نن د زمري ۲۴مه په افغانستان کې د مور ورځ په داسې حال کې رارسېږي چې سږ کال په افغانستان کې د میندو ستونزې له پخوا ډېرې شوې دي.
د مور ورځې له نږدې کېدو سره، یو شمېر افغانې میندې د خپل خراب ژوند څخه شکایت کوي او وايي چې دوی د ژوند په ستونزو کې دومره بوختې دي چې د مور ورځې رارسېدو ته یې پام نهکېږي.
يو شمېر دغه ميندې چې د خپلو کورنيو سرپرستي کوي، وايي، اقتصادي ستونزو د ژوند له سختو حالاتو سره مخ کړي.
سيما يوه ځوانه مور چې د خیاطۍ په عايد د خپلو درېيو ماشومانو د ژوند لګښتونه پوره کوي، وايي، ژوند ورته تریخ شوی.
نوموړې وايي: "زه نه پوهېدم چې نن د مور ورځ ده. په ژوند کې ستونزې ډېرې دي، هر څوک په بېوزلۍ کې ژوند کوي، وخت خراب دی، په ځانګړې توګه د هغو ښځو لپاره چې اوس سرپرست نهلري. یوه (مور) ښځه له دې پرته نور څه نهغواړي چې ماشومان یې ښه جامې ولري او ښه خواړه ولري یا ښه ژوند ولري. زما دنده دا ده چې په کور کې خیاطي کوم او هڅه کوم چې خپل ژوند ښه کړم خو دا هم کار نهکوي."
په افغانستان کې هر کال جوزا میاشتې ۲۴مه د مور د ورځې په توګه نمانځل کېږي.
خو په دغه هېواد کې د نجونو پر زدهکړو او د ښځو پر کار د طالبانو د حکومت لهخوا لګول شوي محدودیتونه له نورو هغو شیانو څخه دي چې د افغان میندو ژوند یې تر سیوري لاندې راوستی دی.
د دې ترڅنګ ځينې ميندې وايي، دا چې دوی ډېر مسوولیتونه لري د خپلو لوڼو د راتلونکي په اړه یې اندېښنې هم زیاتې شوې دي.
مېرمن ارزګاني چې د کابل اوسېدونکې ده، يوه له هغو ميندو څخه ده چې يوازې د خپلو ماشومانو پالنه کوي.
نوموړې وايي، د خپلې لور چې د ښوونځي د يوولسم ټولګي زدهکوونکې وه، د نامعلوم راتلونکي په اړه اندېښمنه ده.
دا مېرمن وايي: "زه شپه او ورځ په دې فکر کې یم چې زما د لور راتلونکې به څه وي، ایا هغه به یوه نالوستې مور شي یا هغه مور چې د کور مېرمنې کېدو لپاره خپل ټول خوبونه پرېږدي؟ ایا زما لور به ښوونځي او پوهنتون ته له تللو پرته بېسواده پاتې شي؟ نامعلوم راتلونکی، مبهم او د افغان نجونو په برخلیک کې تیاره ډېره ده او دا ډېر اغېز کوي."
که څه هم د طالبانو حکومت وايي چې، په افغانستان کې د اسلامي شریعت له مخې د ټولو ښځو او نجونو حقونه خوندي دي، خو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې واک ته د دوی تر رسېدو وروسته له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځيو ته نهشي تللی او د پوهنتونونو دروازې هم تړلې دي، یو زیات شمېر ښځې چې ډېری یې میندې دي په ډېری دولتي او غیردولتي ادارو کې له کار کولو منعه شوي دي.
په همدې حال کې په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د هغو میندو شمېر زیات شوی چې اولادونه یې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته مسافر شوي دي.
مريم احمدي چې د تېر نظام له ړنګېدو وروسته افغانستان او خپله کورنۍ پرېښوده، وايي، د مور او پلار ترمنځ واټن او بېلوالى يې ځوروي او نهشي کولى چې د مور ورځ ونمانځي.
مريم احمدي وايي: "زه په یوه بهرني هېواد کې یم، له خپلې مور څخه لیرې یم، زه نهشم کولی د مور ورځ ونمانځم. زه د هغې سره د هغې په ګرځنده ټلیفون خبرې کوم، مګر دا ما ځوروي چې زه له هغې سره نه یم. زما لپاره دا ډېره ستونزمنه ده چې زه له هغې څخه لرې شم. زه د دوو کلونو راهیسې له خپلې مور نه لرې یم او دا زما لپاره خورا سخته ده ځکه چې زه له خپل وطن څخه وتلي یم."
د جمهوري نظام پر مهال د مور ورځ د افغانستان په ځینو دولتي ادارو کې د پروګرامونو په جوړولو او میندو ته د ډالیو په ورکولو سره نماځل کېدله، خو اوسمهال په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې دا ورځ په رسمي ډول نه نمانځل کېږي.
خو شته ډېری کورنۍ چې دا ورځ په شخصي توګه نمانځي.
د مزارشريف ښار اوسېدونکې هاجره نظري وايي، دا چې د خپلې مور په څنګ کې دا ورځ نماځي خوښه ده، خو نوموړې ټینګار کوي چې د میندو درناوی او مینه او د دوی ملاتړ باید د مور ورځې پورې محدود نه وي.
نوموړې وايي: "موږ د مور ورځ په یوه ورځ نهشو خلاصه کولای، دا چې د هغوی زړونه مات نهکړو او درناوی وکړو دا د دوی لپاره خورا ارزښت لري، میندې تل پام ته اړتیا لري. زه مننه کوم چې یوه ګرانه مور لرم او زه واقعا ًخوشحاله یم چې له هغې سره یم."
باید وویل شي په افغانستان کې ډېری داسې مېرمنې شته، چې له افغانستان سره د څو کلنو جګړو پر مهال مېړونه وژل شوي او دوی کونډې شوې دي.
داسې میندې هم شته د خپلو اولادونو په ویر تراوسه ناستې دي.
د دې تر څنګ اوس مهال يو شمېر ځوانې ميندې هم له مناسبو او دوامداره روغتيايي خدمتونو څخه بې برخې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان د وروستي راپور له مخې، افغانستان په ۲۰۲۰ کال کې یو له هغو هېوادونو څخه و چې د میندو د مړینې کچه پهکې تر ټولو لوړه ثبت شوې وه.