رسولو په برخه کې کار کوي او نه غواړي نوم یې واخیستل شي، ازادي راډيو ته یې وویل، اوس هم ډېر عوامل شته چې خلک یې مرستو ته اړ کړي او که نور عوامل هم پرې زیاتېږي، نو د خلکو ژوند نور هم زیانمن کولای شي.

هغه وايي: "اوس هم ګڼ عوامل شته چې په مختلفو برخو کې یې د خلکو اړتیاوې ډېرې کړې دي، که نور عوامل هم پرې ور زیاتېږي، د خلکو اړتیاوې او ستونزې هم ورسره ډېرېږي او په هغه کچه بشري مرستې او امکانات هم اوس نه شته. نو دا د خلکو په ژړوند منفي اغېز کوي او د خلکو د ژوند خرابېدل هغه څه دي چې مستقیم په امنیت او هر څه تاثیر کوي."

اکپس بنسټ داسې مهال په راتلونکو ۶ میاشتو کې د بشري وضعيت د خرابېدو وړاندوینه کړې ده چې طالب چارواکو تر دې مخکې ورته ادعاوې رد کړي دي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ګڼو موسساتو او مرسته کوونکو هېوادونو مرستې کمې کړې، ګڼ شمېر کسان بې دندې شول او ښځې د طالبانو د محدوديتونو له امله په کور شوې، چې ورسره د ډېرو کسانو اقتصادي وضعيت هم خراب شو.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په وینا دا مهال ۲۸،۸ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

یاد سازمان تېره ورځ په مختلفو برخو کې د افغانانو د ملاتړ لپاره یو دوه کلن ستراتېژیک چوکاټ هم اعلان کړ چې په وینا یې عملي کېدل یې د افغانستان د اوسنیو چارواکو په کړنو او د مرسته کوونکو په ملاتړ پورې اړه لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG