د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۳

مککال: افغان نجونې طالب وسله‌والو سره واده کولو ته اړ ايستل کېږي


د طالبانو وسله وال غړي
د طالبانو وسله وال غړي

د امریکا متحده‌ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مککال وايي، په افغانستان کې نجونې له طالب وسله‌والو سره واده کولو ته اړ ایستل کېږي.

نوموړي د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغان ښځو د ننګونو په اړه په پرون په واشنګټن ډي سي کې په یوه ناسته کې ویلي چې طالبانو له واکمنېدو وروسته د نورو بندیزونو ترڅنګ یو شمېر افغان نجونې مجبورې کړي چې له طالب وسله‌والو سره ودونه وکړي.

نوموړی همدا شان ادعا کړې چې دا نجونې د جنسي ځورونې له دوامداره ګواښونو سره هم مخ دي.

هغه ويلي: "د خپلو حقونو او ازادیو د له لاسه ورکولو ترڅنګ هغه ښځې او نجونې چې د طالبانو له فرمانونو سرغړونه کوي، د دُرو وهلو، سنګسار، ربړونې او وژلو له سزاو سره مخ کېږي. افغان مېرمنې د طالبانو له وسله‌والو سره په زور ودونو ته مجبورېږي او د جنسي ځورونې له دوامداره ګواښونو سره مخ دي."

مایکل مککال ویلي، طالبانو پر ښځو د بندیزونو په لړ کې تر دې دمه تر ۳۰ فرمانونه صادر کړي او په خپلو پرېکړو یې د ښځو د تېرو ۲۰ کلونو کې لاسته راوړنې په اوبو لاهو کړې دي.

د مککال په خبره طالبانو نجونې او ښځې له زده‌کړو، کار او له بنسټیز ژونده منع کړي او هڅه کوي د تل لپاره یې په کورني زندان کې وساتي.

د امریکا متحده‌ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مککال
د امریکا متحده‌ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مککال

نوموړي په دې ناسته کې همدا شان ویلي چې له طالبانو سره به له بشري حقونو د سرغړونو په خاطر حساب کتاب کوي.

د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر د افغان ښځو د ستونزو د یادونې ترڅنګ ډاډ ورکړی چې له افغانستان څخه د هغو ښځو او ماشومانو د ایستلو لړۍ ته به دوام ورکړي چې د طالبانو په واکمنۍ کې یې ژوند په خطر کې دی.

خو د طالبانو حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي بیا د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې د مشر مایکل مککال خبرې ردوي او ادعا کوي چې دا مهال په افغانستان کې د ټولو افغانانو حقونه د اسلامي اصولو په چوکاټ کې خوندي دي او له چا سره ظلم او زیاتی نه کېږي.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي
د طالبانو حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي

نوموړی وايي: "دا ادعاوې مغرضانه او بې بنسټه دي، واقعیت دا دی چې په افغانستان کې اوس اسلامي نظام حاکم دی، د هېواد د ټولو اتباعو هغه که ښځې یا که نارینه دي، حقونه یې د اسلامي اصولو په چوکاټ کې خوندي دي او رسېدنه ورته کېږي."

که څه هم تر دې مخکې ګڼو نړيوالو بنسټونو او بهرنیو چارواکو په طالبانو د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو د نقض تورونه پورې کړي، خو دا لومړی ځل دی چې د امریکا د استازو جرګې یو مهم استازی د افغان ښځو د نورو ستونزو د یادولو ترڅنګ ادعا کوي چې په افغانستان کې ښځې له طالب وسله‌والو سره د ودونو کولو ته اړ ایستل کېږي.

په نیمروز کې د نجونو یو ښوونځي چې دا مهال د طالبانو له لوري تړل شوی دی.
په نیمروز کې د نجونو یو ښوونځي چې دا مهال د طالبانو له لوري تړل شوی دی.

طالبانو چې په څه کم دوه کاله واکمني کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي او ورپسې یې پوهنتونونه وتړل، ښځې یې له کار، پارکونو، ورزشي کلبونو او لرې واټن سفر څخه منع کړي او له ټولو نړيوالو او کورنیو فشارونو سره یې هم په دې اړه خپلې پرېکړې نه‌دي بدلي کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG