د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۰

'ټایمز اف انډیا' د اوسلو فورم په نوم د ناروې پر غونډه لیکنه کړې


د اوسلو یوه څنډه
د اوسلو یوه څنډه

ټایمز اف انډیا:

د هند، ټایمز اف انډیا ورځپاڼې د اوسلو فورم په نوم د ناروې پر هغه غونډه لیکنه خپره کړې، چې د سیمې د هېوادونو استازو په کې برخه لرله.

د لیکنې په پیل کې راغلي، هند او پاکستان هم د امریکا له متحدو ایالتونو او ملګرو ملتونو سره پر افغانستان د سولې په هغه رابلل شوي فورم کې یوځای شوي وو.

دغه غونډه د ناروې له خوا داسې وخت تنظیم شوې وه، چې په جګړه ځپلي افغانستان کې بشري بحران پراخ شوی دی.

په دې فورم کې د تېرې سې‌شنبې او چهارشنبې په ورځو په افغانستان کې د یوناما د مشرې روزا اوتنبایووا، د افغانستان لپاره د امریکا متحده‌ایالاتو د ځانګړي استازي ټام وېسټ، د طالبانو د بهرنیو، دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د استازو او ځینو افغان سیاستوالو په ګډون د افغانستان په اړه بحثونه وشول.

ټایمز اف انډیا لیکي، په دې غونډه کې پر تروریزم او پر دې خبرې وشوې، چې طالبان باید پر خپلو هغو ژمنو عمل وکړي چې د نجونو او ښځو د تعلیم او کار په برخه کې د اسانتیا برابرولو په باب یې کړې وې، دغه راز ټولګډونه حکومت جوړ کړي.

د ورځپاڼې په لیکنه، هند د هغو هېوادونو په ډله کې راځي، که څه هم د طالبانو حکومت یې په رسمیت نه دی پېژندلی، خو افغانستان ته یې د خوراکي توکو او درملو لېږلو ته دوام ورکړی دی.

د دې غونډې په درشل کې د ښځو د حقونو ګڼو فعالانو اعتراضونه وکړل، چې ناروې ولې د طالبانو د حکومت استازو ته بلنه ورکړې، چې په افغانستان کې یې پر ښځو او نجونو محدودیتونه زیات کړي دي.

نیوزویک:

د امریکا متحدو ایالتونو خپرونې نیوزویک مجلې پرون د هغه پوځي مقاله خپره کړې، چې په افغانستان کې یې هم پوځي ماموریت پرمخ بېولی دی.

کول لایل په دې مقاله کې وايي، چې په سمندري ځواک کې یې شپږکاله دنده ترسره کړې چې په ۲۰۱۱م کال کې افغانستان کې هم پوځي دنده پرمخ بېولې ده.

دغه پوځي لیکلي، چې په افغانستان کې یې د پوځي ماموریت پر مهال له خلکو سره ښه ارتباطات لرل او افغانستان، په ځانګړي ډول هلمند ولایت یې یې یو تود او له دوړو ډک ولایت بللی دی.

دغه پوځي ویلي، کله چې په ۲۰۱۱م کال کې له افغانستانه خپل هېواد ته ستون شو، تر ماموریت وروسته یې د سلامتۍ ارزونې ته اړتیا درلوده.

دا د پوښتنو یوه پراخه ټولګه وه، چې معلومه شي تر پوځي ماموریت وروسته دغه شخص ځان ته د زیان اړولو له خطر سره مخامخ نه وي، یا هم په رواني، عاطفي او جسمي لحاظ کومه ستونزه ونه لري.

په نیوزویک کې د مقالې لیکوال وايي، دی هم چې د افغانستان له جګړې ستون شو، فکر یې کاوه رک روغ دی، خو څو میاشتې وروسته د هغه مېرمن متوجه شوه، چې دی بد خوبونه ګوري او په رواني لحاظ یې زیان لیدلی و.

له افغانستان څخه د امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو د وتلو دوه کلونه په پوره کېدو دي او په امریکا کې یو وار بیا بحثونه پیل شوي، چې دغه وتل له ګډوډیو سره مله وو.

د امریکا پوځي کول لایل لیکلي، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل یو خطرناک تحول و، نه یوازې د افغانستان پخوانیو پوځیانو ته یوه دردناکه پېښه وه، بلکې د هغو کسانو لپاره هم دردوونکې وه، چې د تروریزم پرضد په نړیواله مبارزه کې یې برخه اخیستې وه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG