د افغانستان په څلورو ختیځو ولایتونو کې نن د دوشنبې په ورځ د ګوزڼ یا پولیو په ضد د واکسین د تطبیق څلور ورځنی کمپاین پیل شو.
د ازادي راډیو خبریال روح الله انوري په افغانستان کې د یونېسف د پولیو مخنیوي پروګرام د عامه اړیکو مسوول کمال شاه سره مرکه کړې او لومړی يې ترې پوښتلي چې په دې کمپاین کې څومره ماشومانو ته واکسین تطبیقېږي؟
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: