د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۶

د هوا ګرمېدل او د ناروغیو زیاتوالی: رسنۍ: په افغانستان کې روغتیايي سکتور کمزوری شوی


ارشیف: په هلمند کې په کولرا اخته ناروغان تر درملنې لاندې دي.
ارشیف: په هلمند کې په کولرا اخته ناروغان تر درملنې لاندې دي.

په افغانستان کې د هوا له ګرمېدو سره د ملاریا، کولرا او نورو موسمي ناروغیو پېښې ډېرې شوي، خو برعکس له پڅو روغتیایي خدمتونو د خلکو شکایتونه ډېر شوي دي.

دا د ارزګان ولایت د چارچینو ولسوالۍ اوسیدونکی شفیق الله دی چې وایي، په ولسوالۍ کې یې هېڅ کلینیک نه شته او په خبره یې ولایتي روغتون ته لاسرسی ورته ستونزمن دی.

شفیق الله وایي، نړیوالې خیریه موسسې او د طالبانو مسوولان باید د دوی ولسوالۍ ته پام واړوي او لږ تر لږه یو روغتیایي مرکز ورته جوړ کړي.

همدرد بیا د ازادي راډیو بل اوریدونکی دی، چې ختیځو ولایتونو کې د ملاریا د پېښو او روغتونونو کې د ګڼې ګوڼې خبره کوي.

ارشیف: د ارزګان مرکزي روغتون کې یو شمېر ناروغان تر درملنې لاندې دي.
ارشیف: د ارزګان مرکزي روغتون کې یو شمېر ناروغان تر درملنې لاندې دي.

هغه وویل: "په دې ډاکترانو باندې د وینې د معاینه کېدو لپاره نمبر نه شته، هر ځای کې یې ناروغانو باندې سیرومونه چالان کړي وي، مونږ یې خپله وینو، دا نور هم مخ په ډېرېدو ده."

همدرد وایي، نورو کلونو کې به یو شمېر موسسو د ختیځو ولایتونو اوسېدونکو ته زرګونه پشه خانې ویشلې، خو وایي، سږ کال د هېڅ داسې مرستې څرک نه لګېږي.

د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ اوسېدونکی ګل محمد هم خپله سیمه کې د روغتیایي خدمتونو له کمزورتیا شکایت لري.

هغه وویل: "زمونږ یوه ستونزه ده، له ولسوالۍ سره مو روغتون دی، ټول ولسي ډاکتران په کې دي، کومې دواګانې چې راشي، خپلو منځو کې یې تقسیموي، دلته چې کومه دوا پاته شي هر ناروغ ته همغه یو ډول ګولۍ ورکوي، که محرقه، ملاریا یا زکام وي، همغه یو ډول ګولۍ ورکوي."

د روغتیا نړیوال سازمان په دې وروستیو کې د هوا له ګرمېدو سره په افغانستان کې د ملاریا د زیاتېدو خبر ورکړی و.

دغه سازمان که څه هم د ملاریا د سږنیو پېښو ارقام لا نه دي خپاره کړي، خو په یوه راپور کې یې تېر ۲۰۲۲ کال کې د ملاریا د پیښو شمېر څه باندې ۱۲۵ زره ښودلی، چې د وړم کال پرتله ۴۵ فیصده زیاتوالی ښيي.

تازه واشګنټن پوست ورځپاڼې د افغانستان پر روغتیایي وضعیت د چهارشنبې په ورځ یو څېړنیز راپور خپور کړی دی.

په دغه راپور کې راغلي، د افغانستان د روغتونونو کارکوونکي هم د نړیوالې ټولنې او هم د طالبانو د حکومت له خوا یوازې پرېښودل شوي دي.

ارشیف: د هرات حوزوي روغتون یوه څنډه
ارشیف: د هرات حوزوي روغتون یوه څنډه

واشنګټن پوست د افغانستان په مرکز او لوېدیځ کې څلور روغتیایي مرکزونه له نږدې کتلي چې په وینا یې وضعیت یې اندېښمنونکی دی.

دغې ورځپاڼې په هرات کې د شین ډنډ روغتون یادونه کړې چې امریکایانو جوړ کړی، خو اوس یې ناروغان کافي بسترونه نه لري او روغتون کې د اړتیا وړ دارو درمل هم نه شته.

په دغه راپور کې راغلي،د افغانستان روغتیایي سیستم دا مهال د نقدو پیسو او د نړیوالو د ملاتړ له کمښت سره مخامخ دی.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې د روغتیایي سکتور د وضعیت په اړه د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت غبرګون ولري، خو هغوی پوښتنې ځواب نه کړې.

تېره میاشت بیا د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وویل، روغتیایي سکتور له ستونزو سره سره په ښه وضعیت کې دی، خو ده له نړیوالو وغوښتل چې له دې سکتوره ملاتړ پراخ کړي.

په افغانستان کې د روغتیایي سکتور د ناوړه وضعیت اندېښنې داسې مهال ښودل کېږي چې دغه هېواد کې بشري وضعیت هم د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو په وینا، کړکېچن دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG