د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۸

ډبلیو ایچ او: په افغانستان کې د کرونا، تورې ټوخلې او ډينګي ناروغۍ ډېرې شوي


ډینګه تبه، یا ژوره تبه یو ډول ویروسي ناروغي ده چې په ویروس ککړو ماشو په واسطه د انسانو ترمنځ تر ډېره په تودو او نیمه تودو سیمو کې خپرېږي.
ډینګه تبه، یا ژوره تبه یو ډول ویروسي ناروغي ده چې په ویروس ککړو ماشو په واسطه د انسانو ترمنځ تر ډېره په تودو او نیمه تودو سیمو کې خپرېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د کرونا وبا، تورې ټوخلې او ډینګي ناروغيو د زیاتوالي خبر ورکوي.

سیف‌الله چې د ارزګان ولایت د ګیزاب ولسوالۍ اوسېدونکی دی وايي، سیمه کې یې روغتیايي مرکزونه نه‌شته او د ناروغانو غم یې نه‌خوړل کېږي.

نوموړی وايي: "ولسوالي لېرې ده، د روغتیا په برخه کې زیاتې ستونزې لرو. دوه کلینیکه لرو چې یو په مرکز او بل په نېک‌اباد ساحه کې دی. نور په دې کلیوالو سیمو کې چې کوم کسان دي، ناروغانو ته رسېدنه نه‌شي کولای."

د کندهار د میوند ولسوالۍ اوسېدونکی جان محمد بیا وايي، نه یوازې سیمه کې روغتیايي مرکزونه نه‌شته، بلکې کومو روغتونونو ته چې ورځي، د درملو او نورو روغتیايي اسانتیاو کمي سره هم مخ کېږي.

جان محمد وايي: "نه کلینیک لرو او نه سړک. غوښتنه مو دا ده چې سیمه کې مو یو کلینک جوړ شي. که ناروغ مو پیدا شي، مرکز ته یې وړو، په سیمه کې نږدې نه کلینیک لرو او نه مکتب."

دا اندېښنې او شکایتونه داسې مهال څرګندېږي چې د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د درې ناروغیو کرونا، تورې ټوخلې او ډینګي ناروغیو په شمېر کې د زیاتوالي خبر ورکړی.

دې سازمان په افغانستان کې په اپرېل میاشت کې د خپلو کړنو په اړه یو راپور کې چې پرون یې خپور کړی لیکلي، تېره اپریل میاشت کې د افغانستان په عامه لابراتوارونو کې ۱۸،۰۴۹ تنو د کرونا وبا ټېسټ ورکړی چې د مارچ میاشتې په پرتله ۵۰،۷ سلنه زیاتوالی ښيي.

ارشیف: په افغان-جاپان روغتون کې د کرونا ناروغۍ له کبله د مړي شوي کس جسد.
ارشیف: په افغان-جاپان روغتون کې د کرونا ناروغۍ له کبله د مړي شوي کس جسد.

راپور کې لیکل شوي، په اپرېل میاشت کې په افغانستان کې د کرونا وبا له امله ۹ تنه مړه شوي، داسې مهال چې په مارچ میاشت کې دا شمېر یوازې ۴ تنه وو.

د روغتیا نړیوال سازمان د تورې ټوخلې په پېښو کې هم د ۶۷،۸ سلنه زیاتوالي خبر ورکوي.

په راپور کې لیکل شوي، که څه هم په اپرېل میاشت کې دوی د دې ناروغۍ له امله د کومې مړینې پېښه نه‌ده ثبت کړې، خو د ۱۲۶۲ مشکوکو پېښو راپور ورکړل شوی دی.

'ډبلیو‌ ایچ‌ او' د ډینګي ناروغۍ د ۶۱ مشکوکو پېښو د ثبت یادونه هم کړې چې له قوله يې، یو تن یې له امله مړ شوی دی.

دا سازمان وايي، د ډینګي ټولې پېښې په ننګرهار ولایت کې ثبت شوې دي.

خو د روغتیا نړیوال سازمان بیا په اپرېل میاشت کې د شري او ساه لنډي ناروغیو په پېښو کې د کموالي یادونه کړې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان په خپل راپور کې دا هم لیکلي چې د روان کال تر پایه به احتمالاً په افغانستان د روغتیايي مرکزونو د ملاتړ په برخه کې له مالي ستونزو سره مخ شي.

د دې سازمان د معلوماتو پر بنسټ، دوی اوسمهال په ۲۹ ولایتونو کې د ۵ لویو روغتونونو، د ساري ناروغیو د ۱۰ روغتونونو او د ۲۰۵ لومړنیو روغتیايي مرکزونو د چلولو لپاره لګښت برابروي، خو زیاتوي، اړتیا ده چې د دې خدماتو د دوام لپاره د مرسته کوونکو مالي ملاتړ دوام وکړي.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د اندېښنو په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه کړه.

د جمهوري نظام له سقوط وروسته، د نورو برخو په څېر د افغانستان روغتیايي سکټور هم سخته ضربه ولیده چې دې چارې د افغانانو په ژوند هم منفي اغېز درلود.

د روغتیايي سکټور ځپېدو په ځانګړي ډول په افغانستان کې د مور او ماشوم په روغتیا او ژوند بد اغېز درلود.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د تېر کال په مارچ میاشت کې په یوه راپور کې ولیکل، د اسیا په کچه په افغانستان کې د امېندواره مېرمنو د مړینې کچه لوړه شوې ده.

تر خوا یې د خوړو د خوندیتوب د درجه بندۍ نړیوال سازمان 'ای‌پي‌سي' د روان کال په جنورۍ میاشت کې وویل، تر راتلونکو دوو میاشتو به په افغانستان کې څلور میلیونه ماشومان او ښځې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ شي.

XS
SM
MD
LG