د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۹

المان کې د افغان فعالانو اعتراضیه غونډه؛ پریاني: زموږ لاريون په پرله‌پسې توګه دوام لري


په المان کې د افغان فعالانو د اعتراضیه غونډې انځور
په المان کې د افغان فعالانو د اعتراضیه غونډې انځور

په جرمني کې د ښځو د حقونو د فعالانو د یوې ډلې اعتراض چې په افغانستان کې د جنسيتي اپارټايډ په رسمیت پېژندنه غواړي، څلور ورځنی شو.

په جرمني کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو په افغانستان کې د جنسيتي اپارټایډ د رسمیت پېژندلو په موخه خپل اعتراضونه بیا پیل کړي دي.

هغه کسان چې تر دې وړاندې یې د نه خوړلو په ۱۲ ورځني اعتصاب لاس پورې کړی وو وايي چې غوښتنو ته یې پام نه‌دی شوی.

د يادو فعالانو له ډلې څخه یوه تمنا زریاب پرياني ده چې د دغه اعتراض مشره ده او د څلورو ورځو راهيسې يې د جرمني په کولن ښار کې د اعتراض خیمه درولې ده، د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د دوی غوښتنې په افغانستان کې د جنسیتي اپارټايډ په رسمیت پېژندل، د طالبانو د مالي او سیاسي ملاتړ مخنيوی او د بندیانو خوشې کول دي.

مېرمن پریاني زیاته کړه چې دوی دغه غوښتنې په دې وروستیو کې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت له استازي سره په یوه انلاین غونډه کې مطرح کړي دي.

هغې زیاته کړه: "تر اوسه موږ ته د قناعت راکولو لپاره څه نه‌دي شوي، زموږ لاريون په پرله‌پسې توګه دوام لري. عام خلک له موږ سره يو ځای شوي دي، خو له بده‌مرغه په هغه بڼه نه‌دي چې د نه خوړلو اعتصاب پر مهال وو، بلکې هغه ډلې چې پخوا زموږ سره وې اوس په دې اعتراض کې هم موږ سره يو ځای شوي دي."

تر دې مخکې مېرمن پرياني او د هغې همکارانو د سپټمبر پر ۱۲مه د همدې موخې لپاره خپل دولس ورځنی اعتصاب پای ته ورساوه.

نوموړې تر دې وړاندې ویلي وو چې د جرمني، امریکا او ملګرو ملتونو د حکومتونو له استازو سره یې په لیدنو کې په ښکاره توګه دوی ته د افغان مېرمنو پیغام رسولی، خو تر اوسه یې روښانه ځواب نه‌دی ترلاسه کړی.

په همدې حال کې د ښځو د حقونو یوه فعاله صدیقه مشتاق له افغانستانه بهر د افغان ښځو د اعتراضونو دوام ګټور بولي، خو وايي چې د دې کار پایلې ښايي په اوږد مهالي کې په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په بدلون کې اغېزمن تمام شي.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "هغه ښځې چې له افغانستانه بهر دي خپلو لاريونونو او اعتصابونو ته دوام ورکوي، خو دا چې په پايله کې به يې د افغان مېرمنو شرايط څومره بدلېږي، بايد ډېر خوشبينه نه وي، ځکه چې اوس‌مهال د نړيوالې ټولنې په سياست او د خبرو اترو په مېزونو کې د افغانستان په اړه کومه غوڅه پرېکړه مطرح شوې نه‌ده."

په همدې حال کې په افغانستان کې د بشري حقونو، ښځو او نجونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د سې‌شنبې په ورځ وویل، طالبان نه‌شي کولای دا ادعا وکړي چې د افغانانو ژوند ښه شوی او په خبره یې نیمايي نفوس د لرې کېدلو په حال کې دی او هلته د ډار او جبر کلتور حاکم دی.

هغې د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې ژر تر ژره دوه اعتراض کوونکې مېرمنې ژولیا پارسي او ندا پرواني او نور هغه کسان چې د دې په وینا له ورته بې‌عدالتۍ سره مخ دي، خوشې کړي.

ژولیا پارسي او د هغې زوی د سپټمبر په ۲۷مه ونیول شول او ندا پرواني، د هغې مېړه او زوی يې د سپتمبر په ۱۹مه ونیول شول.

له هغه وخته چې طالبانو بياځلي واک ترلاسه کړی، يوازې دا نه چې د اعتراض کوونکو ښځو غوښتنو ته يې ځواب نه‌دی ویلی، بلکې هغوی یې ځپلي او پر لاریونونو یې ورته بندیز لګولی دی.

د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په افغانستان کې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.

خو د نورو اسلامي هېوادونو او د اسلامي همکاريو د سازمان د دريځ برعکس طالبانو له شپږم ټولګي پورته نجونې ته ښوونځي او پوهنتون ته له تللو منع کړي او په ټولو دولتي او ډېری نادولتي ادارو کې يې دوی له کار کولو هم راګرځولې دي.

همدارنګه، ښځې اجازه نه‌لري چې سينګارتونونو کې کار وکړي، تفریحي پارکونو، لوبغالو، حمامونو ته ولاړې شي او پرته له محرم لرې واټن سفر وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG