د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۵

افغان مېرمنو وضعیت ته کتنه؛ د یوناما راپور: نړیوال دې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني


ارشیف: د جلال اباد ښار یوه څنډه
ارشیف: د جلال اباد ښار یوه څنډه

په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندوی دفتر یا یوناما د دوحې د غونډې په درشل کې پرون هغه راپور خپور کړ چې د افغان ښځو وضعیت ته کتنه په کې شوې او د ښځو نظریات اخیستل شوي دي.

په دې راپور کې چې د ملګروملتونو د ښځو څانګې، د مهاجرت نړیوال سازمان یا 'آی او ایم' او یوناما په ګډه چمتو کړی راغلي چې کله له ښځو څخه د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې د احتمال په اړه پوښتنه شوې نو ۶۷ سلنه ګډونوالو په ځواب کې ویلي چې د نړیوالو رسمیت پېژندنه به د دوی پر ژوند د پام وړ اغېز وکړي.

دوی ویلي چې که د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژندل شي نو ښايي په افغانستان کې د ښځو د حقونو بحران نورهم ژور شي او دا احتمال شته چې واکمن طالبان پر ښځو او نجونو اوسني محدودیتونه نور هم زیات کړي.

ارشیف: له افغان مېرمنو سره د طالب وسله والو د چلند انځور
ارشیف: له افغان مېرمنو سره د طالب وسله والو د چلند انځور

په راپور کې چې د روان میلادي کال د جنوري له ۲۷مې د فبروري تر اتمې پورې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې له ۷۴۵ ښځو سره د مرکو پر بنسټ برابر شوی په سلو کې ۳۲ مېرمنو ویلي چې د طالبانو حکومت دې یوازې په هغه صورت کې په رسمیت وپېژندل شي چې پر ښځو ټول لګېدلي محدودیتونه لیرې کړي.

په سلو کې ۲۵ ویلي چې د ځینو ځانګړو محدودیتونو له لیرې کېدو وروسته دې په رسمیت وپېژندل شي او په سلو کې ۲۸ ویلي چې باید د طالبانو حکومت قطعاً په رسمیت ونه پېژندل شي.

راپور زیاتوي چې ښځې، د طالبانو له خوا د بدحجابۍ په تور په تېره په کابل کې د یو شمېر مېرمنو او نجونو د غیرقانوني نیونو د راپورونو په اړه په دې باور دي چې د طالبانو له دې کار سره په عامه ځایونو کې د ښځو ځورول زیات شوي او دا امکانات نور نو ډېر کم دي چې له کورونو ووځي، ځکه وېرېږي چې وبه نیول شي او بیا به له دې کبله چې د طالبانو په توقیف کې پاتې شوي، د ټول عمر له شرم سره مخامخ وي.

یوناما وايي چې په سلو کې له نیمايي ډېرې یعنې ۵۷ سلنه ښځې وېرېږي چې له محرم پرته له کورونو ووځي او په خاص ډول هرځلې چې د ښځو په اړه یو نوی فرمان راووځي، نو د افغان مېرمنو د بې امنیتي احساس او اندېښنې لا زیاتېږي.

د یوناما په راپور کې د کور کهول په کچه د ښځو د وضعیت د بدلون او د ونډې د کمېدو او همداراز د طالبانو له حکومت سره د نړیوالې ټولنې د تعامل په اړه هم د مېرمنو اندېښنې او نظریې اخیستل شوي دي.

ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د اعتراضیه غونډې یوه څنډه
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د اعتراضیه غونډې یوه څنډه

افغان مېرمنو یوناما ته ویلی چې نړیواله ټولنه باید د طالبانو حکومت تر هغه وخته په رسمیت ونه پېژني چې پر ښځو او نجونو ټول لګېدلي محدودیتونه یې لیرې کړي نه وي.

د یوناما د راپور له مخې ښځو خبرداری ورکړی چې د طالبانو پخوانیو اقداماتو ته په پام پر دوی دا باور نه شي کېدای چې په روان وضعیت کې به ښېګڼه راشي.

یوناما وايي، د افغان مېرمنو په باور ترڅو چې د ښځو د حقونو په وضعیت کې د پام وړ بدلون رانه شي د طالبانو رسمیت پېژندل به تر ټولو ناوړه حالت وي.

طالبانو د ملګروملتونو د تازه راپور په اړه څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې یې ټولو انتقادونو ته په دې خبره ځواب ویلی چې په افغانستان کې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG