د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۴

رسنۍ: د ټولې نړۍ ژورنالېستان د افغان نجونو د زده‌کړو د مخنيوي ورځې شمېري


ارشیف: د افغانستان لوېدیځ نیمروز کې د نجونو یو ښوونځي چې دا مهال د طالبانو له لوري تړل شوی دی.
ارشیف: د افغانستان لوېدیځ نیمروز کې د نجونو یو ښوونځي چې دا مهال د طالبانو له لوري تړل شوی دی.

نیولاینز مګزین:

د نیولاینز مګزین په نوم مجلې په افغانستان کې د جنسیتي تبعیض په اړه لیکنه خپره کړې.

په دې لیکنه کې لومړی راغلي، په درسته نړۍ کې ژورنالېستان او د بشري حقونو ملاتړي، چې اکثره یې افغانان دي په افغانستان کې له زده‌کړو د نجونو د مخنیوي ورځې شمېري.

مجله زیاتوي، د نجونو پر زده‌کړو بندیز د طالبانو له لوري پر ښځو د ګڼو قیوداتو د اوږده لېست یو مورد دی.

مجله د طالبانو له لوري د افغانستان د نیمايي نفوس محرومول او ځپل نوې خبره نه بولي او وايي چې افغانستان ته د امریکايي پوځیانو تر لېږلو مخکې په نوي یمه میلادي لسیزه کې هم طالبانو ښځې له ټولو حقونو بې برخې کړې وې.

نیولاینز مجله کاږي، امریکا او ناټو د نورو کارونو ترڅنګ د افغان ښځو د حقونو لپاره هلې ځلې کولې، خو د دغو ځواکونو له وتلو سره سم، طالبانو بېرته هماغسې اقدامات پیل کړل چې د واک په لومړۍ دوره کې یې عملي کول.

مجله د ښځو خلاف د طالبانو اقدامات یو منظم جنسیتي اپارتاید بولي او وايي چې طالبانو د ۲۰۲۱ په اګست کې کابل ته له ننوتلو سره هغه ټولې بریاوې له ښځو واخیستې چې په تېرو دوو لسیزو کې یې په سخته ترلاسه کړې وې.

ګڼو لوېدیځو رسنیو او خپرونو د افغانستان د سرپل ولایت په سنچارک ولسوالي کې د ۶۰ زده‌کوونکو نجونو د مسمومیت موضوع ته کتنه کړې ده.

د سرپل د نجونو د مسمومیت موضوع له دې کبله هم ډېر پام ځان ته اړولی چې له یوې نسبتاً اوږدې مودې وروسته دا ډول پېښه کېږي.

د طالبانو تر واک ته رسېدو وړاندې د جمهوري نظام په وروستیو کلونو کې په لسګونو ځله د ښوونځیو نجونې په ورته ډول مسمومې شوې او د دې کار مسوولیت هېڅ ډلې په غاړه نه اخیست.

دي سټریټ ژورنال:

دي سټریټ ژورنال ورځپاڼه وايي، دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د ۲۰۲۱ له اګسته راپه دې خوا چې طالبان واک ته رسېدلي، د ښځو او نجونو په اړه پر له‌پسې حکمونه صادرېږي او په هر یوه کې یو نوی محدودیت لګول کېږي.

له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته نه‌شي تللی، ښځې بې محرمه سفر نه‌شي کولی، حمامونو او پارکونو ته یې پر تګ هم بندیز لګول شوی دی.

ګلوب اینډ مېل:

د کاناډا ګلوب اینډ مېل ورځپاڼې هم دا موضوع را اخیستې او د پېښې د څرنګوالي له تفصیله وروسته یې د ښځو خلاف د طالبانو قیوداتو ته اشاره کړې.

ورځپاڼې په عین حال کې یې لیکلي چې دا پېښه وروسته له دې کېږي چې د افغانستان په ګاونډي هېواد ایران کې په ورته ډول په ګڼ شمېر ښوونځیو کې نجونې زده‌کوونکې مسموم شوې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG