د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۵

د سردار محمد داوود خان روغتون ځینې ډاکترانې: طالبانو له دندو ګوښه کړو


د سردار محمد داود خان روغتون
د سردار محمد داود خان روغتون

په کابل کې د سردار محمد داوود خان د څلور سوه بستریز روغتون یو شمېر ښځینه ډاکترانې او روغتیایي کارکوونکې ادعا کوي او وایي، طالبانو دوی له دندې ګوښه کړي.

د سردار محمد داوود خان روغتون یوه ډاکتره وايي، که څه هم د طالبانو چلند ورسره ښه نه و، خو له ستونزو سره سره دندې ته تلله.

دغه معالجه ډاکتره چې نه‌غواړي د امنیتي ستونزو له امله‌یې نوم په راپور کې واخیستل شي وايي، دوه میاشتې کېږي له دندې ګوښه شوې او پنځه میاشتې مخکېني معاشونه‌یې هم لا نه‌دي ورکړل شوي.

نوموړې زیاته کړه: "هیلې مې درلودلې چې بله ورځ به زه وکولای شم خپلې ټولنې او هېواد ته خدمت وکړم، کورنۍ سره مې مرسته وکړم، ۲۱ کاله مې زده‌کړې کړي، شپه او ورځ مې زحمت ویستلی، هغه وخت مو هېواد ته هیلې ژوندۍ وې، له بده مرغه اوس مو ټول خوبونه او هیلې پاتې شول."

دا ډاکتره وايي، دوه میاشتې مخکې د سردار محمد داوود خان روغتون د قراول مخې ته، له دې او د نورو همکارانو څخه‌یې چې د دې په خبره، ټولټال ۲۲۰ کسان وه سړي او ښځینه هم په کې ډیرې وي، دخولي کارټونه واخیستل شول او نور دندو ته پرې نه ښودل شول.

د دغه روغتون یوه بله متخصصه ډاکتره هم ورته خبره کوي.

دا هم چې نه‌غواړي نوم‌یې د امنیتي ستونزو له امله په راپور کې واخیستل شي وايي: "په تېر دولت کې مو په ډېرو ستونزو سره زده‌کړې وکړې، زیار مې وګاله او په څه ستونزو وتوانېدو دندې ترلاسه کړو، خو د جمهوریت سقوط پسې یې موږ ډېری ډاکترانې او متخصصینې له دندې ګوښه کړو."

په ورته وخت کې د سردار محمد داوود خان د څلور سوه بستریز روغتون د نسایي برخې یوه نرسه چې دا هم نه‌غواړي، د امنیتي ستونزو له امله‌یې نوم په راپور کې واخیستل شي وايي، کلونه تجربه لري زده‌کړې یې هم کړي، خو اوس د کور څلورو دېوالونو ته ناسته ده.

دا مېرمن زیاتوي کور یې هم کرایي دی او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده او د خپل کور یوازنۍ ډوډۍ ګټونکې هم دا وه.

هغې وویل: "وروسته له یو نیم کال‌یې موږ ته ځواب راکړ چې نور موږ تاسو ته اړتیا نه‌لرو، همدا د ښځو سره تبعیضي چلند دی. په داسې حال کې چې افغانستان موږ ښځو ته ډېره اړتیا لري، خو موږ نه‌شو کولای ورسره مرستې وکړو."

دا هم وايي چې د جمهوري نظام له سقوط ورسته‌یې د څو میاشتو معاش ورنه‌کړ او بالاخره‌یې له دندې ګوښه کړه.

په ورته وخت کې د دغه روغتون یوه بله ډاکتره بیا ادعا کوي چې د طالبانو چلند له ښځو ډاکترانو سره سم نه‌و، نو ځکه دې خپله استعفا ورکړه.

دا هم نه‌غواړي د امنیتي ستونزو له امله‌یې نوم په راپور کې خپور شي: "په لومړي سر کې زموږ ۵۰٪ او بیا یې ۸۰٪ معاشونه کم کړل، نوکریوالي یې هم نه‌راکوله او د دوی چلند موږ ښځو سره ډېر بد و، بالاخره ما خپله یو کال مخکې استعفا ورکړه."

د سردار محمد داوود خان د څلور سوه بستریز روغتون کومې ډاکترانې چې ازادي راډیو سره‌یې خبرې کړي وايي، د سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، په دوی کې ډېرې یې د کتنځي د پرانیستلو توان هم نه‌لري او اوس له ډېر خپګانه دوی ته ژور خپګان پيدا شوی.

د ازادي راډیو خبریال په دې اړه د طالبانو حکومت د دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي وپوښت، خو نوموړي په یو لنډ لیکلي پیغام کې دا موضوع رد کړې او درواغ‌یې ګڼلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان په ټوله کې د ډاکترانو او روغتیايي کارکوونکو له کمي سره مخ دی، خو په ځانګړي ډول د ښځو ډاکترانو، قابلو او نرسانو لپاره اړتیا بېخي زیاته ده او په دې په اړه وار وار راپورونه هم ورکړل شوي دي.

داراز د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه په دې اړه د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د ویاند شرافت زمان ځواب هم ترلاسه کړي، خو نوموړي د دې راپور تر خپرېدو پورې پوښتنه ځواب نه‌کړه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG