د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۲

یونېسف: په ننګرهار کې د ګوزڼ دویمه مثبته پېښه هم ثبت شوه


ارشیف: په ننګرهار کې یو واکسیناتور ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین د تطبیق پر مهال
ارشیف: په ننګرهار کې یو واکسیناتور ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین د تطبیق پر مهال

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونېسف وايي چې په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ دویمه مثبته پېښه هم ثبت شوه.

که څه هم په پام کې ده، چې سبا به د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د پولیو یا د ماشومانو د فلج واکسین فرعي کمپاین پیل شي، خو په افغانستان کې په ۲۰۲۳ کال کې د پولیو دویمه مثبته پېښه د یکشنبې په ورځ په ننګرهار ولایت کې ثبت شوه.

د پولیو لومړۍ مثبته پېښه هم د جمعې په ورځ د ننګرهار ولایت په یادې ولسوالۍ کې ثبت شوې وه.

په افغانستان کې د یونېسف د پولیو وېروس د له منځه وړلو پروګرام، د عامه اړیکو مسوول کمال شاه، په ننګرهار ولایت کې د پولیو د دوو مثبتو پېښو ثبتول تایید کړل او ازادي راډیو ته یې وویل چې دا یو لوی خطر دی.

نوموړي وويل: "تر دې دمه د افغانستان په څو ختیځو ولایتونو کې څو پېښې پېژندل شوي. په وروستیو کې څو پېښې له کونړ او ننګرهار ولایتونو څخه ثبت شوې دي او دا یو لوی خطر دی. موږ غواړو چې په ټاکل شویو کمپاینونو کې خپل ماشومان واکسین کړي."

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا په وزارت کې یوې سرچینې هم، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل، د پولیو دویمه مثبته پېښه د ننګرهار ولایت د بټي کوټ د ولسوالۍ په سه پایې کلي کې ده او ماشوم څلور کلن دی.

د دغې سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د ننګرهار پوهنتون په روغتون کې پېژندل شوې ده.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې په دې اړه د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د پولیو د اخته ماشوم له کورنۍ سره هم خبرې وکړو، خو له ډېرو هڅو سره سره بریالی نه‌شو.

یونېسف او د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، د پولیو یا د ماشومانو د ګوزن د واکسین په کمپاین کې چې ټاکل شوې د دوشنبې په ورځ د افغانستان د ۲۳ ولایتونو په ۲۱۷ ولسوالیو کې پیل شي ۶.۴ میلیون ماشومان به واکسین شي.

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان د جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې د روان کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو ۱۸ مثبتې پېښې ثبت شوي چې ۱۵ یې په ننګرهار او ۳ یې په کونړ ولایتونو کې دي.

پولیو یوه داسې ناروغي ده چې هېڅ علاج نه‌لري او یوازې د پنځه کلنۍ څخه مخکې د واکسین په واسطه ترې مخنیوی کېدای شي.

دا مهال افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي، چې ګوزڼ یا پولیو په‌کې نه‌ده ختمه شوې او دغه ویروس په دغو هېوادونو کې د ماشومانو ژوند ګواښي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG