د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۱

بلخ کې د ښځو اعتراضيه غونډه؛ "د زده کړو او کار اختری ورکړئ"


په بلخ کې یو شمېر مېرمنو اعتراضیه غونډې انځور
په بلخ کې یو شمېر مېرمنو اعتراضیه غونډې انځور

په بلخ ولایت کې یو شمېر ښځو په یوه اعتراضیه ناسته کې له طالبانو وغوښتل، چې د ښځو پر زده کړو او کار لګول شوي محدوديتونه لرې کړي.

په بلخ کې معترضې مېرمنې د لوی اختر د رارسېدو په درشل کې د طالبانو له حکومت څخه د کار او زده کړو د حقونو غوښتنه کوي.

د دې اعتراض هغه ويډيو چې له ازادي سره شریکه شوې، ښيي چې تر ۲۰ ډېرې ښځې په یوه حویلۍ کې راټولې شوي دي.

په دې ويډيو کې چې د ځینو مېرمنو چادرۍ هم پر سر دي، د "د زده کړو او کار اختری ورکړئ" شعارونه ورکوي.

د دې اعتراضيه ناستې په پای کې یو څلوره ماده يیز پرېکړه لیک هم صادرېږي چې د یوې ګډونوالې له خوا لوستل کېږي.

د پرېکړه لیک په يوه برخه کې راغلي: "موږ له سرپرست حکومت څخه هیله لرو، چې د خلکو د اساسي حقونو په ورکولو او د اوسنیو محدوديتونو په ختمولو سره ښځو ته د زده کړو او کار زمینې برابرې کړي او د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې دې ښځو ته مناسب کاري او درسي چاپیریال رامنځته کړي."

د فریحې په نوم د دې اعتراضيه ناستې یوې ګډونوالې د خپلو غوښتنو په اړه ازادي راډيو ته وویل: "د زده کړو اختری راکړئ، موږ له دې ډېر له خپلو اساسي حقونو یعنې زده کړو او کار څخه مه محروموئ. زه په پوره باور وایم چې دا د ټولو افغان مېرمنو غوښتنه ده."

په بلخ کې د دغو ښځو دا اعتراضیه غونډه په یوې حویلې کې شوې ده.
په بلخ کې د دغو ښځو دا اعتراضیه غونډه په یوې حویلې کې شوې ده.

دې معترضو مېرمنو په خپل پرېکړه‌لیک کې له ملګرو ملتونو څخه ناخوښي ښودلې، چې د دوی په وینا د افغانستان ناوړه بشري وضعيت ته یې لازمه پاملرنه نه ده کړې.

خو له دې سره یې هم د ملګرو ملتونو له مرسته رسوونکو ادارو غوښتي چې د بشري مرستو په وېشلو کې دې بې وزلو په ځانګړې توګه کونډو ښځو، معلولانو او هغو کسانو ته چې په تېرو ۲ کلونو کې یې دندې له لاسه ورکړي، ډېر پام وکړي.

دا په داسې حال ده، چې د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان په اړه د څو غونډو جوړولو سربېره دوه ځلې خپل لوړ پوړي پلاوي هم دغه هېواد ته طالبانو سره خبرو ته لېږلي، خو طالبانو په خپلو کړنو کې کوم بدلون نه دى راويستى.

د دې اعتراض او د ښځو د غوښتنو په اړه مو د طالبانو حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد نظر هم وپوښت، خو نوموړي د دې راپور تر خپرېدو پورې زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د یکشنبې په ورځ په خپل اختریز پیغام کې ویلي وو، چې په افغانستان کې د ښځو ټول شرعي حقونه خوندي شوي، خو هغه یوازې د ودونو او میراث مسئلې ته اشاره کړې وه او د ښځو د کار او زده کړو په اړه یې هېڅ نه و ویلي.

طالبانو په افغانستان کې له بیاځلي واکمنېدو وروسته په نجونو او ښځو د ډېرو نورو محدوديتونو ترڅنګ هغوی له شپږم ټولګي پورته له ښوونځيو، پوهنتونونو او په دولتي او غیردولتي ادارو کې له کار څخه منع کړې.

دې محدوديتونو ته د پراخو نړيوالو او کورنیو غبرګونونو سره هم طالبانو دا محدوديتونه د افغانستان کورني مسایل بللي او د لرې کولو په خاطر یې هيڅ اقدام نه دی کړی.

XS
SM
MD
LG