د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۰

د بشري حقونو شورا ۵۳مه غونډه؛ نن په‌کې د افغان نجونو او مېرمنو په اړه بحث کېږي


په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د عمومي غونډې یو انځور
په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د عمومي غونډې یو انځور

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا نن د هغه راپور په اړه بحث وکړي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي او د ښځو او نجونو پر وړاندې د تبعیض کاري ډلې په ګډه د دې شورا ۵۳ غونډې ته چمتو کړی دی.

په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ تېره اوونۍ د دغه راپور د چمتو کېدو پر مهال په یوه ټویټ کې وویل، دی او د ملګرو ملتونو د ښځو او نجونو پر وړاندې د تبعیض په اړه د کاري ډلې مشره دوروتي ایسترادا به په ګډه دغه راپور د دوشنبې په ورځ د جون په نولسمه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ۵۳مې غونډې ته وړاندې کړي.

د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ
د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ

هغه ویلي چې دغه راپور د افغان ښځو غږ منعکسوي.

دغه راپور په افغانستان کې دننه د ۵۱ ښځو په ګډون له ۷۹ کسانو سره د مرکو او د یوې سروې پر اساس چې د روان کال په مې میاشت کې ترسره شوې او په اتلسو ولایتونو کې ۲۱۱۲ ښځو په‌کې ګډون کړی، چمتو شوی دی.

په راپور کې پر ښځو او نجونو د پراخو محدودیتونو او د ښځو او نجونو په وړاندې د سیسټماتیک تبعیض تر ټولو ښکاره بېلګه د طالبانو له‌خوا د فرمامونونو، پرېکړو او کړنلارو صادرول دي چې د ۲۰۲۱ کال له سپټمبر نه د ۲۰۲۳ کال تر می میاشتې پورې یې شمېر څه باندې پنځوسو ته رسېږي.

په کابل کې د معترضو ښځو د یوې غونډې انځور. May 16 2023
په کابل کې د معترضو ښځو د یوې غونډې انځور. May 16 2023

په راپور کې د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر له اتلسمې نه رانیولې چې طالبانو د لومړي ځل لپاره له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته له تلو منع کړي، د ۲۰۲۳ کال د اپرېل تر څلورمې چې د ملګرو ملتونو په ادارو کې هم ښځې له کار کولو منع شوې، پر ښځو او نجونو د طالبانو د محدودیت لګولو د څو مهمو فرمانونو، پرېکړو او طرزالعملونو یادونه شوې او په ټوله کې یې افغانستان د نړۍ پرمخ یوازېنی هېواد یاد کړی چې په بې‌ساري توګه د ښځو اساسي حقونه په‌کې تر پښو لاندې شوي دي.

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا له غونډې غوښتي چې نړیواله ټولنه باید سمدستي اقدام وکړي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مسوولې هیدر بار په خپله ټویټرپاڼه کې د زن تلوېزیون یو پوست خپور کړی چې په‌کې ویل شوي، یو شمېر معترضو ښځو په یوه سرخلاصي لیک کې چې متن یې دې تلوېزیون خپور کړې له دې غونډې غوښتي چې په افغانستان کې دې د دوی په وینا د طالبانو له‌خوا د بشریت ضد جنایتونو په اړه سمدستي جدي څېړنه وکړي.

له دې پوست سره د یو شمېر معترضو ښځو تصویرونه هم خپاره شوي، خو په دې اړه چې دغه اعتراضي لاریون کله او چېرې شوی او څومره ښځو په‌کې ګډون کړی، څه نه‌دي ویل شوي.

په دغه لیک کې معترضو ښځو ویلي چې په تېرو ۲۲ میاشتو کې طالبانو په ټول توان سره ښځې له ټولنې حذف کړي او د افغانستان وګړي یې له مدني ازادیو او انساني ارزښتونو بې برخې کړي دي.

دوی همدارنګه طالبان د جنسیت پر بنسټ توکمپالنې، جنګي جنایتونو او په بشريت ضد جرمونو تورن کړي دي.

په دغه سرخلاصي لیک کې معترضو ښځو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا غوښتي چې د افغانستان د خلکو ترڅنګ ودرېږي او د ملګرو ملتونو د منشور پر بنسټ د بشري حقونو د ارزښتونو او نورو کنوانسینونو چې پر تبعیض او سیستماتیک حذف څارنه کوي، عمل وکړي او پر طالبانو دې نور فشار راوړي.

د کابل پوهنتون مخې ته د محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې دغه محصلانو پوهنتون ته له ورتګه منع کړې. December 21, 2022
د کابل پوهنتون مخې ته د محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې دغه محصلانو پوهنتون ته له ورتګه منع کړې. December 21, 2022

په عین حال کې د نړیوال عدالت مرکز په نوم یو بنسټ چې د جنسیتي مساواتو او د نړیوالو بشري حقونو پر اساس د نړیوال قانون د حاکمیت د ایجادولو لپاره کار کوي هم پر خپله ټویټرپاڼه له ټولو غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه دې د ملګرو ملتونو په وروستي راپور کې د جنسیتي توکمپالنې په اړه ولولي.

دې مرکز همدارنګه ویلي چې نړیواله ټولنه مسوولیت لري چې اقدام وکړي.

په افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت چې نړیوالو یې تر اوسه له رسمیت پېژندلو ډډه کړې او د دوی له لوري پر ښځو او نجونو لګول شوي پراخ محدودیتونه د دې چارې په وړاندې لوی خنډ بولي، تر اوسه د دغه راپور په وړاندې غبرګون نه‌دی ښودلی، خو له دې مخکې یې ویلي چې د اسلامي شریعت له مخې د ښځو ټول حقونه ورکوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG