د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۳

ټورنټو سټار: ایا په شمال کې ۸۰ نجونې زده‌کوونکې طالبانو مسمومې کړي؟


ارشیف: په افغانستان کې د یوه ښوونځي زده کوونکې د مسمومېدو وروسته روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول کېږي. May 9, 2017
ارشیف: په افغانستان کې د یوه ښوونځي زده کوونکې د مسمومېدو وروسته روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول کېږي. May 9, 2017

ټورنټو سټار:

کاناډایۍ تورنټو سټار ورځپاڼې په یوه مطلب کې دا پوښتنه کړې چې ایا طالبانو د افغانستان په شمال کې اتیا نجونې زده‌کونکې مسمومې کړې دي؟

ورځپاڼې د سرپل ولایت کې د شپږم ټولګې د زده‌کوونکې یولس کلنې فاطمې په اړه لیکلي چې ویلي یې دي، د شنبې سهار ښوونځي ته له تلو سره سم یې یو بد بوی احساس کړ.

د ورځپاڼې په لیکنه فاطمه د هغو ۵۴ نجونو زده‌کونکو له ډلې یوه ده چې له درېیو ښوونکو، د یوې زده‌کوونکې له مور او د ښوونځي له دوو نورو کارکونکو سره مسمومې شوي او د زړه بدۍ او تنفسي ستونزې له امله په سانچارک کې روغتون ته لېږدول شوي دي.

د ورځپاڼې په دوام کې راغلي، چې یوه ورځ وروسته د فاطمې ښوونځي ته نږدې ورته بله پېښه وشوه چې د ښوونځي ۲۶ نجونې زده‌کوونکې او څلور ښوونکې روغتون ته ولېږدول شول چې یو شمېر یې تر اوسه په روغتون کې دي.

په سرپل کې د طالبانو د معارف رییس محمد رحماني رسنیو ته ویلي، دغه پېښې د ناپېژانده کسانو له‌خوا چې هدف یې د طالبانو د رژیم بدنامول و، د کیمیاوي موادو د شنډلو له امله رامنځته شوې دي.

خو ټورنټو سټار ورځپاڼې ویلي، د فاطمې پلار ته دا خبره د قناعت وړ نه‌ده.

هغه تور پورې کړی چې نجونې زده‌کوونکې طالبانو مسمومې کړي تر څو هغوی و وېروي چې د تعلیم له دوامه لاس واخلي.

د ملګرو ملتونو د تېر کال د یوه راپور له مخې طالبان په ۲۰۲۱ م کال کې چې په دوبي کې پر ټول افغانستان واکمن شول، پر ښوونځیو او د پوهنې د وزارت پر کارکونکو د ۴۶ بریدونو مسوول بلل شوي و او پر هغوی همدارنګه تور پورې شوی و چې، له ۲۴ ښوونځیو یې د پوځي سنګرونو په توګه کار اخیستی دی.

ګلوبل سټیزن:

ګلوبل سټیزن انټرنېټي خپرونې د پښتنې درانۍ په نوم یوه افغانه د ۲۰۲۳ کال د جایزې ګټونکې اعلان کړې او لیکلې یې دي چې مېرمن درانۍ په تبعید کې د نجونو زده‌کوونکو د حقونو لپاره مبارزه کوي.

ګلوبل سټیزن د زده‌کړې او د اساسي حقونو د دفاع یو نړیوال سازمان دی.

پښتنې درانۍ چې د Learn Afghanistn په نوم یې یو بنسټ فعال کړی ګلوبل سټیزن ته ویلي، دې ته د دغې جایزې ورکول دا په ډاګه کوي چې په افغانستان کې د نجونو زده‌کړې ته باید فوري پام وشي.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له میاشتې راهیسې چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شوي، له شپږم ټولګي پورته نجونې یې ښوونځیو ته له تلو راګرځولي او د پوهنتونونو دروازې یې هم د نجونو او ښځو پر وړاندې تړلې دي.

ګلوبل سټیزن وايي، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې د نجونو زده‌کړه هم له ننګونو سره مخ وه.

په دې هېواد کې یوازې ۳۷ سلنه ځوانې نجونې لیک لوست کولای شي حال دا چې ۶۶ سلنه هلکان او نوي ځوانان له دغې وړتیا څخه برخمن دي.

مېرمن درانۍ ویلي، د دغه واټن د کمولو لپاره ډېر کار ته اړتیا ده او زیاتوي، لومړی باید طالبان نجونې پرېږدي چې له شپږم ټولګي پورته زده‌کړې وکړي او هم دې د پوهنتونو دروازې د ټولو پرمخ پرانېزي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG