د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۱

د ۶ هېوادونو اعلامیه: طالبان دې د ښځو پر وړاندې له سخت دریځو کړنلارو لاس واخلي


په کابل کې د معترضو ښځو د لاریون یو انځور. Kabul on April 29, 2023
په کابل کې د معترضو ښځو د لاریون یو انځور. Kabul on April 29, 2023

د منګولیا پلازمېنه اولان باتور کې د شپږو هېوادونو ښځینه بهرنیو چارو وزیرانو د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره پر طالبانو غږ کړی، چې د افغانو مېرمنو پر وړاندې له خپلو سخت دریځو کړنلارو لاس واخلي او ورته خپلې بنسټیزې ازادیانې ورکړي.

ملګرو ملتونو او یو شمېر هېوادونو یو ځل بیا په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر افغان مېرمنو د لګول شویو محدویتونو د لرې کېدو غوښتنه وکړه.

د منګولیا په پلازمېنه اولان باتور کې د فرانسې، جرمني، اندونېزیا، سویلې افریقا او لیختن شټاین بهرنیو چارو وزیرانو په یوې دوه ورځنۍ ناسته کې د ګڼو نورو مسایلو ترڅنګ د افغان مېرمنو وضعيت په افغانستان کې د اندېښنې وړ بللی.

د منګولیا د بهرنیو چارو وزارت د تېرې جمعې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې، دغه ښځینه وزیرانو د افغانستان په اوسني نظام کې د ښځو او نجونو د بشپړ، مساوي، معنی لرونکي او خوندي ګډون غوښتنه کړې.

په دې اعلامیه کې د همدغه وزیرانو له خوا په طالبانو غږ شوی، چې خپلې هغه تګلارې بېرته واخلي، چې بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو ته د نجونو او ښځو لاس رسی یې محدود کړی.

په اعلامیه کې ویل شوي، ښوونه، روزنه، کارموندنه، ازادي او په عامه ژوند کې د ښځو بشپړ، مساوي او معنا لرونکي ګډون د دوی حق دی او باید ورکړل شي.

د کابل پوهنتون عمومي دروازې ته درول شوې نجونې محصلانې. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو دغه نجونو له پوهنتوني زده کړو منع کړې. December 21, 2022
د کابل پوهنتون عمومي دروازې ته درول شوې نجونې محصلانې. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو دغه نجونو له پوهنتوني زده کړو منع کړې. December 21, 2022

په یاده اعلامیه کې له ټولو نړيوالو سازمانونو غوښتنه شوې، چې د افغان مېرمنو تر څنګ ودرېږي.

له دې سره په خوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د سوله ییزو اجتماعاتو او ټولنو د حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی 'لمنت نیالڅوسی وول' ویلي، دا د شورا مسوولیت دی، چې د افغان مېرمنو وضعیت ته پام وکړي.

دغې شورا د 'وول' له قوله د جمعې په ورځ په یوې اعلامیه کې لیکلي، چې د افغانستان پر واکمنانو باید فشار راوړل شي ترڅو د سوله يیز لاریون د حق په ګډون د بشري حقونو درناوی وکړي او هغه مېرمنې خوشې کړي چې د خپل سوله يیز حق څخه د استفادې لپاره توقیف شوي دي.

ښځینه فعاله فریده حفیظ بیا د نړيوالو هېوادونو او سازمانونو دغه ډول څرګندونې او ناستې اغېزمنې بولي.

نوموړې له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، سره له دې چې د افغان مېرمنو په تړاو وړه هڅه هم د ستایلو ده خو روانې هڅې باید ګړندۍ شي.

هغې وویل: "د ملګرو ملتونو او نور هېوادونو هڅې په دې برخه که د ستایلو دي، دوی باید پر طالبانو فشار راوړي، زه هیله لرم چې د طالبانو په دریځونو کې ژر تر ژره بدلون راشي، طالبان باید افغان مېرمنو لپاره خپل فکر بدل کړي، هغوی باید د مېرمنو لپاره د کار او تعلیم زمینه برابره کړي."

خو یو شمېر نورو ښځینه فعالانو بیا له دې وړاندې ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا کړې وه، چې د ملګرو ملتونو او نړيوالو هڅې په دې برخه کې یوازې نمایشي حرکتونه دي.

موږ هڅه وکړه د بهرنیو چارو وزیرانو د ناستې او د ملګرو ملتونو سازمان وروستیو څرګندونو په اړه د طالبانو حکومت نظر هم ولرو، خو د دوی ویاند ذبیح الله مجاهد د دې راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو له دې یې وړاندې ویلي وو، چې دوی په افغانستان کې ټولو مېرمنو ته د اسلامي شريعت په چوکاټ کې خپل حقونه ورکړي.

له کله نه چې طالبان بیا ځلي په افغانستان واکمن شوي پر افغان مېرمنو او نجونو یې بېلابېل محدودیتونه لګولي، چې نه یوازې په کور ننه بلکې په نړیوال کچه یې غبرګونونه له ځانه سره درلودل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG