د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۷

ایګلنډ: په کندهار کې د 'این آر سي' ښځینه کارکوونکې بېرته کار ته ستنې شوې


د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي یان ایګلنډ
د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي یان ایګلنډ

د ناروې د کډوالو شورا یا این آر سي په کندهار ولایت کې د ښځینه کارکوونکو په ګډون د خپلو فعالیتونو د بیا پيل خبر ورکړی دی.

این آر سي په کندهار کې د خپلو ښځینه کارکوونکو په ګډون

د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي یان ایګلنډ پرون په خپل ټویټر کې لیکلي: "موږ خوښ یو چې په کندهار او ځینو نورو سیمو کې مو خپل بشري فعالیتونه بیا پیل کړل."

هغه زیاته کړه: "زموږ ټول کارونه د ښځو او نارینه وو، نجونو او هلکانو لپاره یو شان دي او د نارینه او ښځینه بشردوستانه همکارانو په مساوي ګډون سره."

طالبانو تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه‌دي ویلي.

ایګلنډ تېره میاشت رویټرز ته ویلي وو چې په کندهار کې د طالبانو مهمو مشرانو په نړیوالو ادارو کې د ښځینه مرستندویه کارکوونکو د موقتي کار بیا پیلولو ته لېوالتیا ښودلې ده.

ایګلنډ په کندهار او کابل کې له طالب مشرانو سره تر لیدو وروسته ازادي راډیو ته وویل، طالبانو ورته ویلي چې د افغان ښځو او نجونو د کار او تعلیم په اړه د دوی ملي لارښود به ډېر ژر نهايي شي.

هرات کې د خوړو نړیوال پروګرام یوه ښځینه کارکوونکې د اړمنیو ښځو د ثبت او راجستر پر مهال.
هرات کې د خوړو نړیوال پروګرام یوه ښځینه کارکوونکې د اړمنیو ښځو د ثبت او راجستر پر مهال.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک تر لاسه کړ هغه وخت چې د امریکا په مشرۍ بهرنیو ځواکونو خپل شل کلن پوځي ماموریت پای ته ورساوه او پوځیان یې په بشپړه توګه له افغانستانه وایستل.

سږ کال اپرېل میاشت کې طالب چارواکو د ملګرو ملتونو سازمان په موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه تر هغه مخکې یې تېر ډسمبر په نړیوالو او کورنیو مؤسسو کې د ښځو کار منع کړی و.

دې پرېکړې تُند غبرګونونه وپارول او اکثرو موسسو خپل ټول فعالیتونه ودرول.

ملګري ملتونه او مرستندویه ډلې هڅه کوي چې د هغو ښځو لپاره چې په مرستندویه ادارو کې کار کوي، په ځانګړې توګه د روغتیا او ښوونې او روزنې په برخو کې یو استثنا ومومي.

طالبانو د ښځو د ټولنيزو او مدني فعاليتونو د محدودولو ترڅنګ، نجونې له شپږم ټولګي پورته له ښوونځیو او پوهنتونونو منع کړي.
طالبانو د ښځو د ټولنيزو او مدني فعاليتونو د محدودولو ترڅنګ، نجونې له شپږم ټولګي پورته له ښوونځیو او پوهنتونونو منع کړي.

خو د طالبانو حکومت د جنورۍ له میاشتې راهیسې ژمنې کړي چې د ښځینه کارکوونکو د کار په برخه کې په یوه لارښود کار کوي.

د ناروې د کډوالو شورا مشر یان ایګلنډ کابو دوه اوونۍ وړاندې افغانستان ته د سفر پر مهال وویل، کله چې هغه شکایت وکړ چې لارښود ډېر وخت نیسي، په کندهار کې طالب چارواکو وویل چې دوی موافقه کړې چې د لنډمهاله پلان له مخې به افغان مېرمنې د ناروې شورا په دفترونو او څانګو کې کار کوي.

طالبان وايي چې د اسلامي شریعت له مخې د ښځو حقونو ته درناوی لري.

طالبانو د ښځو د ټولنيزو او مدني فعاليتونو د محدودولو ترڅنګ، نجونې له شپږم ټولګي پورته له ښوونځیو او پوهنتونونو منع کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG