د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۳

ننګرهار کې د ګوزڼ واکسین ځنډېدل؛ چارواکي: سلګونه زره ماشومان بې برخې شول


ارشیف
ارشیف

په ننګرهار ولایت کې د ګوزڼ ضد واکسین ورکولو د کمپاین ځنډول کېدو، په دغه ولایت کې د ګوزڼ یا پولیو د مثبتو پېښو د احتمالي زیاتېدو په اړه اندېښنې ولاړې کړي دي.

دغه کمپاین وروسته له هغې وځنډول شو چې نامعلومو وسله والو پرون د دغه کمپاین ۵ واکسیناتوران په ډزو ووژل او ۴ نور ټپیان کړل.

پر واکسیناتورانو هم­مهاله دغه حملې د دوو ساعتونو په موده کې په مرکز جلال اباد، خوګیاڼیو او سره رود ولسوالیو کې شوې دي.

د عامې روغتیا په وزارت کې د ګوزڼ یا پولیو له منځه وړلو پروګرام مسوول، میرجان راسخ پرون ازادي راډیو ته وویل: "کمپاین په دې ولایت کې په ټپه ودرېد. ګڼ ماشومان له واکسینه بې برخې شول. که دغه ماشومان په راتلونکو کمپاینونو کې واکسین نه شي او دغه تهدید پرځای پاتې وي، ښکاره خبره ده چې د دغو ماشومانو پر وړاندې د پولیو ویروس پر وړاندې یوه معافیتي خلا رامنځته کېږي. په ګوزڼ د ماشومانو د اخته کېدو پېښې به زیاتې شي."

چارواکي وايي، په ننګرهار کې د ګوزڼ ضد واکسین د کمپاین ځنډېدو، په سلګونو زره ماشومان له دغه واکسینه بې برخې کړل.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پر واکسیناتورانو پرونۍ حمله غندلې او په یوه اعلامیه کې یې ویلي: "موږ مخکې هم د واکسيناتورانو پر خونديتوب ټينګار کړی، ځکه دغه وژنې ماشومان د روغتيا له حقه محروموي او د پوليو د محوه کولو پر وړاندې جدي خنډ دی."

د سولې په چارو کې د دولت وزارت په خپله رسمي ټویټرپاڼه کې دا حمله بشر ضد عمل بللې او د هغو کسانو د خوندیتوب پر اړتیا یې ټینګار کړی چې ملکیانو ته عامه خدمات وړاندې کوي.

په افغانستان کې د امریکا شارژدافیر راس وېلسن د دغو بریدونو د غندنې ترڅنګ د دغو پېښو د عاملانو د محاکمې غوښتنه کړې
په افغانستان کې د امریکا شارژدافیر راس وېلسن د دغو بریدونو د غندنې ترڅنګ د دغو پېښو د عاملانو د محاکمې غوښتنه کړې

په افغانستان کې د امریکا شارژدافیر راس وېلسن د دغو بریدونو د غندنې ترڅنګ د دغو پېښو د عاملانو د محاکمې غوښتنه کړې او وایي، دوی په افغانستان کې د پولیو د مخنیوي په برخه کې پوره همکارۍ ته چمتو دي.

په تېره مارچ میاشت کې بیا په جلال اباد کې درې ښځینه واکسیناتورانې په ورته حمله کې د وسله والو کسانو په ډزو وژل شوې وې.

د پولیو ویروس چې په اسانۍ له یوه کسه بل ته انتقالېږي، د ماشومانو د فلج کېدو سبب هم کېږي، خو ډاکټران یې د واکسین دوه څاڅکي معقوله چاره ګڼي.

XS
SM
MD
LG