د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۸

څېړنه: د طالبانو له واکمنیدو سره په انلاین ډول د افغان ښځو ځورول درې برابره شوي


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د افغان ويتنس په نامه یوه برېتانوي حقوقي ډله وايي، له هغه وخته چې طالبانو پر افغانستان بياځلي واک تر لاسه کړی، په افغانستان کې د ښځینه سیاسي فعالانو ان‌لاین ځورونه د پام وړ زیاته شوې ده.

افغان ويتنس د دوشنبې په ورځ یوې سروې د پایلو په اړه د یوه راپور په خپرولو سره ادعا کړې، چې د ۲۰۲۱ کال له جنورۍ څخه تر ډسمبر پورې په ان‌لاین ډول د سپکاوي، ګواښونکو او ځورونکو پوسټونو لیکل د ۲۰۲۲ کال د ورته وخت په پرتله ۲۱۷ سلنه، ډېر شوي چې درې چنده زیاتوالی ښيي.

د افغان ويتنس د دغه راپور له‌مخې، په ميانمار کې د ورته څېړنې د ميتود څخه په ګټې اخيستنې په ټاکلي وخت کې په افغانستان کې د فعالو مېرمنو په اړه له سلو څخه زیاتو اېکس اکاونټونو کې د ۷۸ زره پوسټونو معلومات تحلیل کړي او د ښځو د حقونو له ۶ فعالینو سره يې خبرې هم کړي او بیا یې دا موندنې شریکې کړې.

د دې سروې د موندنو پر بنسټ، د ښځو په وړاندې دې توهين کوونکو پوسټونو کې د پاروونکو موادو او غير اخلاقي عکسونو سره جنسي څرګندونې او د جنسي تېريو ګواښونه، د کلتوري او مذهبي معيارونو د ماتولو له امله بې‌بنسټه تورونه، د لوېديځ د کارکونکې په توګه تورونه او نورو هېوادونو کې د پناه اخيستلو په خاطر د قضيو جوړولو د تورونو يادونه شوې ده.

افغان ويتنس: ټیټ رتبه طالبان او د ټولنيزو رسنيو طالب‌پلوه کاروونکي ډېری يې د سپکاوي ډک پوسټونو تر شا لاس لري.
افغان ويتنس: ټیټ رتبه طالبان او د ټولنيزو رسنيو طالب‌پلوه کاروونکي ډېری يې د سپکاوي ډک پوسټونو تر شا لاس لري.

افغان ويتنس موندلې چې ان‌لاین تاوتریخوالی "ډېر جنسي" دی او په ۲۰۲۲ کې د ۶۰سلنه څخه ډېر پوسټونو کې د «فاحشه» او «بدکاره» کلمې کارول شوي.

د دې پروژې لوړپوړې څیړونکې فرانچیسکا جنټایلي وايي، له هغه وخته چې طالبان پر افغانستان بياځلي واکمن شوي، ټولنیزې رسنۍ د ټولنیزو او سیاسي څرګندونو پر ځای د ځورونې او زور زیاتي په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې د مبارزې په ډګر بدلې شوې دي.

د افغان ويتنس راپور کې ادعا شوې چې پلټونکو یې موندلي چې ټیټ رتبه طالبان او د ټولنيزو رسنيو طالب‌پلوه کاروونکي ډېری يې د سپکاوي ډک پوسټونو تر شا لاس لري.

په دې راپور کې د شویو ادعاو په اړه مو د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد نظر هم وپوښت، خو هغه د دې راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

په ورته وخت کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې چې په ټولنیزو رسنیو کې هم فعالې دي په دې باور دي چې، افغان ښځې په ټولنه کې شتون نه‌‎لري او هڅه کېږي چې په ان‌لاين يا مجازي فضا کې هم یې هم غږ غلی شي.

د دوی له ډلې زرمینه پرياني وايي، هغه او نورې اعتراض کوونکې مېرمنې په ان‌لاین ډول د خپلو حقونو د غوښتلو په خاطر توهین شوې، سپکاوی يې شوی او ګواښل شوي دي.

ښځینه فعاله، زرمینه پرياني
ښځینه فعاله، زرمینه پرياني

نوموړې وایي:

"زما لپاره د هغوی سپکې سپورې خبرې اورېدل عادي شوي دي، یوازې موږ نه یو، حتی نارینه که هم خبرې وکړي، خویندو او میندو ته يې جنسي سپکاوی کېږي."

په ورته وخت کې د ښځو د حقونو یوې بلې فعالې وږمې سادات ازادي راډيو ته وویل، کله چې ښځې په ټولنیزو رسنیو کې د خپلو حقونو غوښتنه کوي، يو شمېر کسان يې پر وړاندې په سپکوسپورو خپل مخالفت څرګندوي:

سادات زیاتوي:

"کله چې ښځې په مهمو او اساسي مسايلو خپل نظر څرګندوي، د هغوی حريم ته درناوی نه‌کېږي او دا کار د دې لامل کېږي چې يو شمېر ښځې له ټولنيزو رسنيو لاس پر سر شي، ځکه نه يوازې منفي تبصرې، بلکې د دوی سپکاوی هم کېږي."

پریسا مبارز چې یوه له اعتراض کوونکو مېرمنو څخه ده، وايي دوی د ځان او نورو ښځو د حقونو غوښتلو لپاره اعتراض کوي، خو دا ډول نظر څرګندونه د مېرمنو پر روحیه اغېز کوي.

طالبان بیا- بیا د ښځو خلاف په سخت دریځۍ او ناوړه چلند تورن شوي، خو دوی دا ادعاوې رد کړې دي
طالبان بیا- بیا د ښځو خلاف په سخت دریځۍ او ناوړه چلند تورن شوي، خو دوی دا ادعاوې رد کړې دي

هغه وايي:

"یو شمېر هغه کسان چې پوهاوی لري هڅوي يې، خو یو شمېر چې طالباني مفکوره لري، له بده‌مرغه بدې خبرې کوي، چې دا کار د ښځو پر روحیه اغېز کوي."

دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بياځلي واکمنېدو وروسته دوی په ټولنه کې د ښځو فعاله ګډون باندې بنديز ولګاوه او اوس ډېری ښځې د ټولنیزو رسنیو له لارې ان‌لاین اعتراضونه او عدالت غوښتنه کوي.

خو د افغان ويتنس د څېړنو د پایلو له‌مخې، مېرمنې په ټولنیزو شبکو کې هم له ګواښ او سپکاوي سره مخامخې دي.

افغان ويتنس د معلوماتو د راټولولو پروژه ده چې د غیر انتفاعي معلوماتو د مقاومت مرکز له‌خوا اداره کېږي او په افغانستان کې د بشري حقونو، امنیتي او سیاسي وضعیت پورې اړوند معلوماتو راټولولو او اندازه کولو په برخه کې کار کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG