د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۹

نړیوال‌ سازمانونه: له افغان ښځو سره د طالبانو چلند باید د بشر ضد جنایت په توګه وڅېړل شي


ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو پر وړاندې د طالب وسله والو د چلند یو انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو پر وړاندې د طالب وسله والو د چلند یو انځور

د بښنې نړیوال سازمان وايي، له افغان ښځو او نجونو سره د طالبانو سخت چلند او د دوی ځپل باید د جنسيتي ځورونې او بشر ضد جنایت په توګه وڅېړل شي.

د بخښنې نړیوال سازمان او د حقوقپوهانو د نړیوال کمېسیون په دې تازه خپور شوي راپور کې ټینګار شوی چې له افغان نجونو او ښځو سره د طالبانو د حکومت چلند باید د نړیوالو قوانینو پر بنسټ د بشرضد جنایتونو او جنسیتي ځورونو په توګه وپلټل شي.

دغه راپور چې نن وختي خپور شوی 'د ښځو په وړاندې د طالبانو جګړه افغانستان کې د بشریت ضد جنایت او جنسیتي ځورونه' نوم ورکول شوی دی.

په راپور کې راغلي چې د ښځو او نجونو له حقونو نه د سرغړونې تر څنګ د دوی زنداني کول، ځورول، تري تم کول او ورسره ناسم چلند کول د نړیوالې جنايي محکمې د قوانینو پر بنسټ د بشریت په وړاندې د جنسيتي ځورونو جرمونه بلل کېږي.

د بخښنې نړیوال سازمان او د حقوقپوهانو نړیوال کمېسیون په دې راپور کې غوښتنه کړې چې د جرمونو د نړیوالې محکمې څارنوالان باید د افغانستان د وضعیت په اړه په خپلو روانو څېړنو کې د جنسیتي ځورونې د بشریت ضد جرمونه ورزیات کړي.

په راپور کې د بخښنې د نړیوال سازمان د مشرې اېګنېس کالامارډ‌ له قوله راغلي: ''پر افغانستان د طالبانو د واک له ترلاسه کولو وروسته د ښځو او نجونو حقونه سخت محدود شوي. په دې کې شک نه شته چې دا د ښځو پر وړاندې جګړه ده، ښځې له عام ژوند، کار او زده کړو منع شوي، د ازاد تګ راتګ مخه یې نیول شوې، بندیانې شوي، ورکې شوي او د طالبانو د تګلارو په وړاندې د نیوکو او مقاومت له امله تري تم کړل شوي دي. افغان ښځې او نجونې اړې شوي چې د دویمه درجه اتباعو په توګه ژوند وکړي، چوپ او نالیدلې پاتې شي. دا ټول نړیوال جرمونه دي."

نوموړې ویلي، افغان ښځې د بشریت ضد جنایت د جنسیتي ځورونې قربانیانې دي او په دې اړه جدي نړیوال غبرګون ته اړتیا ده.

په راپور کې د نوموړې له قوله راغلي دي: ''د جنسیت پر بنسټ د ظلم او جبر سیستم باید له منځه یوړل شي.''

په دې راپور کې ادعا شوې چې د طالبانو حکومت هغه ښځې او نجونې نیولي، شکنجه کړي او تري تم کړي چې، د دوی د تګلارو په وړاندې یې په سوله ییزو لاریونونو کې برخه اخیستې ده.

په کابل کې د معترضو ښځو د لاریون یو انځور. April 29, 2023
په کابل کې د معترضو ښځو د لاریون یو انځور. April 29, 2023

د راپور په ټکو چې له دغو مېرمنو سره په زندانونو کې بد چلند شوی، په زوره اعترافونو ته اړې شوي او ژمنه ترې اخیستل شوې چې بیا به په مظاهرو کې برخه نه اخلي.

په دې راپور کې دغه شان د حقوقپوهانو د نړیوال کمېسیون د عمومي منشي سنتیاګو اې کانتون له قوله راغلي چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو کړنو د جنسیتي ځورونې د جرمونو پنځه معیارونه پوره کړي دي.

هغه ویلي: ''د طالبان کړنې او پالیسي د ظلم یو سیستم جوړوي چې موخه یې په ټول هېواد کې د ښځو او نجونو محرومول او محکومول دي. زموږ راپور ښيي چې دا د جنسیتي ځورونې د بشریت په وړاندې د جرم لپاره ټول پنځه معیارونه پوره کوي.''

په راپور کې له دولتونو غوښتنه شوې چې د خپلو نړیوالو قضايي واکونو نه په استفادې سره د ښځو د حقونو په نقض کې ښکېل طالبان محاکمه او مجازات کړي.

د کابل پوهنتون مخې ته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې.
د کابل پوهنتون مخې ته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې.

په ورته وخت کې د ښځو د حقونو یو شمېر افغان فعالانې وايي، په تشو اعلامیو او غندونو هېڅ نه کېږي، باید په عمل کې د طالبانو په وړاندې له بېلابېلو فشارونو کار واخیستل شي.

د ښځو د حقونو فعاله راضیې بارکزۍ ازادي راډيو ته وویل: ''نړیوال باید د عمل په میدان کې له افغان مېرمنو سره ودرېږي او په دې اړه نړیواله اجماع رامنځته کړي تر څو اوسنی بد وضعیت بدل شي، اعلامیې ،غندنې او خواشیني د افغان مېرمنو په درد نه خوري.''

د ښځو د حقونو یوه بله فعاله چې نه غواړي نوم یې په دې راپور کې خپور شي هم ورته خبره او د افغانستان په اړه په نړیوال سیاست نیوکه وکړه.

نوموړې وایي: ''روغ او جوړ نظام یې داسې یو چا ته ورتسلیم کړ چې هېڅ ډول انساني ارزښتونو ته تابع نه دي، ښځې ته اصلاً د ښځې په سترګه نه ګوري او فکر کوي چې باید په کورونو کې بندې وي او ماشومان وزېږوي. په اعلامیه کې راغلي چې باید دا جرمونه وڅېړل شي، خو له کومې لارې. ایا طالبان څېړنو ته اجازه ورکوي؟ دوی اصلاً هېڅ ډول قانون نه مني.''

د بخښنې نړیوال سازمان او د حقوقپوهانو نړیوال کمېسیون پر هېوادونو غږ کړی چې له افغانستانه د ورتلونکو ښځو کډوالو حقونو ته پام وکړي او د دوی پنا غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د بخښنې نړیوال سازمان او د حقوقپوهانو د نړیوال کمېسیون د دغه نوي راپور په اړه د ازادي راډیو د خبریال پوښتنې ځواب نه کړې، خو له دې وړاندې یې په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د توپیري چلند هر ډول راپورونه رد کړي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

خو پر افغانستان د طالبانو د حکومت له پیل سره سم یې نجونې له شپږمو ټولګیو پورته له زده کړو منع کړي او وروسته یې د دوی په وړاندې د پوهنتون دروازې هم وتړلې.

دغه شان یې په نادولتي کورنیو او نړیوالو موسسو کې د دوی په کار هم بندیز لګولی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG