د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۶

پر طالبانو د سختو بندیزونو لګولو لپاره د امریکا کانګرس ته یوه لایحه وړاندې کېږي


ځینې طالب مشران
ځینې طالب مشران

یو شمېر امریکايي سناتوران غواړي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو له امله پر طالبانو د سختو بندیزونو د لګولو لپاره د امریکا کانګرس ته یوه لایحه وړاندې کړي.

یو شمېر امریکايي سناتوران وايي، دوی داسې لایحه چمتو کوي چې پر اساس به یې پر طالبانو نوي او سخت بندیزونه ولګول شي.

امریکايي خبري چینل فاکس نیوز ویلي، دغه لایحه چې د سناتور جیم ریش او ۱۸ نورو جمهوري غوښتونکو سناتورانو له خوا وړاندې کېږي، د امریکا له ولسمشره غواړي چې پر طالبانو د تروریستي فعالیتونو، د مخدره موادو د قاچاق او د ښځو د حقونو په ګډون د بشري حقونو د سرغړونو له امله بندیزونه ولګوي.

په دغه لایحه کې د امریکا له حکومته غوښتل شوي چې له طالبانو سره د هر ډول راکړې ورکړې ډډه وکړي.

د متحده ایالاتو کانګرس
د متحده ایالاتو کانګرس

جیم ریش د چهارشنبه په ورځ فاکس نیوز ته وویل چې د متحده ایالاتو کانګرس باید د لایحې تصویب لپاره ژر اقدام وکړي ځکه چې د هغه په وینا، په افغانستان کې د متحده ایالاتو له قوي شتون پرته به د طالبانو نفوذ زیات شي.

هغه زیاته کړه: "موږ د طالبانو په چلند کې د بدلون تمه نه شو کولای. د امریکا له وتلو او د طالبانو له واک ته رسېدو سره، افغانستان په یوه کرکجن هېواد بدل شوی او زموږ سیاستونه باید دا واقعیت منعکس وي."

په دې لایحه کې بیا له طالبانو هم غوښتل شوي چې د نورو بندیزونو نه د ژغورنې لپاره باید له ټولو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي، بشري حقونو، د ښځو حقونو او د رسنیو ازادۍ ته درناوی وکړي.

خو د امریکايي سناتورانو دغه اقدام ته بیا یو شمېر افغان ښځینه فعالانې د شک په سترګه ګوري.

پخوانۍ ډیپلوماته او د ښځو د حقونو فعاله شکریه بارکزۍ وايي، یوازې د امریکا له لوري دغه ډول بندیزونه زیات اغېزمن نه دي.

پخوانۍ ډیپلوماته او د ښځو د حقونو فعاله شکریه بارکزۍ
پخوانۍ ډیپلوماته او د ښځو د حقونو فعاله شکریه بارکزۍ

بارکزۍ وویل: "که دغه غوښتنې د امریکا د دولت لخوا ملګرو ملتونو ته وړاندې شي هغه وخت بیا کېدای شې د طالبانو په اقتصاد، ټولنیزې اړیکې او همدا شان له نړیوالو سره د تعامل په برخه کې اغېزمن تمام شي، نن سبا دغه ډول غوښتنې ډېرې اغېزمنې نه شي کېدای."

دغو ټولو اندېښنو او څرګندونو ته بیا په جواب کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې امریکا دې له افغانانو سره تعامل ته غاړه کېږدي.

د ده په وینا، فشارونه د اوس لپاره ګټه نه لري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله
د طالبانو ویاند ذبیح الله

مجاهد وویل: "امریکا باید خپلې ټولې اندېښنې د اسلامي امارت له مسوولینو سره شریکې کړي. د افغانستان کورنۍ موضوعات د دوی خپله موضوعات دي، هېڅ بل هېواد حق نه لري چې افغانانو ته لارښونه وکړي. له امریکا سره تعامل زموږ کړنلاره ده او غواړو ښه تعامل ولرو."

که څه هم طالبانو له دې وړاندې هم د اسلامي اصولو په رڼا کې ښځو ته د حقونو د ورکړې خبره کړې ده، خو پر افغانستان د طالبانو د دویم ځل واکمنۍ له پیل سره سم یې له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو دروازې وتړلې او وروسته یې دوی پوهنتون ته له تګ هم منع کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG