د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۲

افغانستان کې د پولیو ضد واکسین په تطبیق ټینګار وشو


ارشیف: د کابل یوه څنډه کې واکسیناتورانې ماشومانو ته د واکسین د تطبیق پر مهال
ارشیف: د کابل یوه څنډه کې واکسیناتورانې ماشومانو ته د واکسین د تطبیق پر مهال

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، له پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ څخه د ماشومانو د ژغورلو یوازېنۍ لاره د پولیو ضد واکسین دی چې باید په هرو کمپاینونو کې یې دوه څاڅکي له پنځو کلونو کم‌عمره ماشومانو ته ورکړل شي.

د روغتیا نړیوال سازمان پرون یکشنبې په یوه ټویټ کې وویل، د یوه هېواد هوساینه په سالمو وګړو پورې تړلې او ټینګار یې وکړ چې: "راځئ د دغې ناعلاجه ناروغۍ پر وړاندې خپل ماشومان واکسین او په دې توګه د یوه سالم افغانستان لپاره خپله ونډه ترسره کړو."

تر دې مخکې د روغتيا نړيوال سازمان تېره اوونۍ هم په یوه ټویټ کې ویلي و: "په هر کمپاین کې ماشومانو ته د پولیو دوه څاڅکي واکسین ورکولو سره کولای شو د پولیو وایروس د خپرېدو مخه ونیسو."

که څه هم سږ میلادي کال تر اوسه په افغانستان کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه‌ده ثبت شوې، خو په ختیځه حوزه کې یې په چاپيریال کې د پولیو مثبت ویروس لیدل شوی دی.

په تېر۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوي چې یوه یې په کونړ او بله په پکتیکا کې وه.

د روان ۲۰۲۳ کال د پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو ضد د واکسینو څو کمپاینونه ترسره شوي چې په ترڅ کې يې ميلیونونه ماشومانو ته د پولیو دوه څاڅکي واکسین ورکړل شوی دی.

ارشیف: په کونړ کې یو واکسیناتور یوه ماشوم ته د واکسین د تطبیق پر مهال
ارشیف: په کونړ کې یو واکسیناتور یوه ماشوم ته د واکسین د تطبیق پر مهال

په پام کې ده چې دا ډول یو بل کمپاین یوه اوونۍ وروسته د مې په ۱۵مه په افغانستان کې پیل شي.

په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی صندوق یا یونېسف د رسنیو د برخې مسوول کمال شاه ازادي راډیو ته وویل، دغه کمپاین به د افغانستان په نږدې شلو ولایتونو کې ترسره او ميلیونونو تر پنځو کلونو کم‌عمره ماشومانو ته به واکسین ورکړل شي.

نوموړي وويل: "د پولیو کمپیان پلان شوی. په پنځلسم د مې باندې شروع کېږي. دا یو فرعي کمپاين دی، یعنې د هېواد په هغو سیمو کې پیلېږي چې نسبتاً په‌کې د پولیو د ناروغۍ د خپرېدو خطر زیات دی. تقریباً شاوخوا له نیمایي زیات به هېواد کې دغه کمپاین تطبیق کېږي."

کمال شاه مخکې ازادي راډیو ته ویلي و چې د افغانستان په ختیځه حوزه کې د پولیو د واکسین کمپاینونه یو په بل پسې ځکه عملي کېږي چې په تېره مارچ میاشت کې په دې حوزه کې د پولیو ویروس په محیط کې زیات تثبيت شوی دی.

د هغه په وینا بل مهم علت یې دا دی چې سږ میلادي کال په پاکستان کې د پولیو لومړۍ پېښه ثبت شوې او ورسره دا خطر زیات شوی چې ياده ناروغي د پولې دې غاړې دغو سرحدي سیمو ته خپره نه‌شي.

په پاکستان کې تېر۲۰۲۲ کال د پولیو شل مثبتې پېښې ثبت شوي چې ټولې یې افغانستان پولې ته نږدې په خیبرپښتونخوا ایالت پورې تړلې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په دې وروسیتو کې ویلي و چې له افغانستانه یو مخ د پولیو د ناروغۍ د ورکېدو امکان شته که د دغې ناروغۍ په وړاندې د پولیو واکسینو کمپاینونه په مسلسل ډول په دې هېواد کې تطبیق شي.

پولیویا ګوزڼ یو ډول انتاني او ساري ناروغي ده چې د ماشوم د بدن عصبي سیستم اغېزمنوي او د فلج کېدو سبب یې کېږي.

دا ناعلاجه ناروغي تر ډېره د ناپاکو خوړو، اوبو او په ویالو یا ډنډونو کې د ناروغو ماشومانو د لمبېدو له لارې نورو ته خپرېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG