د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۴

پر افغان ښځو لګېدلي بندیزونه؛ دا ځل معترضو ښځو یې پر ضد متفاوت اعتراض وکړ


چادریو کې د ښځو اعتراضي نڅا د طالبانو له ترانې سره
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:30 0:00

چادریو کې د ښځو اعتراضي نڅا د طالبانو له ترانې سره

یو شمېر معترضو ښځو او د افغانستان د ځواکمن غورځنګ غړو دا ځل په یو متفاوت ډول د طالبانو د حکومت له خوا پر ښځو د لګول شویو بندیزونو په غبرګون اعتراض وکړ، داسې چې چادرۍ په سر د طالبانو ترانو ته نڅا کوي.

هغه ویډیو چې معترضو ښځو ازادي راډيو ته استولی، لیدل کېږي چې د 'ناامیدۍ نڅا' په نوم په یوه ننداریز حرکت کې دا کار کوي.

ازادي راډیو ته په رالېږل شوې دې ویډیو کې لیدل کېږي، څلور ښځې چې شنې او سپینې چادري یې اغوستي، د طالبانو ترانو ته نڅا کوي او بله ښځه چې د نارینه‌وو په جامو کې د طالبانو رول لوبوي، قمچینه په لاس دوی وهي.

له دغو اعتراض کوونکو يوې ښځې چې نه يې غوښتل د امنيتي ستونزو له امله يې نوم په راپور کې واخيستل شي ازادي راډيو ته یې وويل: "د طالبانو نظام پر افغانو نجونو او ښځو دومره فشار راوړی چې افغان نجونې دې اړې شوي چې لږ تر لږه څو شېبې خوشحالي چې په کور کې لري تصویر یې کړي. افغانې نجونې د دې حق نه لري چې ازادانه د باندې وګرځي او د خوښۍ له شېبو خوند واخلي."

یوه بله معترضه مېرمن چې دې هم ونه غوښتل د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل، د دغه اعتراض څخه د دوی موخه د نجونو ازادي او د زده کړو د حق غوښتنه ده.

هغې زیاته کړه: "دوی سختو بندیزونو سره چې وضع کوي یې غواړي یوازې نجونې او ښځې له ټولنې لرې کړي او تر ډېره حده یې لرې کړې هم دي. زموږ افغانو نجونو غوښتنه زده کړه او ازادي ده، نور څه موږ له دوی نه غواړو."

په ورته وخت کې هغه مېرمن چې په دې ویډيو کې یې د طالب رول لوبولی، وایي، په دې رول کې غواړي د طالبانو تنده څېره نړۍ ته وښيي.

دې ازاډي راډيو ته وویل: "د طالبانو په توګه هغه رول چې موږ تر سره کړی، ومو غوښتل نړیوالې ټولنې او ازادي غوښتنکو هېوادونو ته په ډاګه کړو چې طالبان څومره سخت چلند کوي او څه ظلمونه چې دوی په ښځو باندې کوي، د زده کړو، تعلیم او ان په تازه هوا کې د ساه اخیستلو حق په ځانګړې ډول تفریحي ځایونو او پارکونو کې له دوی اخیستی."

د ازادي راډیو خبریال د ښځو د دغه اعتراض په اړه وغوښتل د طالبانو نظر هم ولري، خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د راپور تر خپرېدو پورې پوښتنې ځواب نه کړې.

تر دې وړاندې هم اعتراض کوونکو ښځو پر واټونو او عامه ځایونو کې لاریونونه کړي چې په تاوتریخوالي اوښتي او یو شمېر دوی نیول شوي هم دي.

خو په دې وروستیو کې معترضې ښځې په پوښلو ځایونو کې خپل اعتراضونه کوي او 'نڅا په ناامیدۍ' کې هم همدا شان یو اعتراض دی.

په افغانستان کې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره، افغان ښځې او نجونې له محرم پرته د زده کړو، کار، سفر، سپورت، تفرېحي پارکونو ته له تګ منع شوي، ان ښځینه حمامونو ته هم نه پرېښودل کېږي.

که څه هم د طالبانو دغه بندیزونه تل د افغان معترضو مېرمنو او نړیوالو بنستونو له تند غبرګون سره مخ شوي، خو طالبان لا هم له خپل دریځه نه دي په شا شوي.

له دې ټولو محدودیتونو سره سره طالبانو تل ویلي چې د اسلام په چوکاټ او اصولو کې یې د ټولو افغانانو حقونه خوندي کړي، خو تر اوسه یې د دې چوکاټ او اصولو څرګند تعریف نه دی کړی.

خو یو شمېر نړیوالو بنسټونو پر افغان ښځو د طالبانو دغه بندیزونه له بشري حقونو سرغړونه او جنسیتي تبعیض ګڼلی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG