د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۱

اوتونبایوا: د محدودونکو فرمانونو په شتون کې د طالبانو رسمیت پېژندنه امکان نه لري


اوتونبایوا: د محدودونکو فرمانونو په شتون کې د طالبانو رسمیت پېژندنه امکان نه لري
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:30 0:00

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا وایي، که طالبان پر ښځو د محدودیتونو فرمانونه لغوه نه‌کړي، هېڅ امکان نه‌‌شته چې حکومت یې په رسمیت وپېژندل شي. د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرونۍ غونډه تر ډېره د طالبانو د حکومت پر هغو تګلارو متمرکزه وه چې له مخې یې د ښځو او نجونو حقونه محدود شوي دي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا غونډې ته په خپله وینا کې یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې پر ښځو د محدودیت فرمانونه لغوه کړي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې څرګندونو ته په غبرګون کې وايي، ټولو هغو نړیوالو مکلفیتونو ته ژمن دي چې د اسلام او د افغانستان له کلتور په ټکر کې نه وي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن ویلي له ټولو هېوادونو غواړي چې په افغانستان کې د " نه مداخلې " اصل ته ژمن پاتې شي. طالبان ډیر کله د هغو نړیوالو غوښتنو په وړاندې چې د دوی تر واک لاندې د بشري حقونو د رعایت په اړه کیږي ورته غبرګون ښيي او د بشري حقونو سره د چلند مساله د افغانستان کورنۍ موضوع ګڼي. خو ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه بیا د ښځو د حقونو په شمول بشري حقونو ته ژمنتیا د طالبانو نړیوال تعهد بولي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG