د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۵

انډپېنډنټ: طالبان په عام محضر کې د مجرمینو اعدامولو او دُرو وهلو ته دوام ورکوي


د طالبانو بیرغ
د طالبانو بیرغ

انډپېنډنټ:

د بریتانیا چاپ انډپېنډنټ ورځپاڼه لیکي، د ملګرو ملتونو د اندېښنو او خبرداري سربېره طالبانو ویلي چې په عام محضر کې د مجرمینو اعدامولو او په دُرو وهلو ته دوام ورکوي.

ورځپانې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر د تازه راپور په حواله ویلي، په تېرو شپږو میاشتو کې د طالبانو حکومت ۲۷۴ نارینه، ۵۸ ښځې او دوه هلکان په دُرو وهلي دي.

وړاندې راغلي، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د طالبانو له ستنېدو وروسته له قاضیانو او قضايي ادارو نه غوښتل شوي چې مجرمینو ته د شرعي قوانینو پر بنسټ سزا ورکړي.

د ملګرو ملتونو دې مفصل راپور ته په ځواب کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د نړیوالو بشري قوانینو او د اسلامي شرعي قوانینو تر منځ د اختلاف په صورت کې د دوی حکومت مجبور دی چې، له شریعت څخه پیروي وکړي.

په عامه ډول د سزاګانو زیات حکمونه پر هغو کسانو پلي شوي چې په زنا او له کور په تېښته تورن وو، خو نور موارد لکه همجنس‌ګرايي، غلا، د الکولو څښل، اختلاس او د نشه يې توکو قاچاق هم په دې سزاګانو کې شامل وو.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت یا یوناما په خپل راپور کې لیکلي، طالبانو ورته ویلي چې د لاس غوڅول د یوې سزا په توګه د امنیت په راوستو کې مهم دی.

خو وړاندې راغلي، د طالبانو په کابینه کې په دې اړه بحثونه روان دي چې دا سزاګانې په عام محضر کې پر خلکو پلي شي او که‌نه؟

د یوناما د بشري حقونو د دفتر مشرې فیونا فریزر ویلي، دا ډول جسمي سزاګانې د نړیوالو کنوانسیونونو د شکنجې برخه ده او باید ژر تر ژر بندې شي.

د هغې په خبره ملګري ملتونه د مرګ د سزا مخالف دي او له طالب چارواکو غواړي چې دا ډول سزاګانې سملاسي بندې کړي.

سټار او سټرایپس:

د سټار او سټرایپس خپرونه چې نظامي مطالب خپروي، د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د ځانګړو ځواکونو د پخواني قومندان جنرال سمېع سادات سرګذشت خپور کړی دی چې اوسمهال د امریکا په کولاراډو ایالت کې ژوند کوي.

هغه په ډینېوَر کې یوې سیمه‌ییزې رسنۍ ته ویلي، تر اوسه په دې فکر کوي که چېرته د ۲۰۲۱کال په اګست کې الوتکې ته نه وای پورته شوی، څه يې کولی شو او څومره يې کولی شو چې مقاومت وکړي او ښايي په پای کې وژل شوی وای.

خو هغه وايي، د افغانستان د پرېښودو په وخت کې یو بې روحه جسم و، چې روح يې په افغانستان کې پرېښی او یوازې جسم يې له ځان سره وړی دی.

د خپرونې په ټکو، د ۲۰۲۱ په اګست کې چارواکو په ډینېوَر کې پرېکړه وکړه چې شاوخوا ۲ زره افغان پناه غوښتونکي ومني.

جنرال سمېع سادات هم د هغوی له ډلې یو و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG