د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۴

افغانستان کې د پولیو د دوو پېښو ثبتېدل؛ یونېسف یې په تړاو مشورتي غونډه کوي


ارشیف: په کابل کې د پولیو ضد واکسین د تطبیق له کمپاینه یو انځور
ارشیف: په کابل کې د پولیو ضد واکسین د تطبیق له کمپاینه یو انځور

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف په افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو د دوو مثبتو پېښو د ثبتېدو په اړه بېړنۍ مشورتي غونډه کوي.

روانه میلادي میاشت په ننګرهار کې د ګوزڼ یا پولیو د دوو مثبتو پېښو ثبتېدو د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف اندېښمن کړی دی.

دغه اداره وايي، د جون میاشتې له لومړۍ تر څلورمې نېټې پورې د دغو مثبتو پېښو د ثبتېدو په اړه تخنیکي او مشورتي غونډه کوي چې په مرسته یې د راتلونکي لپاره کاري پروګرام ټاکل کېږي.

په افغانستان کې د یونېسف پولیو له منځه وړلو پروګرام د عامه اړیکو مسوول سید کمال شاه ازادي راډیو ته وویل، د دوو مثبتو پېښو د ثبتېدو له کبله یونېسف خپله جدي اندېښنه لري: "په وروستیو کې د پولیو د دوو پېښو ثبتېدل او د هېواد په ختیځه حوزه کې د پولیو د ویروس شتون، د ډېرې اندېښنې وړ دی او طبعاً له دې سره بد خلکو اندېښنې هم ډېرې شوې وي. د اندېښنې وړ ځکه دی چې په افغانستان کې دننه د خلکو تګ راتګ زیات دی او خلک پاکستان ته هم ډېر تګ راتګ کوي. پاکستان هغه هېواد دی، چې هلته هم د پولیو ناروغي لا هم په‌کې شته."

روان میلادي کال د افغانستان په ګاونډ پاکستان کې د ګوزڼ یا پولیو یوازې یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده، خو په ۲۰۲۲م کال کې په دغه هېواد کې د مثبتو پېښو شمېر ۲۰ ته رسېدلی و او په افغانستان کې تېر کال د مثبتو پېښو شمېر یوازې ۲ و.

په افغانستان کې د یونېسف پولیو له منځه وړلو پروګرام د عامه اړیکو مسوول سید کمال شاه وايي، د ګوزڼ یا پولیو له منځه وړلو په کار کې ولس مهم نقش لري.

نوموړی وايي: "د پولیو په وړاندې په دې مبارزه کې له پروګرام او واکسیناتورانو سره د خلکو مرسته ده. که چېرې خلک همکاري وکړي او خپل ټول ماشومان د کمپاینونو پر مهال واکسین کړي، که له کمپاین پاتې کېږي نږدې روغتیايي مرکز ته دې یې یوسي. هلته دې د پولیو واکسین ورکړي او د نورو د مخنیوي وړ ناروغیو په وړاندې دې یې هم واکسین کړي."

ارشیف: په کابل کې واکسیناتورانې د پولیو ضد واکسین د تطبیق پر مهال
ارشیف: په کابل کې واکسیناتورانې د پولیو ضد واکسین د تطبیق پر مهال

په نړۍ کې افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي، چې د ګوزڼ یا پولیو ناروغي لا هم په‌کې ختمه شوې نه‌ده.

له ۲۰۰۱م کال راوروسته په افغانستان کې د پولیو ضد کمپاینونه په بشپړ نه عمل کېدل، چې یو علت یې روانه جګړه، د طالبانو له‌خوا کور پر کور د پولیو واکسین د کمپاینونو مخنیوی او نورې ټولنیزې ستونزې وې.

که څه هم په افغانستان کې په ۲۰۱۹م کال کې د ګوزڼ د مثبتو پېښو شمېر ۲۹ ته ورسېده، خو په ۲۰۲۰م کال کې بیا د مثبتو پېښو شمېر ۵۶ ته زیات شو، چې دا له ۲۰۰۱م کال راهیسې تر ټولو لوړ شمېر ګڼل کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG