د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۲

واشنګټن اګزمېنر: طالبانو دومره زیات تغییر نه‌دی کړی


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • واشنګټن اګزمېنر

واشنګټن اګزمېنر په یوه مطلب کې لیکلي چې طالبانو د ښځو د حقونو په اړه خپلې ژمنې تر پښو لاندې کړې دي.

لیکوال، د نجونو د زده‌کړې د څو مواردو یادونه کړې ده.

طالبانو د پرله‌پسې ژمنو سره سره له شپږم ټولګي پورته نجونې په روانه وري یا حمل میاشت کې پرینښودې چې ښوونځي ته لاړې شي. ډېرو د افغانستان دننه او بهر د طالبانو پر دغه اقدام اعتراض وکړ.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي تام وېسټ د دوشنبې په ورځ وویل چې افغانان غواړي چې لوڼې یې هر څومره ژر چې کېدای شي ښوونځي ته لاړې شي.

د واشنګټن اګزمېنر لیکوال په ټوله کې داسې نتیجه اخیستې چې طالبانو دومره زیات تغییر نه‌دی کړی.

د دې مطلب په یوه برخه کې راغلي چې طالبان باید د نړیوالې ټولنې تر بندیزونو لاندې وي او د افغان نجونو او ښځو باید ملاتړ وشي.

  • ګالوب

ګالوپ مؤسسې د افغانستان په اړه یوه نوې سروې ترسره کړې چې ۹۴ سلنه ګډونوالو یې ویلي چې ژوند یې ډېر تریخ دی.

د دغې سروې له مخې ۹۶ سلنه ښځې او ۹۲ سلنې نارینه له دغسې حالت سره مخامخ دي.

دا په افغانستان کې د کړېدلو خلکو اندازه نه‌ده چې په بې‌ساري توګه لوړه شوې، بلکې له ۲۰۰۵ کال راهیسې چې ګالوپ د سروې‌ګانو لړۍ پیل کړې، د نړۍ هېڅ یو هېواد له دغسې حالت سره نه‌و مخامخ شوی.

په دوام کې ویل شوي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو او واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د دې هېواد اقتصادي وضعیت لا خراب شوی.

بشري مرستندویه ادارو په افغانستان کې ملیونونو اړو کسانو ته د بېړنو مرستو رسولو لپاره د ۴ میلیارده او ۴۰۰ ملیون ډالرو غوښته کړې وه، خو تېره اوونۍ د جنوا په کنفرانس کې بسپنه ورکوونکو د څه باندې دوه میلیارده او ۴۰۰ ملیون ډالرو مرستې ژمنې وکړې.

XS
SM
MD
LG