د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۰

امریکا: طالبان د ښځو د حقونو د نقضولو په دوام نړیوال مشروعیت نه شي ترلاسه کولای


ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو پر وړاندې د طالبانو د چلند یو انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو پر وړاندې د طالبانو د چلند یو انځور

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، طالبان د ښځو او نجونو د حقونو د نقضولو په دوام نړیوال مشروعیت نه شي ترلاسه کولای.

د امریکا دبهرنیو چارووزارت وايي، د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل؛ د ښځو او نجونو سره د هغوی په چلند پورې اړه لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ودانت پاټل د چهار شنبې په ورځ په یوه خبرې ناسته کې وویل، طالبان د ښځو او نجونو د حقونو په نقض کولو سره نه یوازې دا چې د افغانستان راتلونکی شا ته بوزي، بلکې خپلو تمایلاتو ته چې د نړیوالو د مشروعیت د پېژندلو په اړه دی، دوی لا هم دوام ورکوي.

پاټل د دې پوښتنې په ځواب کې چې شاوخوا دوه کاله تېر شول چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځيو او پوهنتونونو ته د افغان نجونو پر تګ بنديز لګېدلی، ايا پر طالبانو د فشار راوړلو لپاره کومه نوې تګلاره شته؟

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ودانت پاټل
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ودانت پاټل

نوموړي د جزیياتو له ورکولو پرته وويل، چې امريکا لا هم له داسې ابزار لري چې طالبان ورته حساب ورکوونکي ووسي.

د امریکا د بهرنیو چارووزارت د ویاند مرستیال وویل: "موږ ځینې ابزار په اختیار کې لرو څو طالبانو ته ځواب ورکړو. تاسو مخکې له دې هم اورېدلي وه چې مو ویلي، د طالبانو په رسمیت پېژندل د ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند پورې اړه لري، تر هغې چې طالبانو د هېواد د نفوس نیمايي برخه د نورو نیمایي برخې په اندزه مساوي حقوق او ګټو ته مساوي لاسرسی ونه لري، نه یوازې د افغانستان راتلونکی شاته پاتې کېږي، بلکې خپلو تمایلاتو ته چې د نړیوالو د د مشروعیت د پېژندلو په اړه دی، دوی ورباندې ولاړ دي."

د ازادي راډیو خبریال وغوښتل په دې اړه د طالبانو د حکومت نظر هم ولري، خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د راپور تر خپرېدو پورې پوښتنې ځواب نه کړې.

د طالبانو حکومت له دې مخکې ویلي وو، چې افغان ښځو او نجونو د اسلامي شریعت له مخې خپل حقونه تر لاسه کړي او د نړیوال مشروعیت ټول شرایط یې پوره کړي دي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې له دوی سره تعامل وکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وویل، چې طالبان له ملګرو ملتونو څخه غواړي څو په رسمیت وپېژندل شي، خو برعکس ددې سازمان د منشور خلاف ځینې کړنې تر سره کوي.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ په دې غونډه کې دا هم وویل، چې دوی به د طالبانو حکومت تر هغه په رسمیت ونه پیژني څو چې طالبان د ښځو او نجونو د محدودیت فرمانونه نه وي لغوه کړي.

اوتونبایوا: د محدودونکو فرمانونو په شتون کې د طالبانو رسمیت پېژندنه امکان نه لري
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:30 0:00

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو د واکمنۍ وروسته، له شپږم ټولګي څخه پورته نجونو د ښوونځيو پر تګ بندیز ولګېده او په د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې هم پوهنتونونو ته د هغوی پر تګ بندیز ولګېده، او له هغه وروسته د ملګرو ملتونو په ګډون په ټولو دولتي او نادولتي اداروو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګېده.

خو د امریکا متحده ایالات د فشار کومه وسیله په لاس کې لري چې د طالبانو حکومت دې ته اړ کړي چې د ښځو په وړاندې خپل بندیزونه لیرې کړي؟

د لندن په سلطنتي کالج کې د سیاسي چارو کارپوه او څېړونکی تمیم عاصي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، طالبانو دوه کلن فرصت له لاسه ورکړی او امریکا د فشار راوړلو لپاره ډېرې وسیلې لري.

د لندن په سلطنتي کالج کې د سیاسي چارو کارپوه او څېړونکی تمیم عاصي
د لندن په سلطنتي کالج کې د سیاسي چارو کارپوه او څېړونکی تمیم عاصي

هغه د فشار وسیله داسې مشخص کړه: "دا د طالبانو مطلق سیاسي او ډیپلوماټیک انزوا ده، دویم دوی یې له نړیوال مالي سیستم څخه په بشپړه توګه جلا کړي او درېیم یې د ملګرو ملتونو له لارې پر دوی د ګڼو سیاسي، مالي او اقتصادي وسیلو له امله بندیزونه لګولي دي. نو د امریکا او نورو هېوادونو په لاس ډېره څه شته چې پر طالبانو فشار راوړي، خو له بده مرغه د طالبان له لاسه دا فرصت تللی."

له دې ټولو سره سره د طالبانو حکومت د ښځو پر زده کړو او کار د بندیزونو د لرې کولو پر وړاندې له خپل دریځ شاته نه دي اوښتي او تل یې ټینګار کړی چې فشارونه کار نه ورکوي.

تر دې مخکې هم څو ځلې نړیوالې ټولنې د ښځو او نجونو د حقونو خوندیتوب او پر هغوی د بندیزونو لرې کول د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو کې یو له بنسټیزو مسایلو څخه ګڼلی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG