د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۲

افغانستان کې نن د ماشومانو د ګوزڼ ضد یا پولیو ملي کمپاین پيلېږي


د پولیو واکسین ښځینه کارکوونکې د واکسين پر مهال
د پولیو واکسین ښځینه کارکوونکې د واکسين پر مهال

روغتیاپالان او د طالبانو د روغتیا وزارت چارواکي هیله‌من دي چې ۱۰ ملیونه افغان ماشومانو ته د پولیو واکسین ولګوي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر قلندر عباد د پولیو د کمپاین د پیل په غونډه کې چې روغتیا وزارت کې جوړه شوې وه په دې اړه وویل: "د نومبر په اتمه په ټول هېواد کې د پولیو د واکسین سراسري کمپاین یا جومات په جومات کمپاین پيلېږي. د څلورو پرله‌پسې ورځو لپاره به دوام ومومي. د دې کمپاین موخه دا ده چې د پنځو کلونو کم عمره ټولو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین څاڅکي ورکړل شي."

افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه محدود هېوادونه دي چې پولیو یا د ماشومانو ګوزڼ لا هم په‌کې نه‌دی له‌منځه تللی.

د پولیو ضد واکسین ښځینه کارکوونکې له واکسین کولو وروسته کور په نښه کوي
د پولیو ضد واکسین ښځینه کارکوونکې له واکسین کولو وروسته کور په نښه کوي

د دې کار لوی دلیل په دې هېوادونو په تېره بیا ليرو پرتو، کلیوالو او صعب‌العبورو سیمو کې امنیتي ستونزې او د ځینو خلکو نه‌لېوالتیا ښودل شوې.

په یادو دواړو هېوادونو کې اکثر د پولیو د کمپاین پر مهال په واکسیناتورانو د مرګونو بریدونو راپورونه ورکول کېږي چې ورسره کمپاین هم له خنډ او ځنډ سره مخ کېږي او له پنځو کلونو کم عمره ملیونونه ماشومان له واکسین پاتې کېږي.

د امنیتي ستونزو په خاطر په تېرو څو کلونو کې نږدې څلور ملیونه افغان ماشومان د پولیو د واکسین له اخیستلو محروم وو.

په جلال‌اباد کې د پولیو کارکوونکی چې وژل شوی
په جلال‌اباد کې د پولیو کارکوونکی چې وژل شوی

دا چې طالبانو ژمنه کړې په ټول افغانستان کې د پولیو د واکسین په برخه کې پوره همکاري کوي د ملګرو ملتونو سازمان ترې هرکلی کړی دی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق، یونېسف افغانستان څانګې ویلي یوه بې‌سارې موقع لاسته راغلې چې په یو وار په دغه هېواد کې پولیو یا د ماشومان ګوزڼ محوه کړای شي.

یونېسف له خلکو غوښتي چې خپل ټول له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین کړي او نور دې هم وهڅوي چې خپل ماشومان واکسین کړي.

د روغتیا د نړیوال سازمان په سرمشریزه کې چې همدا دوه اوونۍ مخکې وشوه د دغه سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبرياسوس مخکې له مخکې په افغانستان کې د پولیو کمپاین هیله بخښونکی وباله.

ګبرياسوس وويل: "سږ کال تر دې دمه له افغانستان او پاکستانه یوازې دوه پېښې راپور شوې دي. دا په تاریخ کې تر ټولو کمې پېښې دي. ما سپټمبر کې افغانستان ته د سفر موقع درلوده. زه خوشحاله یم چې هلته په درېیو کلونو کې د لومړي وار لپاره کور په کور واکسین پيلېږي. دا به موږ له پولیو د پاکې نړۍ هیلې ته لا پسې نږدې کړي."

تدروس ادهانوم ګبرياسوس مخکې له مخکې په افغانستان کې د پولیو کمپاین هیله بخښونکی بللی.
تدروس ادهانوم ګبرياسوس مخکې له مخکې په افغانستان کې د پولیو کمپاین هیله بخښونکی بللی.

افغانستان کې کال په کال د پولیو پېښې په کمېدو بلل شوي او ورسره دا هیلې زیاتې شوي چې سږ کال د پولیو د واکسین په سم تطبیق سره دا ویروس له‌منځه لاړ شي.

۲۰۲۰ کال کې بیا دغه هېواد کې ۵۶ پېښې راپور شوې چې اکثر په‌کې سرحدي ولایتونه په تېره بیا جَنوب کې کندهار او په ختيځ کې ننګرهار شامل دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو پر بنسټ پولیو یوه انتاني ناروغي ده چې عصبي سیستم اغېزمنوي او کله کله د فلج یا ګوزڼ سبب ګرځي.

د پولیو ویروس د ککړو خوړو، د څښاک اوبو، ډکو متیازو او د لمبا ډنډونو له لارې انسان ته انتقالېږي چې پرې د اخته کېدو نښې یې عمدتاً له ۲۰ ورځو وروسته کانګې، زړه بدوالی، سرخوږی او د نس درد وي.

واکسین د پولیو د مخنیوي یوازنۍ اغېزمنه لار بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG