د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۳

ننګرهار کې د پولیو مثبته پېښه؛ یونېسف: په ختیځ کې د پولیو ویروس د خپرېدو وېره شته


ارشیف: په افغانستان کې یوه ماشوم ته د پولیو ضد واکسین د تطبیق له پروګرامه یو انځور
ارشیف: په افغانستان کې یوه ماشوم ته د پولیو ضد واکسین د تطبیق له پروګرامه یو انځور

د روغتیا نړیوال سازمان یا 'ډبیلو ایچ او' وايي، که څه هم د تېر میلادي کال په پرتله په روان میلادي کال کې په افغانستان کې د پولیو د چاپېریالي مثبتو نمونو شمېر کم دی، خو تازه په ننګرهار کې د پولیو یوه مثبته پېښه رامنځته شوې ده.

که څه هم د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د ګوزڼ د مثبتو پېښو د کمېدو خبر ورکړی، خو په روان ۲۰۲۳ لمریز کال کې په دې هېواد کې د پوليو تازه پېښه ثبت شوې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان له لوري په دې اړه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، په افغانستان کې د ګوزڼ وروستۍ مثبته پېښه د ٢٠٢٢ کال د اګسټ په ۲۹مه ثبت شوې وه، په داسې حال کې چې په روان ۲۰۲۳ کال کې له چاپېریاله د پولیو ویروس ۱۸ مثبتې نمونې ترلاسه شوې وې چې ۱۵ یې په ننګرهار او پاتې نور یې په کونړ کې ثبت شوې وې.

دغه سازمان ویلي چې په تېر ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې د پولیو ویروس چاپېریالي مثبتې نمونې ۲۲ ته رسېدې.

روغتيا نړيوال سازمان ويلي، په افغانستان کې د ښځينه واکسيناتورانو شمېر ډېر شوى او دې سازمان راتلونکې شپږ میاشتې د ګوزڼ پر وړاندې د بریا لپاره مهم فرصت بللی دی.
روغتيا نړيوال سازمان ويلي، په افغانستان کې د ښځينه واکسيناتورانو شمېر ډېر شوى او دې سازمان راتلونکې شپږ میاشتې د ګوزڼ پر وړاندې د بریا لپاره مهم فرصت بللی دی.

روغتيا نړيوال سازمان ويلي چې په افغانستان کې له چاپېریالي اړخه د پولیو ویروس د کشف کولو چارې چټکې او پراخه شوي، خو دې سازمان ویلي چې لا هم د د دې هېواد په جنوب کې د هغه سیمو شمېر ډېر دی چې خلک یې خپل ماشومان له واکسین کولو ساتي.

دغه سازمان ویلي، په افغانستان کې هغه کورنۍ چې د ماشومانو له واکسينه ډډه کوي د پولیو ویروس د خپرېدو سره مرسته کوي.

ډبلیو‌ایچ‌او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خلکو ډېر او نامنظم تګ راتګ د پولیو ویروس د خپرېدو لپاره یوه ستونزمنه چاره بللې ده.

روغتيا نړيوال سازمان ويلي، په افغانستان کې د ښځينه واکسيناتورانو شمېر ډېر شوى او دې سازمان راتلونکې شپږ میاشتې د ګوزڼ پر وړاندې د بریا لپاره مهم فرصت بللی دی.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ماشومانو د ګوزڼ نوې مثبته پېښه د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.

په اعلامیه کې راغلي، پر پولیو ناروغۍ اخته شوی ماشوم څلور کاله عمر لري او د یادې ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ په ۲۰۲۰ میلادي کال کې په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ ۵۶، په ۲۰۲۱ کې ۴ او په ۲۰۲۲ کې دوه مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د اړوند نړیوالو ادارو په همکارۍ به د پولیو واکسین فرعي کمپیان د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ پیل شي چې په ترڅ کې به یې د ۲۳ ولایتونو په ۲۱۷ ولسوالیو کې ۶ اعشاریه ۴ میلیونه میلیونه ماشومان واکسین شي.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې پر پولیو د اخته شوي ماشوم د کورنۍ له غړو سره هم خبرې وکړي، خو بريالی نه‌شو.

ارشیف: د افغانستان ختیځ کې یو ماشوم ته د پولیسو واکسین تطبیقېږي
ارشیف: د افغانستان ختیځ کې یو ماشوم ته د پولیسو واکسین تطبیقېږي

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسف وايي، د هېواد په ختیځه سیمه کې د پولیو ویرویس د فعاله خپرېدو وېره موجوده ده.

د یونېسف د افغانستان په څانګه کې د پولیو د له‌منځه وړولو د پروګرام د عامه اړیکو مسوول کمال شاه ازادي راډيو ته وویل: "د هېواد په ختیځه حوزه کې د پولیو ویرویس فعال خپرېدل شتون لري. که چېرې موږ په افغانستان کې د ماشومانو معافیت په کافي اندازه لوړ نه‌کړو نو د دې ناروغۍ نورو سیمو ته د غځېدو امکان هم شته، ځکه د خلکو تګ راتګ له یوې سیمې بلې ته خورا زیات دی."

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي چې پولیو یوه ویروسي ناروغي ده چې درملنه نه‌لري او یوازې د واکسین په مټ د مخنيوي وړ ده.

روغتیا پالان وايي، دغه ناروغي زیاتره په ماشومانو کې خپرېږي چې د دایمې فلج او ان د مړینې لامل یې ګرځي.

مسوولان غوښتنه کوي چې خلک باید د پولیو پر ضد د واکسین په هر پړاو کې پراخه ونډه واخلي او خپل له پنځه کلونو کم‌عمره ټول ماشومان د دې ناروغۍ د مخنیوی او له‌منځه وړل په هدف واکسين کړي.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي چې اوس هم په‌کې د پولیو ویروس د ماشومانو ژوند ګواښوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG