د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۸

روغتیا وزارت: یوه ملي سروې په روغتیایي سکټور کې د پام وړ بدلونونه ښيي


آرشیف/ د وینې د فشار اله
آرشیف/ د وینې د فشار اله

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د روغتیا په برخه کې یوه ملي سروې په ګوته کوي چې په صحي سکټور کې د پام وړ بدلونونه راغلي، خو یو شمېر ستونزې هم مني.

تر پنځه کلنۍ د ښکته عمر د ماشومانو په مړینه کې ۸۰ سلنه کموالی، د روغتیايي مرکزونو د شمېر ډېروالی، له پنځه کلنۍ ښکته په ۳۶،۶ سلنه ماشومانو کې د خوارځواکۍ کمښت او په هېواد کې د ښځينه قابلو زیاتوالی د روغتیا په برخه کې د دغې سروې مهمې موندنې دي.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۰۷» د دغې سروې د نتایجو د اعلان پر مهال وویل، دغه سروې د روغتیايي وضیعت د څېړلو په هدف د کیت په نوم مؤسسې او د احصائیې ملي ادارې تر نظر لاندې په تېرو شپږو میاشتو کې په ۳۴ ولایتونو کې ترسره شوې ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز

ده زیاته کړه:

"په ځينو برخو کې د پام وړ بدلونونه راغلي، خو یو شمېر ستونزې هم موجودې دي، دغه سروې په بې‌پرې ډول ترسره شوې او ټول اړخونه په‌کې څېړل شوي، د بېلګې په توګه له پنځه کلنۍ په ښکته عمر ماشومانو کې د مړینې کچه کمه شوې، یعنې ۲۰۰۳ میلادي کال کې هرو زرو ماشومانو کې ۲۵۷ ماشومان مړه کېدل، خو اوس په هرو زرو ماشومانو کې ۴۹ ماشومان دي چې ۸۰ سلنه کموالی ښیي او دا د روغتیا وزارت لپاره لویه بریا ده."

په روغتیايي مرکزونو کې د ولادتونو ۵۷ سلنه زیاتوالی، له دولتي روغتونونو د ۶۸ سلنه خلکو ګټه اخيستل، له ۳ زرو د ډېرو روغتیايي مرکزونو زیاتوالی له هغو پرمختګونو دي چې په دې سروې کې ترې یادونه شوې ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د کورنۍ د تنظیم له کړنلارې ګټه نه‌اخيستل او پرله‌پسې زېږون له هغو ستونزو دي چې په دې سروې کې ورته اشاره شوې ده.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز په وینا، که چېرې پرله‌پسې د زېږون مسئله جدي ونه‌نیول شي، تر ۲۰۳۰ او ۲۰۴۰ کلونو پورې به د افغانستان نفوس دوه برابره شي.

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې لاهم د هېواد په لیرو پرتو سیمو کې خلک روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه‌لري او حتی ډېری افغانان د درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته سفر کوي.

خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، یوازې ۳،۴ سلنه افغانان بهر ته د درملنې لپاره ځي.

له بلې خوا د احصائیې ملي ادارې مسلکي معین حسیب‌الله موحد چې په دغه ناسته کې یې حضور درلود، وویل چې د دغې سروې نتایج ورته د تأیید وړ دي.

دی وایي:

"د افغانستان روغتیايي سروې د احصائيې ملي ادارې په همغږۍ سره شوې او راپور د تخنیکي ټيم له نظره تېر شوی، په همدې اساس راپور زموږ د تأیید وړ دی."

ښاغلي موحد همدارنګه له عامې روغتیا وزارته وغوښتل، څو د شوې سروې په اساس نوې ستراتېژي جوړه او د صحي خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې شته ستونزو ته رسېدنه وکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG