د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۷

د قابلو نړیواله ورځ؛ نادیه: ډېری افغان قابلو خپلې دندې له لاسه ورکړي


ارشیف: په افغانستان کې د یوه روغتون د نسايي او ولادي څانګې کارکوونکې د یوې ناروغې د کتنې پر مهال
ارشیف: په افغانستان کې د یوه روغتون د نسايي او ولادي څانګې کارکوونکې د یوې ناروغې د کتنې پر مهال

د ملګرو ملتونو سازمان د مې په پنځمه د قابلو د نړیوالې ورځ په مناسبت ويلي، نړۍ اوسمهال د ۹۰۰ زره قابلو له کمښت سره مخ ده.

ناديه، چې يوه قابله ده د کاري فرصتونو او د قابلو د کمو امتیازاتو په اړه خبرې کوي او وايي، افغانستان د ډاکترانو او روغتیایي پرسونل په ځانګړي ډول د قابلو د کمښت له امله د میندو او ماشومانو له مړینې سره مخامخ دی.

نادیه وايي، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د قابلو کاري چاپېریال ته ډېره پاملرنه نه‌کېږي.

هغه زیاتوي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته ډېرو قابلو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

نوموړې وايي: "کله چې دوی پوهنتونونو هم خلاصوي دندې په ډېرې سختۍ ورته پیدا کېږي، هېڅ یو بنسټ هم نه‌شته چې له دوی سره مرسته وکړي. البته ځینو چې په دولتي روغتونونو کې دنده هم درلوده د اسلامي امارات له واکمنېدو وروسته یې خپلې دندې له لاسه ورکړي او په کورونو ناستې دي. ډېری چې په روغتونونو کې وې په ځانګړي ډول په نسايي روغتونونو کې بې‌کاره شوي دي."

ارشیف: یوه افغانه قابله د یوې ناروغې د کتنې پر مهال
ارشیف: یوه افغانه قابله د یوې ناروغې د کتنې پر مهال

یو بله قابله چې نه‌غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي د طالبانو له واکمنۍ وروسته، خپل د کاري چاپېریال د ستونزو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "قابلې اوس له یو ځای بل ځای ته د ولادت ورکولو لپاره نه‌ځي، ځکه ستونزې ډېرې شوي دي. هر قابله له خپل ځانه ډارېږي، داسې فکر کوي که ولاړ شي نو ماته به ستونزه یا ګواښ پېښ شي او یا هم له خلکو ډارېږي، په ځانګړې ډول اوسمهال ستونزې بېخي زیاتې شوي دي."

د افغانستان په یوه روغتیايي انسټېټوټ کې د قابلګۍ د څانګې محصله ساجده هم ورته خبره کوي.

نوموړې ازادي راډيو ته وويل: "د دوی شمېر ورځ تر بلې په دولتي او خصوصي روغتون کې مخ په کمېدو دی او دا یو عادي خبره ده، ځکه کله چې محدودیتونه وضع کېږي نو په ټولو برخو باندې وضع کېږي."

خو د دې ټولو نیوکو او ادعاو په غبرګون د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان ازادي راډيو ته وویل: "بدبختانه په تېرو شلو کلونو کې د دوی د استخدام او روزنې لپاره په کافي اندازه کار نه‌دی شوی، څنګه چې اړتیا ده د دوی حقونو ته پاملرنه نه‌ده شوې. د روغتیا وزارت په تېر یو نیم کال کې د ۶ نیم زرو روغتیايي پرسونل د استخدام پروسه مخته بیایي، چې په دوی کې ۵۰۰ قابلې او نرسانې دي. د دې تر څنګ د دوی د زده‌کړو، روزنې او ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې په بېلابېلو پروګرامونو کار کوي."

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سازمان د مې د میاشتې د پنځمې نېټې د قابلو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، نړۍ د میندو او ماشومانو د ژوند ژغورنې او د مړینې د مخنیوي لپاره ۹۰۰زره قابله‌ګانو ته اړتیا لري.

مخکې تر دې بیا د روغتیا نړیوال سازمان ویلي وو، په افغانستان کې هره ورځ ۱۶۸ نوي زېږېدلي ماشومان مړه کېږي او په دغه هېواد کې د مېندو او ماشومانو د مړینې کچه لوړه شوې ده.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د وګړو وجهي صندوق د جمعې په ورځ د قابلو د نړیوالې ورځې پر مناسبت پر خپل وېبپاڼه لیکلي، د میندو او ماشومانو د مړینې د مخنیوي لپاره تر ټولو مهم کار قابلو ته لاسرسی دی.

ياد صندوق وړاندې لیکلي، تر ۲۰۳۵ کال پورې به دغه ۹۰۰ زره قابلې هر کال د ۴.۳ میلیونه کسانو ژوند وژغوري.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د ۲۰۲۰ کال د سروې پر بنسټ، په ټول افغانستان کې ۳۷ زره قابلې شته، چې ۷ زره تنې یې په دولتي سکتورونو او ۵ زره یې په شخصي سکتورونو کې پر کار بوختې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG