د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۶

راپور: افغان نجونې مېرمنې له پراخ او سیستماتیک تبعیض سره مخ دي


په کابل کې د معترضو مېرمنو د لاریون انځور. May 26 2022
په کابل کې د معترضو مېرمنو د لاریون انځور. May 26 2022

په هغه راپور کې چې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکي او د ښځو او نجونو پر وړاندې د تبعیض کاري ډلې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ۵۳مې غونډې ته چمتو کړی، د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د ښځو په وړاندې د پراخو فشارونو یادونه شوې او ویل شوي چې په نړۍ کې بل هېڅ داسې هېواد نه‌شته چې پر ښځو او نجونودې دومره زیات محدودیتونه ولګول شي لکه چې په افغانستان کې پرې لګېدلي دي.

په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړی راپور ورکوونکي او د ښځو او نجونو پر وړاندې د تبعیض په اړه د کاري ډلې په دې راپور کې چې پرون پنجشنبې د ملګرو ملتونو پر وېبپاڼه کې خپور شوی ویل شوي، په افغانستان کې ښځې او نجونې په ځانګړې توګه د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د پخواني حکومت له نسکورېدو او پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې له پراخ او سیستماتیک تبعیض سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړې راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ په وینا، دغه راپور چې د راتلونکې دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا غونډې ته وړاندې شي، په افغانستان کې دننه د ۵۱ ښځو په ګډون له ۷۹ کسانو سره د مرکو او د یوې سروې پر اساس چې د روان کال په می میاشت کې ترسره شوې او په اتلسو ولایتونو کې ۲۱۱۲ ښځو په‌کې ګډون کړی، چمتو شوی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ

راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړاندې د سیستماتیک تبعیض تر ټولو ښکاره بېلګه د طالبانو له‌خوا د فرمامونونو، پرېکړو او دستورالعملونو صادرول دي چې د ۲۰۲۱ کال له سپټمبر نه د ۲۰۲۳ کال تر مې میاشتې پورې یې شمېر څه باندې پنځوسو ته رسېږي.

له هغو ښځو سره چې مرکې شوې، ډېری یې د بشري حقونو مدافعینې، خبریالانې، وکیلانې، ښوونکې، زده‌کوونکې، سوداګرې او د ټولنیزو خدمتونو کارکوونکې دي.

په دغه راپور کې همدارنګه د افغانستان په یوولسو ولایتونو کې د ښځو د چارو اړوند ۱۵۹ ډلو د استازیو نظرونو او هم افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي او د ښځو او نجونو پر وړاندې د تبعیض د کاري ډلې د مشر ارزونې ته پام شوی.

دغو دواړو چارواکو د اپریل له ۲۷ نه د مې تر ۴ پورې له افغانستان څخه د کتنې په ترڅ کې په کابل او مزارشریف کې د طالبانو له چارواکو، مدني فعاالانو، مذهبي مشرانو، خبریالانو د بشري حقونو د سرغړونو له قربانیانو او د ملګرو ملتونو د ادارو اود ډیپلوماتیکې ټولنې له استازو سره لیدنې کتنې ترسره کړې دي.

په راپور کې د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر د اتلسمې نه رانیولې چې طالبانو د لومړي ځل لپاره له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته له تلو منع کړي، د ۲۰۲۳ کال د اپریل تر څلورمې چې د ملګرو ملتونو په ادارو کې هم ښځې له کار کولو منع شوې، پر ښځو او نجونو د طالبانو د محدودیت لګولو د څو مهمو فرمانونو، پرېکړو او طرزالعملونو یادونه شوې او په ټوله کې یې افغانستان د نړۍ پر مخ یوازینی هېواد یاد کړی چې په بې‌ساري توګه د ښځو اساسي حقونه په‌‌کې تر پښو لاندې شوي دي.

د ښځو د حقونو په اړه په دغه هر اړخیز راپور کې د جنسیت پر اساس سیستماتیک تبعیض، محدودیتونو، په سیاسي او ټولنیز ژوند کې د ښځو ونډې، د ښځو اقتصادي او ټولنیز ژوند، د تګ راتګ ازادي، روغتیایي خدمتونو ته یې د لاسرسي، د ښځو رواني روغتیا، جنسیتي تاوتریخوالی، په ټولنه کې د ښځو د منزوي کېدو او جنستي اپارټایډ یا توپیرپالنې په ګډون یو شمېر مختلف موارد په ګوته شوي دي.

د راپور له مخې په افغانستان کې د ښځو او نجونو له بنسټیزو حقونو څخه په پراخه پېمانه د سیستماتیکو سرغړونو بهیر چې د طالبانو د تبعیض او بدبینۍ پالیسي او د پلي کولو سختې طریقې ورسره مله دي، د جنسیتي تعقیب او د جنسیتي توپیرپالنې یا اپارټایډ یو بنسټیز چوکاټ رامنځته کړی دی.

په کابل کې د معترضو ښځو پر وړاندې د طالبانو د چلند یو انځور. December 28, 2021
په کابل کې د معترضو ښځو پر وړاندې د طالبانو د چلند یو انځور. December 28, 2021

طالبانو تر اوسه د دغه راپور په وړاندې غبرګون نه‌دی ښودلی، خو له دې مخکې یې ویلي چې د اسلامي شریعت له مخې د ښځو ټول حقونه ورکوي.

د ملګرو ملتونوپه دغه راپور کې د طالبانو د سرپرست حکومت د دغو محدودیتونو په وړاندې د افغان ښځو د مقاومت ستاینه هم شوې او له طالبانو هم غوښتل شوي چې د بشري حقونو د ټولو هغو نړیوالو مسوولیتونو دې درناوی وکړي، چې افغانستان منلي او ټول هغه فرمانونه او پرېکړې دې بېرته واخلي چې په ځانګړې توګه ښځې او نجونې یې په نښه کړې دي.

ملګرو ملتونو همدارنګه له نړیوالې ټولنې هم غوښتنه کړې چې باید د افغانستان په وضعیت کې ښکېل پاتې شي او د بشري حقونو د جدي سرغړونو لپاره د حساب ورکونې د ملاتړ لپاره دې کوټلي ګامونه پورته کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG